1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

روهنگيا مسلمانان څوک دي؟

په ميانمار کې روهنگيا مسلمان اقليت په نړۍ کې تر ټولو زيات ځورول شوی اقليت دی. دا چي دوی څوک دي، له بدايانو سره یې شخړه پر څه ده او د دې لانجې د هوارولو له پاره بايد څه وشي؟ د دې پوښتو ځوابونه دلته لوسلای شئ.

روهنګيا د ميانمار يو نژادي اقليت دی. د دوی زياتره یې په لويديځ راخين ايالت کې ميشته دي. روهنګيا د حکومت له خوا د دغه هيواد د اتباعو په توګه په رسميت نه دي پيژندل شوي او له لسيزو راهيسې د هيواد بدايي اکثريت له دوی سره په توپيري چلن او زور زياتي تورن دی. روهنګيا چې د ملګرو ملتونو او امريکا متحدو ايالاتو له خوا ورته د نړۍ د يوه ځوريدلې اقليت په توګه کتل کيږي، هرکال له ميانمار او يا بنګله ديش څخه له خپلو کورنيو سره ملایزيا او يا اندونیزيا هيوادونو ته چې اکثريت يې مسلمانان دي، د تښتيدو هڅه کوي.

روهنگيا ولې بې هيواده دي؟

د نړۍ کابو لس سلنه بې هيواده وګړي په ميانمار کې اوسي. په ۲۰۱۴م کال کې ملګرو ملتونو په ميانمار کې د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو هرکلی وکړ، خو د روهنگيا اقليت په اړه یې سخته اندېښنه څرګنده کړه. ملګرو ملتونو دوی ته هم د «تابعيت ترلاسه کولو د مساوي حق» د ورکړې او نورو خدماتو ته د مساوي لاس رسي غوښتنه وکړه.  خو د میانمار حکومت تر اوسه دا کار نه دی کړی او دې تقريباً ۱،۱ ميليون وګړو ته د بنګله ديش د غير قانوني مهاجرو په سترګه کتل کيږي.

د ميانمار حکومت وايي چې دوی چمتو دي روهنګيا مسلمانانو ته تابعيت ورکړي په دې شرط چی دوی ځان ته بنګاليان ووايي، هغه يوه اصطلاح چې دغه اقليت یې د ځان له پاره له کارولو څخه ډډه کوي. د راخين مشورتي کمیسيون له خوا چې مشري یې د ملګرو ملتونو پخوانې عمومي منشي کوفي عنان کوي، وويل شول: «که چیري موږ دې ستونزې ته پام ونه کړو نو دا به د نورو انسانانو د کړاو سبب هم وګرځي او په يوې امنيتي ستونزې به بدله شي او د هيواد د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په لار کې به خنډ شي.»

دې کميسیون د ميانمار پر حکومت  «د تابعيت د تائيد د پروسې له پاره د مهال ويش او يوې واضح تګلارې» د جوړولو غږ وکړ.

دغه لانجه کله په زور زياتي واوښته؟

په ۲۰۱۲م کال کې د روهنگيا اقليت او ملتپالو بدايانو ترمنځ نښتو کې څو تنو ته مرګ ژوبله واوښته او دې پيښو په لسونو زره روهنګيان مجبور کړل بنګله ديش، مالیزيا، تايلند او اندونیزيا ته پناه یوسي. د هغه وخت له جګړو را وروسته کابو ۲۰۰ زره کسان چې زياتره یې روهنګيان دي، په راخين کې په مهاجر کمپونو کې ژوند کوي.

د تير ميلادي کال په اکتوبر میاشت کې وسله والو روهنګيا پر ځينو امنيتي پوستو بريدونه وکړل او څو تنه پوليس یې ووژل. د میانمار امنيتي ځواکونو د دې په ځواب کې د ترهګرۍ ضد عمليات پيل کړل چې د بشري حقونو د څار ټولني (ايمنستي انترنيشنل) پري سختې نيوکې وکړې. دا ټولني وايي چې په دې عملياتو کې په سستماتيکه توګه جنسي تيري شوي او کورونه سوځول شوي دي.

د زور زياتي دا نوې لړۍ کله پيل شوه؟

د اګست میاشتې پر۲۵ نيټه په راخين ايالت کې هغه وخت اخ و ډبونه رامنځ ته شول چې کابو سلو مسلمانو وسله والو له بنګله ديش سره په سرحدي سيمه کې پر امنيتي ساتونکو بريدونه وکړل. د ميانمار امنيتي ځواکونه او د روهنگيا مسلمان اقليت وسله وال پر يو بل د کليو د سوځولو او ډله ایزو وژنو تورونه لگوي.

د امنيتي چارواکو په حواله تقریباً ۴۰۰ تنه وژل شوي چې زياتره یې وسله وال دي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرو چارو ادارې (UNHCR) په حواله د اګست له ۲۵ نيټې راهيسي شا او خوا ۶۰ زره روهنګيا بنګله ديش ته کډه شوي دي.

Bildkombo Bangladesh Rakhine refugees ENG

په زرونه روهنګيا د تيښتې په حال کې دي

ولې بنګله ديش د روهنګيا مهاجرو پر وړاندي سخت دريځ نيولی؟

د بنګله ديش چارواکي د روهنګيا پر وړاندې د کلک دريځ په غوره کولو سره هڅه کوي دغه هيواد ته لږ روهنگيان ور شي. د اګست د ۲۵ نيټې تر پيښو وروسته په زرونو روهنګيانو له سرحده د تيريدو هڅه وکړه خو د ناف سیند پر غاړه بند پاتې شول.

پر پوله د ميانمار د امنيتي ځواکونو او روهنګيا وسله والو ترمنځ پر نښتو سربيره د بنګله ديش امنيتي چارواکو ملکي روهنګيا چې په تښيته ول نيولي، بنديان کړي او په زور یې ستانه کړي دي.

خو د بنګله دیش حکومت پر دې چارو سربيره هم په زرونه روهنګيان بنګله دیش ته په داخليدو توانيدلي دي. دمګړۍ هلته کابو۱۵۰ زره روهنګيان په مهاجر کمپونو کې ژوند کوي.

آيا روهنګيا د افراطي کيدو په حال کې دي؟

دې شخړې په تیرو څو کالو کې يو ديني بعد خپل کړی دی او داسې رپوټونه هم ورکول کيږي چې د روهنګيا مسلمان اقليت په ليکو کې افراطيت په چټکۍ سره د خپريدو په حال کې دی.

د تير کال په دسمبر مياشت کې د بحران نړيوالې ډلې په خپل يوه رپوټ کې ويلي ول چې هغه مسلمان روهنګيا چې د ۲۰۱۶ م کال په اکتوبر میاشت کې د ميانمار پر امنيتي ځواکونو بريدونه کړې ول، له اسلامستانو سره اړيکې درلودلې.

د «حرکه الیقين»  ډلې چې د ۲۰۱۲م کال له تاوتریخوالي وروسته رامنځته شوې وه د اکتوبر د بريدونو پړه یې منلې وه او د بحران د ډلې له خوا ويل شوي چې ددغي ډلې له غړيو سره تر مرکو وروسته جوته شوې چې دوی له سعودي عربستان او پاکستان سره اړيکې لري.

United Nations - Aung San Suu Kyi (picture-alliance/AP Photo/W. Maye-E)

د سولې نوبل جایزې ګټونکې اونګ سان سوچي

ولې د نوبل د سولي جایزې ګټونکې سان سوچي د روهنګيا پر وژنه «غلې» ده؟

د نوبل د سولي جایزې پر ګټونکي اونګ سان سوچي، ځکه وار په واره فشار زياتيږي چې بايد د روهنګيا مسلمانانو پر وژنه خپل غبرګون ښکاره کړي. د بشري حقونو ټولنو چې د هيومن راټس واچ ټولنه هم پکښې شامله ده وايي چې د روهنګيا پر دې لانجه د سان سوچي چوپتيا د توجې وړ نه ده.

خو سان سوچي له يوې ستري ستونزې سره مخامخ ده. لکه څرنګه چې نوموړې د بشري حقونو يوه مخکښه فعاله ده او په لويديځ کې هم ورته په همدې سترګه کتل کيږي، نو دا د دې دنده ګڼل کيږي چې د روهنګيا په ملاتړ خپل غږ پورته کړي او د ميانمار د حکومت، اکثريت بدايانو او د روهنګيا په کمپونو کې د لمسونونو غندنه وکړي. خو هغه چې په حقيقت کې د ميانمار مشره ده نه غواړي چې د ميانمار د اکثريت بدایانو ملاتړ له لاسه ورکړي.

د میانمار ګاونډيو هیوادونو پر دې بحران څه ډول غبرګون ښوولی؟

د میانمار د حکومت له خوا له روهنګيا سره ناوړه چلن د سيمې د هيوادونو له خوا په کلکه وغندل شو. د بنګله دیش او اندونیزيا حکومتونو پر نړيوالي ټولني د میانمار پر ضد اقداماتو کولو غږ کړی. په مالیزيا او اندونیزيا کې مظاهرې ترسره شوې چې پکښې پر ميانمار د روهنګيا د «نسل وژنې» تور لګول شوی.

آيا په میانمار کې د روهنګيا «نسل وژنه» روانه ده؟

د مالیزيا حکومت او فعالان پر ميانمار د روهنګيا نژادي اقليت د «ټول وژنې» تور لګوي، خو ميانمار دا تورونه ردوي. بورس بارت، چي يو تاريخ پوه دی او په ۲۰۰۶م کال کې یې د «نسل وژنې» يا ټول وژنې پر تاريخ يو کتاب هم خپور کړې، له دويچه ویله سره په مرکه کې وويل د دې اصطلاح په کارولو کې بايد له ډيره احتياطه کار واخیستل شي.

«زما په آند دا اصطلاح هغه وخت بايد وکاروله شي چې دا واضح وي چې يو حکومت د خلکو د يوې ډلې یا د يوې برخې له منځه وړل غواړي. زه پر دې ټينګار کوم چې که څه هم چې د نړيوالو قوانینو له مخې د نسل وژنې تشريح ډيره سخته ده، خو هغه څه چې دلته روان دي هغه بايد کم ونه ګنل شي او له پام ونه غورځل شي.» 

 

آیا د روهنګيا بحران چې په سترګو ليدل کيږي، تر هغه هم زيات دی؟

د ميانمار د روهنګيا شخړې ته که په عمومي توګه وکتل شي نو دا يوه مذهبي لانجه ښکاري. خو ځينې کارپوهان وايي چې دا شخړه سیاسي او اقتصادي محرکات لري. د «جنوبي آسيا د ديموکراتيک فورم» مشر سيګفريد او وولف له دويچه ویله سره په خبرو کې وويل: «په ميانمار کې د مذهبونو خپلمنځي اړيکې ډيرې پيچلې دي. مسلمانان په ځانګړي توګه روهنګيا په يوه بدايي اکثريت ټولنه او دولت کې له يوې ډيرې ژورې ويري سره مخامخ دي. بنسټپال ادعا کوي چې د هيواد بدايي کلتور او ټولنه د مسلمانانو تر تسلط لاندې ده، ځکه دغه هيواد د بنګله دیش، اندونیزيا او مالیزيا په څير اکثريت مسلمانو هيوادونو په ګاونډ کې پروت دی.»

خو وولف وايي چې اقتصاد هم د دې شخړې يو اړخ دی. دی زياتوي :« راخين ايالت پر خپلو طبیعې زيرمو سربیره هم يو بې وزله ایالت دی.» له دې امله روهنګيا پر حکومت يو اضافي بار ګڼل کيږي.

DW.COM