1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

کلتور او هنر

زه له راډيو سره مينې تر دې ځايه راوستم

زما وروستۍ ډرامه مي د المان ږغ راډيو لپاره ليکلې چي د چاپېريال ساتني په اړه ده. د دې ډرامې مرکزي کرکټر شکريه نومېږي. دا يوه ځوانه با سواده کونډه ده چې د خپلي کورنۍ په مرسته د چاپيريال ساتني په برخه کې مبارزه کوي.

عبدالنافع همت

عبدالنافع همت

شکريه په دې لاره کي له ډېرو ستونزو سره مخامخ کېږي. دا چي د دې په لاره کي کوم خنډونه پراته دي، دا څنګه دغه خنډونه ليري کوي او څه پېښېږي، په دې خبرو به د ډرامې تر اورېدلو وروسته پوه شئ. لومړی به زما د ژوند داستان هم دلته ولولۍ.

زه لا اووه کلن وم چي پلار مي غوښتل د قران حافظ شم. مور به مي بيا زما د ډاکټرۍ خوبونه ليدل- ځکه چي له کلو کلو راهيسي ناروغه وه. خو وخت نه زما د پلار او نه هم زما د مور خبرو ته غوږ ونيو، بس يوازي زما خبره يې ومنله . زما غوښتنه دا وه چي زه دي خبريال شم. په دې وخت کي راډيو يوازينۍ وسيله وه چي زه يې د کلي د باندي له نوري نړۍ سره نښلولم. د ماشومانو راډيويي خپرونه به مي ډېره اورېدله او تل مي دا هيله درلوده چي د کوچنيانو په راډيويي خپرونه کي برخه واخلم.

دا هغه وخت و چي لا زه په مکتب کي نه وم شامل شوی. تر ما درې مشران وروڼه مکتب ته تلل. کله چي به هغوی د مکتب کورنی کار کاوه ، نو ما به هم د هغوی کتابونه سره اړول را اړول. په دې بهير کي مي لږ ليک لوست زده کړ. يوه ورځ مي د ورور په نی يا کړک باندي د هماغه وخت د ملي سرود دا بيت څو څو واره وليکه : « څو چي دا جهان ودان وي- تل به دا افغانستان وي». کله چي مي پلار ته دا ليکنه ورښکاره کړه نو هغه ډېر خوشاله شو او ما ته يې هغه وخت شل افغانۍ انعام راکړ. د هغه شل افغانيو جايزې خوند مي هيڅ نه هېرېږي. بس هماغه جايزه وه چي زه يې ليک لوست او بيا مکتب ته وهڅولم.

وروسته مي د راډيو د ليکونو پروګرام ډېر اورېده. تل به مي دا هيله درلوده چي کاشکي يوه ورځ زما ليک هم له راډيو څخه خپور شي. ماشومان تل په دې هڅه کي وي چي ژر لوی شي. د لويانو په شان واک ولري او لوی لوی کارونه وکړي. خو دا چي لويوالی د دوی په واک کي نه وي نو دوی خيالي نړۍ ته پناه وړي او د تمثيل له لاري خپله تنده ماتوي. څرنګه چي ما له کوچنيوالي له راډيو سره مينه درلوده نو تل به مي له ماشومانو سره د راډيويي پروګرامونو په دې تمثيل کي خبرونه ، راپورونه، راغلي ليکونه او اعلانونه لوستل. اوس چي نږدې څلوېښت کلن يم هم د خپل ماشومتوب شوق دومره راته ګران دی چې آن د خپل نوم، د زېږېدني ځای او نېټه مي له ياده ووته او خبره مي له راډيو څخه پيل کړل. خير اوس به يې درته ووايم. زما نوم عبدالنافع همت دی. د (١٣٥٠) لمريز کال د ليندۍ د مياشتي پر څوارلسمه نېټه د کندهار ولايت، ارغنداب ولسوالۍ د «ناګان» په کلي کي زېږېدلی يم. کله چي افغانستان ته روسي پوځونه راغلل او هري خوا ته د جګړې اورونه بل شول نو نه يوازي زموږ د کلي د ماشومانو خيالي نړۍ يې لو لپه کړه، بلکي زموږ د کلي د لويانو واقعي نړۍ هم له دې اوره خوندي پاته نه شوه. مونږ لومړی د کندهار ښار ته کډه شولو. په ښار کي مي تر دوولسم ټولګي پوري مکتب ووايه او بيا مو له ناچارۍ پاکستان ته کډه بار کړه.

وروسته مي خپله هم د ځينو ادبي ليکنو تمرين پيل کړ . لومړی ادبي ليکنه مي « ترخه او پاچا» نومېدله چي د کندهار په «طلوع افغان » جريده کي خپره شوه. دا ليکنه په اصل کي زما يوه خاطره وه چي په داستاني ژبه مي ليکلې وه .تر دې وروسته مي لنډي کيسې، طنزونه، ډرامې او مقالې وليکلې. « سپي څنګه مډالونه وګټل؟» د طنزونو مجموعه مي دوه کاله پخوا چاپ شوې ده. د ډرامو، لنډو کيسو، طنزونو، د متلونو کيسې، د کندهار مېله ځايونه او د جهاني صاحب د هنر او ژوند په باب کتابونه مي هم ليکلي چي لا تر اوسه نه دي چاپ شوي. په (١٣٧٨) لمريز کال مي د ميوند کلتوري ټولني بنسټ کښېښود. په (١٣٨١) لمريز کال مي د «ميوند» په نوم د يوې کلتوري او ټولنيزي مجلې خپرول پيل کړه. په څو نادولتي ټولنو کي پر کار سربېره مي په څو افغاني مکتبونو کي د ښوونکي په توګه هم کار کړی دی. له نړيوالو راډيوګانو سره همکاري لرم او ګڼ شمېر ډرامې مي ليکلي دي.

ليکونکی: عبدالنافع همت

کتونکی: نسيم صابر