1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

ریاض پر اخوان المسلمین اعتماد نه لري

سعودي عربستان په مصر کې د پوځ له خوا د اخوان المسلین له ټکولو څخه ښکاره ملاتړ کړی دی. خو اوس پوښتنه دا ده چې ولې پر دیني اساساتو د سعودي ولاړ نظام له اخوان المسلین سره مخالفت کوي؟

Saudi Arabia's King Abdullah (R) speaks with Egypt's President Mohamed Mursi at the opening ceremony of the Organisation of Islamic Conference (OIC) summit in Mecca August 14, 2012. REUTERS/Saudi Press Agency/Handout (SAUDI ARABIA - Tags: POLITICS ROYALS) FOR EDITORIAL USE ONLY. NOT FOR SALE FOR MARKETING OR ADVERTISING CAMPAIGNS. THIS IMAGE HAS BEEN SUPPLIED BY A THIRD PARTY. IT IS DISTRIBUTED, EXACTLY AS RECEIVED BY REUTERS, AS A SERVICE TO CLIENTS

Mohamed Mursi Präsident Ägypten zu Besuch in Saudi-Arabien

د سعودي عربستان شاهي کورنۍ په ډېرې اندېښنې سره د مصر تحولاتو څاري. په تېره بيا د پوځ پر وړاندې د اخوان المسلمين سازمان مقاومت دوی له ستونزو سره مخامخوي، ځکه چې دا د دې نخښه ده چې دين او انقلاب نور په تضاد کې سره نه راځي. کارپوهوان په دې نظر دي چې دين داسې يو عنصر هم په ځان کې رانغاړي چې له هر راز کنتروله وتلی دی او نه شي مهار کېدای.

د سعودي عربستان شاهي کورنۍ لږ تر لږه په ۱۹۷۹ کال کې دغه خبره درک کړه او د هغه د مهارولو له پاره يې هڅې وکړې. د ۱۹۷۹ کال د سپتمبر په مياشت کې يوې وسله والې اسلامپالې ډلې د مکې معظمې پر لوی جومات باندې، چې د مسلمانانو تر ټولو مهم مقدس ځای دی يرغل وکړ. هلته يې په زرګونو زيارت کوونکي برمته کړل.

ډېر شمیر کسان بېرته آزاد کړای شول. خو يرغمل نيوونکو په خپل باور باندې ټينګار وکړ او ويې ويل چې د نړۍ پای يا قيامت ډېر نزدې شوی دی. د هغوی مشر جهيمان العتيبي، چې پخوا د سعودي عربستان د ملي ګارد غړی وو، وويل چې اوس د توبې ايستلو وخت رسیدلی دی. د بشریت د وروستيو ورځو د اعلان سره سره هغه بيا هم غوښتنه کوله چې سعودي شاهي کورنۍ دې راوپرځول شي او د اسلامی قوانینو بر بنسټ ولاړ نظامونه دې په عربي نړۍ کې نور پای ته ورسيږي. سعودي شاهي کورنۍ سمدلاسه غبرګون ښکاره کړ او په عين ورځ يې جومات محاصره کړ. له يرغمل نيونکو سره دغو نښتو دوې اوونۍ دوام وکړ چې ۳۳۰ انسانان په کې ووژل شول. په پای کې د العتيبي کسانو ماتې وخوړه او ځانونه يې دولت ته تسليم کړل. يو څو اوونۍ وروسته رژيم ۷۰ تنه اعدام کړل چې العتيبي هم په کې شامل وو.

پر مکې باندې یو تن برید کوونکي

پر مکې باندې یو تن برید کوونکي

دين او انقلاب

د سعودي عربستان شاهي کورنۍ د مصر د اخوان المسلمين سازمان په فعاليتونو کې هم دغه شان ګواښونه ویني، خو دغه ګواښونه د ۱۹۷۹ کاله په پرتله لږ جدي دي. د سعودي عربستان له نظره اخوان المسلمین هم خطرناکه ديني او سياسي اهداف پالي. اخوان المسلمين د ديني ښېګڼي تر څنګ ټولنيزه ښېګڼي هم غواړي. د العتيبي د جنګياليو په څېر دا سازمان هم کله چې هغوی يو کونج ته کړل شي وسلو ته لاس اچوي. له دې کبله د سعودي عربستان شاهي کورنۍ اندېښنې لري. دا چې اخوان المسلمين پخپله هم له قدرته راپرځول شوی دی، د سعوديانو په تګلاره کې کوم نقش نه لري.

هغوی له دې څخه وېريږي چې د اخوان المسلمين له مثال څخه په سعودي عربستان کې هم نقل و نه شي. له دې کبله سعودي عربستان اعلان وکړ چې که لویدیځ هېوادونه پر مصر خپلې مرستې بندې کړي، سعودی به د مصر له پوځي مشرتابه څخه مالي ملاتړ وکړي.

د اخوان المسلمين سازمان په ۱۹۲۸ کال کې د لویدیځ د غيراخلاقي ګڼل شويو جريانونو پر وړاندې د مقاومت د يو غورځنګ په توګه تاسيس شو. دغه خبره د ايرلنګن ښار د سياسي چارو څېړونکي کريستيان ولف، له دويچه ويله سره په مرکه کې وکړه.

نوموړی زياتوي چې دغه غورځنګ البته د اسلام د ډېرو ديني دريځونو په وړاندې هم بل موقف نيولی دی: «دا سازمان په اسلام کې د مقاومت د غورځنګ په توګه د الهياتو په برخه کې د ډیرو منل شويو دريځونو پر وړاندې چې وهابيت په کې هم راځي، تاسيس شوی دی. دغه سازمان په شعوري توګه د سنتی علماو له نظریو څخه فاصله نيولې ده ځکه چې هغوی ځانونه تل له حاکمو رژيمونو سره عيار کړي دي. د اخوان المسلمين په اند د علماو تعبيرونه زاړه شوي دي. اخوان المسلمين غوښتل چې په اسلامي افکارو کې نوښت راولي او هغه دولتي او ټولنيزو چارو ته وغځوي. د دې لپاره يې عصري کړنلارې عملي کولې، چې وهابیت ورسره په تضاد کې دی.»

وهابيت بيا د سعودي عربستان دولتي مذهب ګڼل کیږی. په دې ترتيب سره اخوان المسلمين داسې يو اصلاحي غورځنګ دی چې له دين څخه يې الهام اخيستی دی. د هغوی رېښې د شلمې پېړۍ پيل ته رسيږي، خو له اتيايمو کلونو راهيسې يې بيا زيات زور نيولی دی. دا هغه وخت و چې مارکسيزم او نېشنليزم يا ملتپالنه چې ډېرو د اپوزيسيون جريانونو ورباندې په عربي نړۍ کې تکيه کوله، له ناکامۍ سره مخامخ شول. دغه ايډيالوژيکه تشه د اسلامي غورځنګونو په بېلابېلو بڼو ډکه شوه. خو وهابیت چی له سعودي عربستان سره تړاو لري په دې برخه کې د یو سترې او تر اوسه پورې یوې مهم استثنا په توګه پاتې شوی دی.

د مصر پخوانی ولسمشر حسنې مبارک له شاه عبدالله سره

د مصر پخوانی ولسمشر حسنې مبارک له شاه عبدالله سره

عصري ټولنیز انتقادي غورځنګ د پرمختګ په حال

ټولنیز انتقادي افکارو هم اوسنیو اسلامي احتجاجي غورځنګونه ته لاره پیدا کړې ده. په دغو افکارو کې یوه هم د واکمنۍ د مشروعيت پوښتنه ده. دا داسې يو ټکی دی چې محافظه کاره سعودي شاهي کورنۍ يې هم نا آرامه کړې ده. په دې اړه سياسي کارپوه کريستيان ولف وايي: «اخوان المسلمين او سعودي عربستان بېلابېلې لارې تعقيبوي. د دې له پاره چې حکومتوالي ته ديني مشروعيت وروبخښي. سعودي عربستان یو شاهي نظام دی او هغه ته دینی صبغه ورکوي.»

دغه کار پوه یادونه کوي چې باالمقابل اخوان المسلمین یوه بله طرحه تعقیبوي: «اخوان المسلمين په خپلو سياسي افکارو سره سياسي مدرنتوب یا په اصطلاح سیاسی عصریت ته رسیدلی دی او د ولس د مشروعیت او خوښې بر بنسټ ولاړ حکومتي نظام ته ارزښت ورکوي. دا هغه څه دي چې سعودي عربستان یې مخالفت کوي.»

په سعودی عربستان کې ټولنیز فشار مخ په زیاتیدو دی

په سعودي عربستان کې ټولنیز او د دیموګرافیک یا د نفوس د زیاتوالي تحولاتو د سعودي شاهي نظام تر هر څه زیات له ننګونو سره مخامخ کړی دی. د سعودي عربستان د ۲۷ میلیونو اوسیدونکو څخه یو پنځمه برخه یې میلمه کارګران جوړوي چې ډیری یې له جنوب ختیځې آسیا څخه راغلي دي. د دغه هیواد د نفس نیمایي برخه له ۲۵ کلونو لږ عمر لري چې ډیر د دیجیتالو رسنیو له لاری د نړی له پیښو څخه خبرتیا پیدا کوی. په عین وخت کی د سعودي عربي خیریه پروګرامونه کفایت نه کوي چې پر ټولنیزو ستونزو لاس برتوب پیدا کړي. نو په دې وجه یو پر څلورمه برخه نفوس په بې وزلی کې ژوند کوي. د بیکاریو کچه په ۲۰۱۱ کال کې کابو ۱۱ سلنه ته رسیدلې وه. له بلې د دې هیواد په ختیځ کې د ډیرکی سنی او لږکی شعیه مسمانانو ترمنځ تاوترخوالی وار په ورا مخ پر زیاتیدو دی.

سعودي عربستان: یوه ښځه په سنتي جامو کې

سعودي عربستان: یوه ښځه په سنتي جامو کې

د منځنی ختیځ کارپوه، کریسیتیان وولف وایي: «دا ټول د دې لامل شوي دي چې د پخوا په پرتله ټولنیز فشار زیات شي.» هغه یادونه کوی چې د سعودی عربستان خلک پوهیږی چی د د دوی په پرتله د نورو دولتونو خلک له زیاتنو آزادیو خخه برخه څحه برمن دي: «هغوی هم ښایي په دې فکر کې وي چې څرنګه کولای شی چی د احتجاحونو له لاری واکمن نظام نسکور کړي.»

د دغه فشار په وړاندې د سعودي شاهي نظام د مقاومت هڅه کوي. په همدې وجه د هر هغې ډلې مخالفت کوي چې دغه نظام ته خطر پیدا کوی. وولف وایی: «په لومړي سر کي اسلامي ډلې له داسس یو مخالفت سره مخامخ دي. له هغې وروسته نور عادي سیاسیي لوبغاړیي هم چې غواړي پر نظام باندې د خبرې کولو حق ولری، ټکول کیږی.»

په اوسني وخت کې د یو پاڅون احتمال نه لیدل کیږي

دا چې په دې نزدې راتلونکې کې دې په سعودي کې هم کوم انقلاب وشي، څارونکي باور نه لري. عربي ورحپاڼه شرق الاوسط لیکی: «د سعودي نارینه واکمنه نظام لا تر اوسه کار ورکوي.»

ورځپاڼه په خپله تبصره کې یادونه کوي: «د پخوا په څير دین او د واکمنانو څخه اطاعت په سترو ارزښتونو کې راځي.»

شاهی کورنی او مختلفو قبیلو په خپل منځو کی قدرت سره ویشلی دی. پر دغی ویشې باندي اوسني نظام تکیه کړې ده. په خاصه توګه سعودیان د خلیج د نورو عربانو په څیر محافظه پال خصوصیت لري. د شرق الاوسط د ورحپانی په مقالې کې په ده اړه زیاته شوې ده: «خلک دې ته لیواله دي چې پیژندل شوي مسایل نسبت نا پیژندل شویو ته غوره والی ورکړي. د هغوی تمایل د اوسنی نظام ساتلو ته پیاوړی دی ځکه عصري او اصلاحي افکار له هغو د اوسني وضعې په هکله د فکر کولو غوښتنه کوی.»

نوموړې ورځپاڼه یادونه کوی په همدې وجه فکر نه کیږي چې «څوک دې د پاڅون په اړه فکر کی شی.»

د منځنی ختیځ کاروه وولف یادونه کوي: «که څه هم د عربي نړۍ په نورو برخو کې اسلام له اصلاح غوښتنې او بدلون غوښتې فکرونو سره لاس يو کړی دی خو دیني فکر نور له موجود نظام سره مترادف نه دی. څرنګه چې د مصر تحولاتو ښکاره کړه: هلته اخوان المسلین په پاڅون لاس پورې کړ. دا هغه څه دي چې د سعودي د واکمنانو نه خوښیږي.»