1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

زهره د لمر له مخې تیره شوه

د نړۍ به بیلابیلو برخو کې ډیر شمیر خلکو د لمر له مخې د زهرې (وینوس) تیریدل ولیدل. هر هغه وګړي چې دغه ننداره و نه شوه لیدلای ښایي بل وارې داسې چانس و نه لري ځکه دا پېښه په هر ۱۰۵ کلونو کې یو وار تکراریږي.

دغه پېښه د مرکزي اروپا په وخت د چهار شنبې د سهار په لومړیو ساعتونو کې پېښ شوه. دغه وخت نو د زهرې سیاره د لمر په مخ کې د یوې وړوکې نقطې په ډول ښکاریده. په هغو سیمو کې چې اسمان صاف وو کیدای شوای چې دغه ننداره د لمر له راختلو وروسته د سهار تر اوو بجو پورې لیدل شوې وای.

په دې اړه دلته انځوریز رپوټ ووینئ

د المان د هوا پیژندنې د سازمان د رپوت په حواله، د دې هیواد په شرق کې اسمان صاف وو او کیدای شوای چې دغه ننداره په ښه ډول لیدل شوې وای. خو د المان د غرب اوسیدونکو دغه ننداره و نه لیدله ځکه چې اسمان وریځو نیولی وو.

یو المانۍ هوا پیژندونکی تورستن والتر، وایي: «په خواشینۍ سره ډیرو خلکو دغه ننداره و نه شوه لیدلای. وریځو ډیر ژر اسمان وپوښه.»

هغو کسانو چې دغه ننداره لیدله باید ډیر احتیاط ئې کړی وای ځکه چې ډاکتران وایي چې کیدای شي چې د هغوی سترگو ته تاوان ورسیږي. ډاکترا خلکو ته وايٍي چې په دې وخت کې ځانگړې عینکې پر سترگو کړي.

زهره زموږ په شمسي نظام کې له لمر څخه دویمه لیرې پرته سیاره ده. هغه د ځمکې او عطارد تر منځ موقعیت لري. زهره ځمکې ته تر ټولو نزدې ستوری دئ او له سپوږمۍ وروسته په اسمان کې دویمه روښانه سیاره ده.

دا چې زهره د لمر له مخې تیره شوه دې بهیر شپږ ساعته وخت ونیو. په استرالیا، نوي زیلاند او شرقي اسیا کې ډیرو خلکو دغه نندار ولیده. په دغو سیمو کې دا ننداره ډیره ښه لیدل کیده ځکه چې هلته زهره د لمر له مخې د ورځې په اوږدو کې تیره شوه.

د دغې پېښې وړاند وینه د لومړي ځل له پاره په ۱۷مې پیړۍ کې د یوهانس کپلر، له خوا وشوه. هغه یو المانۍ ستوری پیژندونکی وو.

هر چا که دغه ننداره نه وې لیدلې نو کیدای شي چې بیا دغه موقع په ژوند کې تر لاسه نه کړي، ځکه چې بل ځل زهره د لمر له مخې ۱۰۵ کاله وروسته تیریږي.

دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم