سره صليب په افغانستان کي دډيرو ملکي قربانيانو څخه شکايت کړی دی | افغانستان | DW | 09.07.2008
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

سره صليب په افغانستان کي دډيرو ملکي قربانيانو څخه شکايت کړی دی

سره صليب د افغانستان په جنګونو کښي دډيرو ملکي خلګو د مرګ او مير څخه شکايت کړی دی ...

افغانستان ته د نړيوالي ټولني لخوا د يوه امبولانس ليږل

افغانستان ته د نړيوالي ټولني لخوا د يوه امبولانس ليږل

په ژنيو کي د سره صليب بین امللي کميټې نن خبر ورکۍ ، چه يوازي د تيري جمعې راهيسي ۲۵۰ ملکي کسان يا وژل سوي ،او يا هم ټپيان سوي دي . د سره صليب دبین امللي کميټې مشر فرانک غوخن شټاين په کابل کي وويل ، چي دواړه خواوی بايد د بشر د حقوقو مراعات وکي ، او په جنګونو کي د ملکي او نظامي خلګو فرق وکی . ده اضافه کړه ،چه دکلو او ښارو اوسيدونکي نبايد په جنګونو کي ورشامل سي .

په دې اواخرو کي په کابل کي د هندوستان د سفارت مخته ۴۰ ملکي خلګ وژل سوي وه ،چه د سره صليب بین امللي کميټې دهغه له امله ډيره انديښنه ښوولې وه ،ځکه ددوی له نظره د ملکي او نظامي خلګو فرق نه ؤ سوی .

همدارنګه د سره صليب بین امللي کميټې د ورستيو هوايي حملو څخه هم تشویش ښکاره کړی دی ، چه پکښي ډير ملکي خلګ وژل سوي دي .