1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

«زه له اروپا څخه نا امیده شوی یم»

پوره یو کال مخکې په اوکراین کې اروپايي پلوه د «میدان احتجاج» په لاره واچول شو. د دغه غورځنگ له مؤسسینو څخه یو هم په خټه افغان مصطفی نعیم، وو. هغه له دویچه ویله سره په مرکه د «میدان د احتجاج» د پایلو ارزونه کړې ده.

مصطفی نعیم یو اوکراینی ژونالیست، بلاگر او یو سیاسي فعال دی. هغه د اوکتوبر پر ۲۶مه نیټه د اوکراین په پارلماڼي ټاکنو کې د ولسمشر پیترو پوروشینکو، د تیم په لست کې ځان کاندید کړی وو او اوس د اوکراین د پارلمان غړی دی. نعیم مصطفی په ۱۹۸۱ کال په کابل کې زیږدلی او خپل لوړې زده کړی یې د کیف د لیزیوم په تخنیکی پوهنتون کې کی په ۱۹۹۸ کال کې پای ته رسولي دي.

دویچه ویله: د ۲۰۱۳ کال د نومبر په میاشت کې په ناڅاپی ټوگه د اوکراین د هغه وخت حکومت له اروپا سره د «همکارې تړون» له لاسلیک کولو څخه ډه ډه وکړه. تاسې په هغه وخت کې ژورنالیست وی او په هماغه ورځ مو د کیف د خپلواکي نومي ډگر «میدان» کې د یوې ناڅاپی مظاهرې له پاره غږ وکړ. دا د حکومت پر ضد د یوه ستر ولسي احتجاج پیل وو. څه شي تاسې دې ته وهڅولئ؟

نعیم مصطفی: کله چې حکومت اعلان وکړ چې د اروپا د اتحادېې له لارې څخه ېې مخ اړولی دی، په لومړي سر کې په فیسبوک کې سخت غبرگونونه څرگند شول. زه او ډير نور کسان په دی پوهیدو چې د «کیشت او مات» خبره ده. سره له دې هم موږ هیله لرله چې ولسشمر ویکتور یانوکوویچ، به تړون لاسلیک کړي. د دې کار سمبولیک خصوصیت په دې کې نغښتې وو چې د ۲۰۰۴ کال د نومبر په ۲۱مه په اوکراین کې نارنجي انقلاب هم پیل شوی وو. نو په دې وجه موږ پر خلکو باندې غږ وکړ چې د خپلواکي په ډگر «میدان» کې سره راټول شي. دا یوه احتجاج ته بلنه وه نه انقلاب ته. زما غوښتنه یوازې زما ملگرو، همکارانو او هغو کسانو ته ځير وه چې په فیسبوک کې ېې غبرگون ښکاره کړی وو. سیاستوالو ان گمان نه کاوه چې څوک به راشي. خو ډير خلک راغلل. تر نیمې شپې پورې په زرهاو خلک په میدان کې سره ټول شول.

دویچه ویله: له دې احتجاج څخه څه نتیجه اخلې؟ په څه بریالی شوی یې او په څه نه یی شوی؟

نعیم مصطفی: تر ټولو مهم دا چې، که څه هم کوچنۍ لاس ته راوړنه ده خو موږ بالاخره تصمیم ونیو چی په کومه لاره روان شو. [یادونه: په دی منځ کې اوکراین د اروپا له اتحادېې سره د همکارۍ تړون لاس لیک کړ.] له دی وروسته به اوکراین په بله لاره روان نه شي. د نورو مسایلو په هکله تر اوسه لا وختی ده چې خبرې وشي. له بده مرغه د میدان د احتجاج په تعقیب جگړه پیل شوه. هر هغه څه چې اوس پیښ شوي دي، د دې جگړې له امله دي. زه فکر کوم چې میدان ډیر خلک وهڅول چې يوه څه وکړي. هغوی اوس په سیاست کې فعال شوي دي. زه هیله من یم چې هغوی بریالي شي. زه شخصا هڅه کوم چې موږ خپل قوت له لاسه ور نه کړو، کوم چی موږ تیر کال تر لاسه کړی دی.

دویچه ویله: د میدان غورځنگ په اوکراین کې د قدرت د بدلون له پاره غوښتنه وکړه. دا غوښتنه عملي هم شوه خو د ډيرو خلکو د ژوند او د اوکراین د خاورې د یوی برخې د لاسه تلو په بیه. فکر نه کوئ چې دا بیه ډيره لوړه ده؟

نعیم مصطفی: ښکاره ده چې دا کار د یوه انسان د ژوند په قیمت باید تمامه نه شي. له بلی خوا ماته په دې موده کې څرگنده شوه چې له جیو پولتیکی لحاظه، پرته له دغې مبارزي څخه موږ بله لاره نه لرله. دا یوه داسې مبارزه وه چې په رښتیا هم په کې انسانان قرباني شول. موږ نور نه شو کولای چې د روسانو تر نفوذ لاندې یو سیستم ومنو. دغې مبارزې ته په حقیقت کې د هغه وخت ولسشمر ویکتور یانوکوویچ مجبوره کړو. دا خبره هم صحیح ده چې د اوکراین د خاروې یوه برخه اوس اشغال شوې ده. خو زه فکر کوم چې دا به دایمی نه وي. که چیرې موږ وتوانیږو چی دلته یو په زړه پورې هیواد جوړ کړو، نو هرمرو دغه اشغال شوې سیمې به یوه ورځ بیرته له اوکراین سره یو ځای شي. د هغو کسانو په خاطر چې هغوي په دې مبارزه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی موږ د کوم جشن لمانځنه په پام کې نه ده نیولې. دا یو ډير مهم تشخیص دی: د هغو کسانو په مقابل کې چی وژل شوي دي، د ویر او ملامتیا احساس باید موږ تل تر تله وخوځوي.

دویچه ویله: آیا تاسې کله هم ځان ته د ملامتیا گوته نیولې چې تاسو عملا خلک یو انقلاب ته هڅولي دي؟

نعیم مصطفی: زه فکر نه کوم چې په دې کار کې یوازې وم. دا د یو نسل تصمیم وو. موږ د اروپا په لور گام اخیستل غواړو. موږ غواړو چې په اکراین کې بل ډول حکومت وشي. په لومړي سر کې یو سوله ییز احتجاجي حرکت وو. موږ گرم نه یو چې وروسته خلک وویشتل شول. که چیرې ولسمشر یانوکوویچ غوښتلای نو کولای یې شو چې د دې مخه ونیسي. خلک ملامت نه دي چې په سوله ییزه توگه سړکونو ته ووځي ترڅو خپل نظر څرگند کړي. خپله یانوکویچ درې کاله رسما د اروپا په لور روان وو. نو په حقیقت کې هغو کسانو چې د دې تگ لارې مخه ونیوله، هغوی د ناوړو عواقبو مسوولیت پر غاړه لري.

دویچه ویل: اوکراین غواړي چې د اروپا په لور گام واخلي خو د اروپايي ټولنې ځان شاته نیولی دی. ایا تاسو ناهیلې شوي یاست چې د اروپا اتحادیه د اوکراین د تحولاتو پر وړاندې دا ډول غبرگون ښيي؟

نعیم مصطفي: زه فکر کوم چې ستره ستونزه دا ده چې د اروپا اتحادیه لا تر اوسه اوکراین د خپل نفوذ ساحه نه گڼي حتی وروسته له هغې هم چی اوکرانیانو د خپل ژوند په بیه وښودله چې اروپا ته ېې مخ اړولی دی. د اروپا اتحادیه لا تراوسه باور نه لري چې له اوکراین څخه جسما ساتنه وشي، نه یوازي د ویناو او بندیزونو له لارې. ښايی دا خبره لږ څه تنده لهجه ولري چی ووایم: ټول هغه بریالیتوبونه چې اوکراین تر اوسه پورې تر لاسه کړي دي د اروپا د ملاتړ له برکت نه، بلکه د هغوی د خپلو قربانیو له برکته دي. نو له دې امله زه له اروپا څخه ناهیلې شوی یم.

دویچه ویله: تاسو له آلمان څخه د څه مرستې انتظار لرئ؟

نعیم مصطفی: زه غواړم چې آلمان په يوه څه پوه شي. هغه دا چی: دا یو مکلفیت دی چی هغه له اوکراین څخه دفاع وکړي. دا ځکه چې هغه څه چې اوس په اوکراین او روسیه کې پیښیږي ملامتیا یی د اروپا د اتحادیې پر غاړه ده. بروکسل لا مخکې خبر وو چې د اکراین او روسی مخور په اروپا کې خپلې پیسی ساتي. ډير وخت یی ونیو چې په دی برخه کې د اروپا اتحادیې په بندیزونو لگولو او د بانکی حسابونو په تړولو لاس پورې کړي.

زه فکر کوم چې دا کار باید ډير ژر شوی وای. زه هیله من یم چې په یوې پریکړنه شیبه کې آلمان او د اروپا اتحادیه د دې جرئت ولري چې په اوکراین کې پیښې د یوی رښتینې جگړې په توگه وپیژني. زه هیله من یم چې هغوی په یو خوا کې ودریږي او د جیوپولتیک او دیپلوماسی په پلمه دا هڅه ونه کړي چی له دی واقعیت څخه سترگې پټې کړي چی دلته دا یو لور دی چی په بل باندی حمله کوي.

DW.COM