1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

زلمی رسول قطر ته روان دئ

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول د دوشنبې په ورځ قطر ته روان دئ. ددې سفر موخه د قطر له حکومت سره د سولي د خبرو اترو په اړه بحث کول دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چي په قطر کي به هغه مهال د سولي خبري اتري پيل سي چي مشري ئې د افغانستان پر غاړه وي.

د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال فرامرز تمنا د يکشنبې په ورځ (د اپريل لومړۍ) په کابل کي په يوه خبري غونډه کي د سولي په خبرو کي د افغانستان پر مشرتابه ټينگار وکړ:

«اوس پر دې باندي خبري رواني دي چي په قطر کي له طالبانو سره د سولي خبري يا دفتر پرانيستل چي په هرډول وي بايد د افغان حکومت په سلا مشورې او مشرۍ تر سره سي.»

طالبانو په دې وروستيو کي اعلان وکړ، چي نه غواړي له امريکا سره د سولي خبري اتري وکړي، ځکه د هغوی په خبره امريکايانو پر خپلو ژمنو باندي وفا نه ده کړې او نه ئې هم کوي.

اوس طالبانو د سولي د خبرو د پيلېدو له پاره له گوانتانامو زندان څخه د خپلو بنديانو د آزادولو شرط ايښی دئ.

د امریکا متحده ايالاتو ويلي دي چي له طالبانوسره به د سولي رسمي خبري اتري د افغان حکومت په مشرۍ پيلوي.

تمنا ويلي دي چي د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير ددې سفر يو هدف دادئ چي د سولي په خبرو کي د افغانستان پر رول باندي بحث وکړي.

د طالب بنديانو خلاصېدل

ويل کيږي چي هغه طالب بنديان چي له گونتانامو زندان څخه را خلاصيږي په خبرو اترو کي به برخه واخلي.

د امریکا متحده ايالاتو په مشروط ډول له گوانتانامو زندان څخه د طالب بنديانو ازادېدل منلي دي. د افغانستان د سولي عالي شورا ويلي دي چي د امريکا متحده ايالات غواړي چي له قطر څخه دا اطمينان تر لاسه کړي چي ازاد سوي طالبان به بيا په تاوتريخوالي لاس نه پوري کوي.

خو د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال وايي چي په هغه صورت کي چي دغه طالب بنديان له خپلو کورنيو سره يو ځای سي د ازادېدلو مخالفت ئې نه کوي:

«افغان حکومت په هغه صورت کي د طالب بنديانو له ازادېدو سره موافق دئ چي دغه بنديان په هر هيواد کي چي وي له خپلو کورنيو سره يو ځای سي.»

د راپورونو پر اساس ويل کيږي چي ملافضل اخند، نورالله نوري او عبدالحق وثيق د هغو بنديانو په ډله کي دي چي د قطر هيواد ته به انتقال سي.

په قطر کي له طالبانو سره د سولي د خبرو اترو موضوع په داسي حال کي توده سوې ده چي نړيواله ټولنه هڅه کوي په افغانستان کي د تاوتريخوالي په کمېدو سره خپل ځواکونه له هغه هيواد څخه وباسي.

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم