1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

سادات په فيلم جوړولو سره د ناپوهې پر ضد مبارزه کوي

رویا سادات د هرات اوسیدونکې ده. هغې په ۲۰۰۱م کال کې د سنیما د هنر په نړۍ کې قدم کیښود او ډیر په زړه پوري فلمونه یې جوړ کړل. میرمن سادات د «رویا فلم کور» په جوړولو سره د معیاري فيلمونو په تولید سره ډیره مرسته وکړه.

رویا سادات په دې وروستیو کلونو کې درې داستاني فيلمونه، پنځه مستند فيلمونه او دوه سریالونه جوړ کړي دي. «تار و زخمه» او «سه نقطه» د رویا سادات مشهور فيلمونه دي. د خاموش بهشت او رازهای این خانه، فيلمونه چې د افغانستان په داخلي تلویزونو کې خپریږي د همدغې میرمنې له خوا جوړ شوې دي.

خاوري شوي هیلي

«تار و زخمه» د میرمن سادات هغه فيلم دی چې د افغانستان په شمال کې د یوې ترکمني نجلۍ ژوند پکښې انځور شوی دی. دغه نجلۍ د خپل پلار د جرم قرباني کیږي. د نجلۍ پلار څو کاله مخکې د مختار په نامه د یوه سړي زوی وژلی وي او اوس باید خپله لور په «بدو» کې مختار ته ورکړي.

دغه نجلۍ آی نبات نومیږي. پلار یې د دې له پاره چې نور یې نو لیک لوست زده شوی دی ښوونځي ته له تگ څخه منع کوي. آی نبات چې د یوې غالۍ اودونکي کورنۍ لور ده مجبوره شي چې پر کور کښېني او غالۍ و اوبدي.

پلار یې هغه داسي سړي ته ورکوي چې مختار نومیږي او څلور مېرمني لري. مختار د دې پوښتني په ځواب کې چې په اسلام کې پنځمه ښځه روا نه ده وویل: «رښتیا ده چې زه څلور ښځي لرم، خو ما خپلي لومړۍ ښځې ته مور ویلي دي»

د کوزدې له ورځ سره سم د آی نبات د ژوند توري ورځي پيلیږي. آی نبات ترکوزدې وروسته اُمیدواره کیږي، خو مختار وایې چې هغه له بل چا څخه امیدواره شوې ده. د نجلۍ پلار هره ورځ آی نبات د اس په قمچینې وهي چې ولي تر واده مخکې امیدواره شوې ده.

آی نبات د پلار له ویري دښت او بیابان ته سر وهي. نوموړې له یوه دښته بل او له بل څخه بل ته سرگردانه گرځي. بالاخره په یوه ویجاړ شوي کور کې ماشوم زېږوي، خو له دې سره د آی نبات د بدبختیو کیسه پای ته نه رسیږي.

میرمن سادات د دغه فيلم په جوړولو سره د افغانستان د لیري پرتو سیمو د ښځو درد او رنځ انځور کړی دی او د بې سوادۍ او جهل ناوړه اغېزې یې بې له دې چې نوم یې واخلي خلکو ته وړاندي کړي دي.

رویا سادات د هرات ولایت اوسیدونکې ده. هغه محدودیتونه چې طالبانو پر ښځو لگولي ول میرمن سادات یې دې ته اړ ایستله چې فيلمونه جوړ کړي او د افغان ښځو درد او رنځ ټولني ته انځور کړي. سادات وایې: «کله چې طالبان راغلل زموږ څلورنیم میاشتني ازمویني وې. هیڅ کله به مې له یاده ونه وزي چې موږ ته یې وویل چې شاید نور ونه کولای شي ښوونځی ته ولاړي شئ. ما هیڅ باور نه کاوه، دا ماته یوه ټوکه ښکاریدله. ځکه په نړۍ کې هیڅ یو حکومت ښوونځي ته د تلو مخه نه نیسي. خو له بده مرغه له همدغو بې باوریو سره مو پنځه کاله تیر کړل.»

له تیارو وروسته روڼا

په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو ماتي د رویا سادات بریالیتوب ته دروازې پرانیستلې. نوموړې تل په دې فکر کې وه چې څرنگه کیدای شي داسي زمینه برابره شي، څو وکولای شي د افغانستان د ښځو نا ویل شوي کیسې د نړۍ خلکو ته بیان کړي.

میرمن سادات د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د یوې داسی ښځي کیسه ولیکله چې د فقر او بیوزلۍ له امله یې د نشه یې توکو چاقاق ته مخه کړې وي. میرمن سادات وایې چې یوازنی هدف یې دا دی چې خلک هغو بې عدالتیو ته متوجه کړي چې یوه افغانه میرمن ترې رنځ وړي: «په افغانستان کې دننه او دباندي په ډیرو سالونونو کې چې زما فيلمونه نندارې ته وړاندي شوي دي خلک دومره تر تاثیر لاندي راغلي دي چې زه په پخپله حیرانه وم. دا زما له پاره یوه ډیره ښه خاطره وه، ځکه زه پوه شوم چې ما وکولای شول هغه احساس چې ما درلود له نورو سره یې هم شریک کړم.»

که څه هم په افغانستان کې د محتوا له اړخه ډېر ښه فيلمونه جوړیږي، خو نندارې ته يې د وړاندي کولو زمینه ډیره محدوده ده.

په ځينو مواردو کې فيلم جوړونکي دې ته اړ وي چې داسي سیمو ته ولاړ شي چې د ماینونو خطر هم موجود وي. رویا سادات یوه داسې خاطره ور په یادوي چې پخپله دې ته هم ډیره خطرناکه وه: «په یاد مي دي چې پر هغه مځکه مې قدم کښېښود چې ما غوښتل فيلم پکښې ثبت کړم. په مځکه کې لوی لوی اغزي ول ما ویره درلوده داسې نه چې کوم ماين پکښې وي. په خپله ولاړم او قدم مې ووهه څو همکاران مې قرباني نه شي. خو دا اوس وای ما دا کار نه کاوه، ځکه په دې کې هیڅ منطق نشته که چیري هلته ماین وای زه به یې الوزولې وای او فلم به هم نه وای.» 

سادات وایې ټاکل شوې وه چې سږ کال یو نوی فيلم تولید کړي، خو د نا امنیو له امله پر دې کار بریالۍ نه شوه. د نړیوالو مرستو کمیدل هم د فيلم او سنیما پر برخه منفي اغېزې کړي دي. میرمن سادات زیاتوي چې دولت د هنر او سنیما ملاتړ نه کوي او د سنیما بهرنۍ ملاتړ هم کم شوی دی.