1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

سريلانکا: په تاميلي ياغيانو بشپړه ماته ګډه سوه

کله چي د سريلانکاحکومت د تيرکال په پيل کي اعلان وکړی چي هوډ يې کړي ترڅو د تاميلي ايلام آزاد بښونکي پړانګان، چي انګريزي مخفف يې LTTE، دی له پو ځي لحاظه ماته ورکړي، ديرو لږ خلکو ګمان کاوه.

د سريلانکا جمهوررييس ماهيندا راجاپاکسا د تاميلي ياغيانو د ماتي د اعلان پر وخت

د سريلانکا جمهوررييس ماهيندا راجاپاکسا د تاميلي ياغيانو د ماتي د اعلان پر وخت

په يوه کورنۍ جګړه کي، چي څه د پاسه 25 کاله يې دوام وکړ، LTTE داسي يو شهرت پيدا کړی ؤ چي د سريلانکا په سياسي پروسه کي تقريباً د نه انکار وړ اړخ په توګه ګنل کيده.

خو د زرګونو ياغيانو عسکرو او ولسي وګړو له وژلو وروسته د سريلانکا جمهور رييس ماهيندا راجا پاکسا، پرون د هغو جلا غوښتونکو د وروستۍ ماتي اعلان وکړ.

« زما حکومت د وسلوالو ځواکونو له بشپړي ژمني سره، چي يو بې ساری بشري مأموريت يې په غاړه اخيستی ؤ، بلاخره وتوانيد،چي LTTE ته له پوځي لحاظه ماته ورکړي.»

د سريلانکا جمهور رييس دغه اعلان، چي په اردون کي د يوې نړوالي غونډي په څڼده کي يې خبره وکړ، وورسته له هغه وشو چي د د هغه هيواد پوځيانو د تاميلي ياغيانو وروستۍ مرچلي ونيولې. د پوځ يو وياند وويل چي ياغيان په يوه ډيره کوچنۍ ساحلي سيمه کي ايسار شوي دي او حتی نه شي کولای چي د سمندر له لاري هم تښته وکړي.

« د LTTE د تروريستانو پر مخ باندي سمندري لاره هم بنده ده او سر بيره پر دې په سريلانکا کي د تروريستي فعاليتونو له پيل څخه، د لومړی ځل له پاره سرتير ي وتوانيدل، چي د ساحلي سيمو بشپړ کنټرول په خپل لاس کی ونيسي.»

د سريلانکا پوځ نن وويل چي ټول هغه ولسي وګړي ژغورل شوي دي چي د تاميلي ياغيانو له خوا يرغمل نيول شوي ول. خو پر دغو ياغيانو باندي د سريلانکا د پوځي لاس برتوب د ادعا سره سره څارونکي اندېښنه لري چي ښايي ياغيان وورسته له دې په پټو تروريستي فعاليتونو لاس پوري کړي، مګر دا چي حکومت له تاميلي خلکو سره د يوې رښتيني سياسي پروسې له پاره کار پيل کړي.

DPAE/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل