سعودي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند ملاتړ کوي
۱۳۹۷ خرداد ۳۱, پنجشنبهد سعودي عربستان اوسني پاچا سلمان بن عبدالعزیز ویلي دي چې نوموړي د اختر په ورځو کې له نږدې او ډیرې علاقې سره د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ اوربند څارلی. د سعودي پاچا هیله څرګنده کړې ده چې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ اوربند دې وغځول شي.
د سعودي عربستان د پاچا په حواله د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې دغه راز راغلي: «خادم الحرمین الشریفین، پاچا سلمان بن عبدالعزیز حفظه الله، له نږدې او ډیري علاقې سره د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د اختر په ورځو کې اوربند څارلی او په دې توګه خپله خوښي او هیله څرګندوي چې دغه اوربند به بیا تمدید شي او د یوې اوږدې مودې له پاره به نافذ شي ترڅو ټول ښکیل اړخونه د افغانانو د سولې له پاره په ګډه کار وکړي.»
د سعودي عربستان پاچا په دې اعلامیه کې همدا راز زیاته کړې ده چې افغان وروڼه چې له جګړو ځپل شوي د ټول مسلمان امت ترڅنګ د تیر فصل د بندولو او د زغم، پخلاینې، زورزیاتي د ردولو او د بې ګناه ژوندونو د ژغورنې په بنیاد او د اسلامي قوانینو په رڼا کې د نوي فصل د پرانیستلو غوښتونکي دي. اعلامیه زیاتوي چې داسې نوی فصل چې پکې فتنې رد کړل شي او یو له بله سره د همکارۍ له لارې د ښې ګڼې کارونه، پرهیزکارۍ، بخښنې او د وروڼو ترمنځ پکې شخړې حل شي.
د سعودي عربستان د سلطنت له لوري په دې خپره شوې اعلامیه کې همدا راز د افغانستان د ګټو له پاره د افغانانو د بریا دعا شوي. اعلامیه وړاندې وايي چې پاچا سلمان په خپله دعا کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت او افغانانو وروڼو له پاره د ثبات، امنیت او پخلاینې په برخه کې هم د بریا دعا کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د اختر تر درې ورځني اوربند وروسته ولسمشر غني له طالبانو سره د اوربند موده د لسو نورو ورځو له پاره وغځولو او له وسله والو طالبانو یې د ورته اقدام غوښتنه وکړه، خو طالبانو بیا د ولسمشر غني دغه غوښتنه رد کړه او د خپلو عملیاتو د پیل اعلان یې وکړ. تر اوربند وروسته د طالبانو په بریدونو کې د افغانستان په مختلفو برخو کې ډېر امنیتي ځواکونه وژل شوي او ټپیان شوي دي.