1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

سربستان کي د افغان مهاجرو ستونزمنې زدکړې

شعيب نظري وايي چي په يوه ښوونځي کې د خپلې مورنۍ ژبې دري او د سربستاني ژبي تر منځ ګير راغلی دی. هغه وايي چي يوه اوونۍ کيږي چې «په دغه برزخ» کې يې ښوونځي پيل کړی دی.

په سربستان کې د افغان مهاجرو له ډلې څخه يو هم شعيب نظري دی، چې په يوه ښوونځي کې د خپلې مورنۍ ژبې دري او سربستاني تر منځ چې ده لپاره يو نوې او عجيبه ژبه ده، ګير راغلی دی. يوه اوونۍ کيږي چې شعيب په دغه سخت حالت کې ښوونځی پيل کړی دی.

۱۲ کلن شعيب د هغو ۷۰۰ مهاجرو ماشومانو له ډلې څخه یو دی کوم چې د سربستان هيواد په نوې تعليمي دوره کې يې ځانونه په ښوونځيو کې شامل کړي دي. هغه په داسې حال کې د دويم ځل لپاره ښوونځی پیلوي چې کوم فکرونه يې پخوا د اروپا په اړه په سر کې لرل، اوس ورڅخه ډير لرې دی. د هغوي کورنۍ دوه کاله مخکې په دې فکر چې اروپا کې به يو ښه ژوند پيلوي، له افغانستان څخه وتلي وه.

تيرکال د «بالکان لارو» تر تړل کيدو وروسته، سربستان هیواد د شاوخوا څلور زرو مهاجرو لپاره چې ډيري يې افغان او پاکستاني دي، په يوې جنجالي او بحث پارونکې لار اوښتی دی. په دغه هيواد کې بند پاتې شوي مهاجر غواړي چې د اروپايي اتحاديې نورو هيوادونو کې نوی ژوند پيل کړي، خو نشي کولای له پولې واوړي.

نيمايي برخه يې ماشومان دي

له دغو مهاجرو څخه نژدې نيمايي يې ماشومان دي. صربستاني چارواکي هڅې کوي تر څو د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق «يونيسف» له لارې، د ژبې د ستونزو سربیره، مهاجرو ماشومانو ته امکانات برابر کړي تر څو خپلو هستوګنځايونو ته په نژدې ښوونځيو کې شامل شوي وي.

شعيب وايي: « ښوونځي ښه دی. نور ماشومان لږ کولای شي صربي خبرې وکړي. هغوې ډير چغ وپغ کوي، خو زه ورته ورته نه ګورم».

هغه د درسونه د څرنګوالي په اړه وايي: « هغوی مونږ ته يوازې سربي ژبه راښيي او مونږ يې يوازې په يوه برخه پوهيږو». خو د شعيب ورور او خويندې يې يوازې دومره کولای شي چې څو ساده جملو ته په سربي ژبه ځواب ووايي.

د دوي کورنۍ چې اته غړي دي، ټول په يوه تنګه خو پاکه کوټه کې ژوند کوي. په کوټه کې یې دوه پوړيز چپرکټونه لګول شوي دي. دا کوټه په يوه کمپ کې ده چې د سربستان پلازمينه بلګراد په اطراف کې موقعيت لري. دغه کمپ په اصل کې په ۱۹۹۰مې لسيزه کې د بالکان د جګړې مهاجرو له پاره جوړ شوی وو.

دغه څلور خويندې او وروڼه هر سهار په بس موټر کې خپل ښوونځي «يوان جويچ» ته ځانونه رسوي. ښوونځي د هغوې هستوګنځي ته نژدې پروت دی. «يوان جويچ» د هغو ۴۷ روزنيزو مرکزونو له ډلې څخه یو دی چې مهاجر ماشومان په کې خپل ځانونه شاملوي.

«زدکړې يو اساسي حق»

په سربستان کې د «یونسيف» ادارې استاځی میشائیل سنت لات ښوونځيو ته د مهاجرو ماشومانو د تلو په اړه وايي: « مونږ له پاره دا يو اړين ګام دی». هغه زياتوي: « زدکړه نه يوازې د ماشومانو يو اساسي حق دی، بلکه مرسته کوي چې دغه ماشومان د ژوند عادي وضعيت تجربه کړي، جوړونکی ژوند ولي او خپلو راتلونکې ته يې هيله مند وي».

د سربستان په څير يو هيواد کې چې د اروپايي اتحاديې غړيتوب نلري، ښوونځيو کې د مهاجرو ماشومانو شامليدل له ستونزو خالي ندی. سربستان چې نسبتا يو بيوزله هيواد دی د ۷ میليونو نفوس په لرلو يې مياشتنې عوايد يوازې «۴۸۰ ډالرو» ته رسیږي.

سنت لات زياتوي چې د مهاجرو ډيري ماشومان دلته « له ترخو خاطرو سره راځي، د بحرانونو له خاطرو، د لارو او سفرونو له خاطرو او ترڅنګ بله مسئله د اطمينان د نشتون خبره ده. په دې مانا چې دوي نه پوهيږي چې وروسته له درو يا شپږو مياشتو به يې د ژوند برخليک څنګه کيږي».

سربيره پر دې، د ژبې ستونزه هم شته چې د ژباړونکي په نه شتون کې لا سخته شوې ده. د شعيب خور زينب چې له هغه څخه کوچنې ده له يوه ژباړونکي سره په ټولګي کې ناسته ده، خو خپله شعيب بيا د موسيقۍ په ټولګي کې له ژباړن پرته کډون کړی دی.

د ښوونځي «يوان سويچ» سرمعلمه والنتينا پنجيتان وايي چې تازه راغلي مهاجر ماشومان په دوو ټولګيو کې شامل شوي دي. په دغو ټولګيو کې د موسيقۍ، هنر او رياضي مضمونونه تدريس کيږي. د هغې په وينا د دغو مضمونونو زدکړه له ژبې څخه اسانه دي.

د سربي والدينو اندېښنې

پنجيتان زياته کړه چې په لمړيو کې د سربي ماشومانو والدين په انديښنه کې ول چې « ښايي ښوونکي به خپل ډیر پام مهاجرو ماشومانو ته واړوي او د دوي ماشومانو ته به يې پاملرنه لږه وي». خو د والنتينا په وينا چې وروسته مالومه شوه چې د هغوی دغه ويره بې اساسه وه، په همدې دليل «صربي والدينو هيڅ ستونزې جوړې نکړي».

هدف دا دی چې په سربستان کې میشت ۱۵۰۰ مهاجر ماشومان، روزنيز نظام کې ورګډ کړل شي. خو د شعيب پلار زمانعلي د خپلو ماشومانو د درسونو په باب ډاډمن ندی. هغه د ژبې د کافي پوهې د نه شتون له کبله د خپلو ماشومانو تعليمي چانسونو ته د شک په سترګه ګوري، زمانعلي وايي: « هغوی په درسونو نه پوهيږي».

په هر حال، دغه کورنۍ هيله منده ده چې وشي کړاي په راتلونکو مياشتو کې له سربستان څخه ووځي او په اتريش کې له خپل ۱۵ کلن زوي سره يو ځای شي. د زمانعلي زوی د مخه د اتریش پايتخت ويانا ته رسيدلی دی.

دا په داسې حال کې د چې په سربستان کې د مهاجرت ادارې کميسار ايوان ميسکويچ وايي، ټول مهاجر چې په سربستان کې پاتې دي هغو څخه د هستوګنځايونو، خوراکي موادو، روغتيايي خدماتو په ورکړې او اوس په ښوونځيو کې په شموليت سره ساتنه کيږي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې پر وينا، په داسې حال کې چې په سربستان کې د مهاجرو شمير ثابت پاتې دی، خو د اقامې وخت يې ډیر شوی دی، هغه په دې دليل چې هنګري هره اوونۍ يوازې ۵۰ مهاجرو ته اجازه ورکوي چې صربستان ته داخل شي.

سربيره پر دې چې د نظري د کورنۍ ماشومان اوس په سربستان کې ښوونځي کې شامل شوي دي، خو د کورنۍ پلار هيله مند دی چې تر شپږو مياشتو له دغه هيواده څخه ووځي. زمان علي چې په افغانستان کې په يوه دولتي ترانسپورتي شرکت کې موټر چلونکی وو، وايي چې طالبانو له لورې پر حکومتي قطارونو د حملو له ويرې اروپا ته تښتيدلی دي.

د فرانسې خبري آژانس/ ر. ش/ ک ص

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (17.08.2017):


 

DW.COM