1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

سان سوچي – ټول عمر د میانمار له پاره

انگ سان سوچې د میانمار د پوځي رژیم پر ضد د خپلې سوله ییزې مبارزې له کبله نړیوال شهرت لري. دې رژیم تر ۲۰۱۱ کال پورې پر میانمار باندې حکومت وکړ. سیاست تر داخلیدو وروسته پر سوچي باندې نیوکې ډیرې شوې دي.

د اپریل پر یوولسمه نیټه به په آلمان کې سان سوچي ته د «ویلي برانت» جایزه ورکړل شي. دغه جایزه د آلمان د سوسیال دیموکرات گوند له خوا هغو کسانو او سازمانونو ته ورکول کیږي چې د خلکو د نړیوال تفاهم له پاره کار کوي.

سوچي زموږ د عصر د نامتو سیاستوالو په ډله کې ده. هغې تر اوسه پورې پر نورو نړیوالو جایزو سربیره د نوبل او ساخاروف جایزې او همداراز د امریکا د کانگرس د سرو زرو مډال ترلاسه کړی دی. په ۲۰۱۲ کال کې میانمار ته د خپل سفر پر مهال د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، وویل: «په همدې ځای کې هغې [سان سوچي] د ډیرو سختو کلونو په جریان کې یو نه ماتیدونکي جرات او ژمنتیا نندارې ته وړاندې کړه. په همدې ځای کې هغې وښوله چې د انسان له آزادي او وقار څخه انکار نه شي کیدای.»

سان سوچي د اوسني دور د ډیرو مشهورو سیاستوالو په ډله کې ده.

سان سوچي د اوسني دور د ډیرو مشهورو سیاستوالو په ډله کې ده.

ژمنتیا

له "Vanity Fair" نومې مجلې سره په مرکه کې سان سوچي وویل چې د مسوولیت منلو حس هغې ته له خپلې کورنۍ څخه په میراث پاتې دی: «زه د خپل پلار د لور په توگه د هغه څه چې [په میانمار کې] پیښیدل پر وړاندې چپ نه شوم پاتې کیدای.»

د هغې پلار جنرال اونگ سن وو چې په ۱۹۴۷ کال کې د خپلو مخالفینو له خوا ووژل شو. هغه میانمار آزادي ته رسولی وو او اوس هم په دې هیواد کې ورته د اتل په سترگه کتل کیږي. د هغه تر وژل کیدو وروسته، میرمن یې د پارلمان غړي شوه او بیا په ۱۹۶۰ کال کې هندوستان ته د میانمار د سفیرې په توگه واستول شوه.

سان سوچي په خپله هم له سیاسي لحاظه فعاله وه. د هغې سیاسي فعالیت په خاصه توگه د انگستان په اکسفورد پوهنتون کې د زده کړو پر مهال ډیر وو. خو هغه وخت دغه سیاسي فعاله پر دې خبره نه پوهیده چې یو مهال به په نړۍ کې د میانمار د دیموکراسي پلوه خوځښت په سمبول بدله شي.

پر ویرې باندې برلاسې کیدل

سان سوچي ډیر ژیر د میانمار چې پخوا د برما په نوم هم یادیده د پوځي حکومت پر مخکښو منتقدینو باندې بدله شوه. هغې د دغه حکومت پر ضد له تاوتریخوالي خالي مقاومت له پاره تبلیغ کاوه. هغې له گاردین سره په مرکه کې ویلي دي: «زه پر نه تاوتریخوالي د اخلاقي دلایلو له کبله ټینگار نه کوم. بلکه زما دغه ټینگار عملي او سیاسي عوامل لري.»

سوچي په ۱۹۹۰ کال کې د ساخاروف د جایزې د ترلاسه کولو په مراسمو کې د «له ویرې څخه آزادي» تر عنوان لاندې یوه وینا لیکلي وه. په دې وینا کې راغلي وو: «د واک د له لاسه ورکولو ویره هغه کسان فاسدوي چې واک یې په لاس کې وي او د واک د تازیانې ویره هغه کسانو فاسدوي چې د هغه تر اغیزې لاندې وي.»

سان سوچي «ترواده بودیسته» ده. هغې په خپلو خبرو کې روحاني، د گاندي او پخوانیوي هندي فلسفې مفهومونو ته اشاره کړې وه او ویلي یې وو چې پر فساد او تاوتریخوالي باندې یوازې په هغه صورت کې برلاستیا موندل کیدای شي چې یو شمیر خلک د نورو له پاره مسوولیت پر غاړه واخلي.

له خوښیو او غم سره مل بریا

په ۱۹۹۰ کال کې د سان سوچي «د دیموکراسي له پاره ملي لیگ گوند» یا (NLD) ټاکنې په لوړ اکثریت وگټلې. خو دغه پایلې د رژیم له خوا لغوه اعلان شوې او د مخالفینو د نیول کیدو لړۍ پیل شوه. په دې وخت کې سان سوچي په یوه کور کې نظر بند شوه، چیرې چې هغې د خپل ژوند ۱۵ کاله تیر کړل.

په دې جریان کې د میانمار حکومت تل هغې ته له هیواد څخه د وتلو امکان ورکړ. پوځي حکومت سان سوچي ته د نوبل جایزې د ترلاسه کولو او د خپل میړه چې سخت ناروغه هم وو د لیدو امکان هم ورکړ. خو سوچي تل دغه امکانات رد کړل ځکه ویره یې لرله چې خپل هیواد ته د راتلو اجازه ترلاسه نه کړي.

سوچي په دې کور کې ۱۵ کاله نظر بند وه.

سوچي په دې کور کې ۱۵ کاله نظر بند وه.

یوه سیاستواله، نه یو سمبول

په ۲۰۱۰ کال کې د میانمار پوځي رژیم، ملکي جامې پر تن کړې او د دغه هیواد د اصلاحاتو له پاره یې لار پرانیسته. سان سوچي هم له نظر بند څخه آزاده کړای شوه او په ۲۰۱۲ کال کې هغې پارلمان ته لار وموندله. له دې سره سوچي په خپل ژوند کې د لومړي ځل له پاره دا چانس ترلاسه کړ چې خپلې سیاسي مفکورې پلي کړي.

زیا څو وایي چې د میانمار خلکو تر ۲۰۱۲ کال پورې تر ډیره بریده سان سوچي نه پیژندله او یوازې پر دې خبره پوهیدل چې هغه د پوځي رژیم مخالفه او په نظر بند کې ده. دغه ژورنالیست وایي چې اوس وضعیت بدلون موندلی دی: «هغه پخوا د دیموکراسي یو سمبول وه، اوس هغه یوه سیاستواله ده.» دا په دې معنی ده چې هغه باید اوس په ځینو مواردو کې د میانمار د سیاسي نظام له پیچلو او ناولو قوانینو سره سازش وکړي.

په دې ترتیب سره نو د سوچی مخالفانو ډیر ژر پر هغې باندې د لږکیو د حقوقو د تامینولو په برخه کې د پاتې راتلو او همداراز له پخوانیو دښمنانو سره د معامله کولو له کبله نیوکې وکړې. پر دې سربیره د هغې پر گوند باندې هم د داسې یوه سیستم د لرلو له کبله نیوکې شوې دي چې قدرت یې د یوه کس په لاس کې دی.

د زیا څو په خبره سان سوچي تر اوسه پورې د یوه سمبول په توگه ډیر موثریت لرلی دی: «خو هغه ترجیح ورکوي چې یوه سیاستواله ووسي ځکه دا د ریښتني بدلون د راوستلو له پاره یوازینۍ لار ده.»

د سان سوچي سیاسي باورونه هغه وخت پر حقیقت بدلیدای شي چې هغې ته د میانمار د ۲۰۱۵ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د گډون اجازه ورکړل شي. هغې تیر کال اعلان کړی وو چې غواړي په ولسمشریزو ټاکنو کې نومانده شي خو تر اوسه پورې د میانمار اساسي قانون د هغې د دې اقدام مخه نیسي ځکه په دې قانون کې راغلي دي، هغه کسان چې له یوه بهرني وگړي سره یې واده کړی وي نه شي کولای چې د میانمار د ولسمشر په توگه ځان کاندید کړي.

د سوچي میړه چې اوس مړ شوی دی بریتانیاوي وو. د هغې دوه زامن هم بریتانیاویان دي. خو زیا څو په دې اړه خوشبیني لري: «له دې کبله چې اوس د سوچي او پوځ تر منځ اړیکې ښې دي، د دې امکان شته چې اساسي قانون اصلاح شي.»

DW.COM