1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

روژه، د ياغيانو له پاره له عايده ډکه مياشت

روژه د مسلمانانو له پاره یوه مبارکه میاشت ده، خو دغه میاشت د پاکستاني یاغیانو له پاره له مالي لحاظه هم ډیره ارزښت لري ځکه هغوی په دغه میاشت کې له خلکو څخه ډیري پیسې ترلاسه کوي.

له دیني لحاظه روژه د مسلمانانو په منځ کې د عبادت میاشت ده. په دې میاشت کې مسلمانان پرهېزکاره، له بدو اعمالو څخه ليري او له نادارو سره مالي مرستي کوي. په دې میاشت کې ډیر مسلمانان لا ډیر ذکات هم ورکوي.

له دې کبله چې ډیر پاکستانیان پر دولتي سازمانونو باندي باور نه لري، نو غوره گڼي چې خپلي مرستي په مستقیم ډول داسې سازمانونو ته ورکړي چې هغوی یې بیا په خپله اړینو کسانو ته رسوي. که څه هم دغه شان ډیر مرستندویه سازمانونه له نادارو کسانو سره د مرسته کولو په برخه کې د پام وړ کارونه ترسره کوي، خو پاکستاني یاغیان هم په همدې میاشت کې په میلیونو پاکستاني کلدارې ترلاسه کوي، څو خپل فعالیتونه پرې تمویل کړي.

څارونکي وایي چې له القاعدې سره اړیکې لرونکي او پخپله تحریک طالبان پاکستان، د روژې په میاشت کې ډیر فعالیت کوي، څو له خلکو څخه مالي مرستې ترلاسه کړي. دغه ډلي په نورو نومونو خپل کارونه پیلوي او مرسته راټولوونکي سازمانونه جوړوي. دغه ډول سازمانونه په لومړي نظر کې قانوني ښکاري نو له همدې کبله چارواکي کولای نه شي چې هغوی وپیژني او د فعالیتونو مخه یې ونیسي.

د رسنیو د راپورونو له مخې د هغو سازمانونو په ډله کې چې کیدای شي د یاغیانو له پاره د روژې په میاشت کې پیسې راټولې کړي «فلاح انسانیت» او «جماعت دعا» دي. ویل کیږي چې دغه سازمانونه د «لشکري طیبه»، «میمار ترست»، «الرشید ترست»، «الرحمت ترست»، «جهش محمد»، «پاکستان ریلیف بنسټ»، «الاختر ترست» او نورو له پاره پیسې راټولوي.

نوي نومونه خو زړې مفکورې

په اسلام آباد کې یو ټولنیز فعال ارشاد محمود، وایي چې که څه دغه سازمانونه د حکومت له خوا بند شوي دي خو بیا هم هغوی په پاکستان کې ډیر پلویان لري. د محمود په حواله له همدې کبله دغه سازمانونه کولای شي چې ډیري پیسې راټولي کړي.

هغه وایي: «د یاغیانو هغه سازمانونه چې د حکومت له خوا ورباندي بندیزونه لگول شوي دي، د مرستندیه سازمانو په نوم فعالیتونه کوي. دولتي بندیزونه په ټولنه کې د هغوی پر جوړښت او شبکې باندې اغېزه نه کوي. هیڅ غیر مذهبي مرستندویه سازمان کولای نه شي چې له هغوی سره رفابت وکړي ځکه خلک غواړي چې له مذهبي مرستندویه سازمانونو سره مرستې وکړي.»

محمود، روښانوي چې همدا اوس هم دغه شان یو شمیر سازمانونه د پاکستاني بې ځایه شویو له پاره په جوړو شویو کمپونو کې فعال دي. دغه شان ډیر کمپونه د پاکستان په شمالي برخو کې جوړ شوي دي چې پکښې ډېر کسان د روانو پوځي عملیاتونو له کبله راټول شوي دي. محمود وایي: «ویل شوي دي چې د پاکستان حکومت یوازي د «جماعت دعا» سازمان ته په دې کمپونو کې د فعالیت اجازه وکړې ده. بل هیڅ نړیواله او هم پاکستانۍ موسسې دغو سیمو ته د تلو اجازه نه لري. دولت د جماعت دعا ملاتړ کوي.»

کارپوهان وایي چې پاکستاني سیاستوال دغه شان سازمانونه پر هندوستان باندي د فشار راوړلو له پاره د یوې پانگي په توگه گڼي. هندوستان پر پاکستان باندي تور لگوي چې په کشمیر کې د یاغیانو ملاتړ کوي، خو پاکستان بیا دغه تور ردوي.

دولتي ملاتړ

جماعت دعا د لشکر طیبه یو ښاخ دی چې بنسټ یې د حفیظ سعید له خوا ایښودل شوی وو. د دغه وگړي پر سر امریکا متحده ایالاتو لس میلیونه ډالر انعام ايښی دی. دغه دواړه سازمانونه د ملگرو ملتونو په تور لیست کې هم شامل دي. خو اوس حفیظ سعید په پاکستان کې په آزاده توگه تگ راتگ کوي او آن دولت يې هم ملاتړ کوي.

که څه هم پر دغو سازمانونو باندي بندیزونه لگول شوي دي خو هغوی په تویتر او فیسبوک ټولنیزو پاڼو کې په منظم ډول پیامونه خپروي او له خلکو څخه د مرستو غوښتنه کوي.

د امنیتي چارو کارپوه علي چیشتي، وايي چې په اصل کې باید د دغه شان سازمانونو فعالیت د پاکستان له پاره د اندیښنې وړ وای. خو هغه زیاتوي: «زه له پوځي او استخباراتي جنرالانو سره له خپلو خبرو څخه په دې موضوع پوهیږم چې هغوی غواړي له یوې لاري له دغو ډلو څخه د لوېدیځه د امتیازاتو د ترلاسه کولو په موخه کار اخلي.»

یو شمیر نور خبریالان وايي چې په پاکستان کې میشته ډلي له عربي هیوادونو څخه هم ډیرمالی مرستې ترلاسه کوي. د دغو کسانو په حواله له عربي هیوادونو څخه رارسیدونکي پیسې ډیري وې چې په مرسته یې یاغیان کولای شي په افغانستان او پاکستان کې خپل فعالیتونه تمویل کړي.