1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

کلتور او هنر

روغتيا، ملګري او فوټبال

د کلي او مالت پېغلې پر «ملالۍ» را چاپېره دي، چې د «احمد» کیسه ورته وکړي. ملالۍ وایي چې «احمد» ورور یې داسې ژېړ خزان وهلی نه و، دغو بلا نېشیانو داسې کړ. هغې «جنت» او د هغه نېشه یي سړي «صمد»، «کریم»، او «زلمی» یادول.

په هرات کې د فوټبال يوه سيالي

په هرات کې د فوټبال يوه سيالي

د جنت منګولو ته احمد هغه مهال ورولوېد، چې مور او پلار به یې شام دام د هغه مشر ورور «حمید» یاداوه. حمید دا مهال بهر کې لوست کاوه. احمد ورځ تر بلې د خپګان او مایوسۍ سېل په خپلو څپو کې اخسته. هغه نه پوهېده چې ولې د حمید نوم د پلار او مور په خوله دی، خو دی څوک په سړیو کې نه شمېري! د احمد پلار ډاکتر «اخترمحمد» اریان و، چې ولې نور درملولای شي؛ خو خپل زوی ته یې لاسونه تړلي دي؟ زوی هېڅ مخ نه ورکاوه. د هغه ورځ تر بلې له کور او ښوونځي زړه تورېده.

پخوا احمد کندهار کې د فوټبال یو غوره لوبغاړی و، خو چې یوازېتوب او کور کې اهمیت نه ورکولو چلند په مخه کړ، نو لاره یې د جنت په دوزخ ور کږه شوه. دا دوزخ هماغه د نېشې اور و. کیسه داسې وه، یوه ورځ چې «صمد» نشه یي، احمد داسې یوازې او ګوښه ولید؛ نو په مکاره ژبه یې ور ته کړل: «له ما سره لاړ شه، زه به دې جنت ته ورولم، له جنت سره د هر رنځ دوا شته!»

احمد هم چې له داسې ژونده ستړی و، پښه یې وښوېده او د جنت په لومه کې ونښت. لومړی پلا یې د لشکرګاه د چرسو نشه پرې وکړه. له دې سره یې د دنیا غم له سره والوت، پورته شو، کاواکه کاواکه وخوځید، ځان یې د ویالې غاړې ته ورساوه او کښت شو اوبو ته ورولوېد.

دا مهال نو احمد نوره د فوټبال لوبه پرایښې، ښوونځي ته هم کله کله لاره ور کږوي. د کتاب خو مخ هم نه اړوي. په دې حال کې و، چې له کابله یې د اکا زوی «جلال» کندهار ته راغی. جلال په فوټبال مین و. هغه چې احمد داسې یوازې، او له دنیا ناخبره ولید، نو خپګان واخست. احمد یې د وړکتوب انډیوال و. د احمد د فوټبال لوبه ډېره ښه اېسېده. احمد ته یې وویل فوټبال لوبه خو ستا ژوند و، اوس دې څرنګه شا وراړولې؟ احمد نه ورسره غږېده، راز یې نه ورته وایه، خو جلال چېرې داسې پرېښوده.

له بلې خوا د جنت نیشه¬یي ډلې احمد خپل د سروزو چرګ ګاڼه. جنت صمد او کریم ته تانې ورکولې، چې اوس یې د قاچاق په چاره کې مزه نه شته، احمد د معتبرې کورنۍ دی او پلار یې هم ډېر کسان پېژني، نو هغه کولای شي، پرته له دې چې د پولیسو پام ورواوړي، د نشې د شیانو قاچاق مخته یوسي. یو ځل جنت په دې پلمه چې د تېرې نېشې پور ورباندې پاتې دی، احمد اړ کړ چې د پوډرو کڅوړه بازار ته ورسوي، خو هلته یې پام شو چې دوه تنه هغه له نېږدې څاري! نو بېرته وارخطا را ستون شو او ژمنه یې وکړه چې نور به نه نېشه کوي او نه به د نیشې شیانو ته لاس هم نه وروړي!

ښه شول، جلال احمد بیا له ځان سره د فوټبال لوبې ته بوته. د فوټبال د ډلې مشر قاسم، احمد له پخوا پېژانده او سم دستي یې د «اتفاق لوبډلې» ګولکیپر وټاکه. احمد او جلال په لوبه ورګډ شول. احمد بیا ډېر ښه وځلیده. جلال هم دا زېری د احمد مور او پلار ته راوړ. هغوی چې د احمد په چلند کې دا بدلون ولید؛ نو بله ورځ یې د لوبې سیالۍ ته ورغلل. جنت لاس په لاس واهه چې احمد یې ولې له لاسه ووت. صمد او کریم وپوهاو، چې د اکا زوی یې «جلال» احمد داسې بې لارې کړی؛ خو جنت وویل چې لومړی به احمد لارې ته را سموي!

احمد چې د اتفاق او پامیر لوبډلو د اتلولۍ سیالۍ ته ور روان و، جنت او نورو نشه یانو حمله پرې وکړه، خو ښه و، له سپورت سره احمد بېرته چست او چالاک شوی و. هغه ځان د نېشه¬یانو له لاسونو څخه خلاص کړ او بیا د جنت د نشیانو له برېده روغ ووت، خو ناوخته سیالۍ ته ور ورسېد.

احمد ستړی او ستومانه لوبغالي ته په رسېدو سره کتل چې قاسم د دومره ځنډ له امله سخت ورته په غوسه دی. احمد لوبې ته ورګډ شو، خو خوند یې نه و، دواړه ډلې مساوي راووتې. خبره پاینالټیو ته ورسیده. دې وخت کې و، چې د احمد په رګونو کې بیا وینه وغوړېده. هغه د پامیر لوبډلې پاینالټي ور وګرځوله او له دې سره اتفاق لوبډله اتلولۍ ته ورسېده او احمد هم د فوټبال قهرمان ستوری راووت.

نور نو پلار او مور له خوښیو په جامو کې نه ځاېدل. جلال او احمد هم د دوو وروڼو په څېر یو بل په غېږ کې ونیول. قاسم هم احمد سم وستایه. ټول خوشاله کورته راستانه شول. بله ورځ د احمد مور او پلار ښوونځي ته ور وبلل شول، د ښوونځي امر، احمد ته د ښو زده کړو په خاطر ستاینلیک ورکړ. کورنۍ خوشاله کورته را وګرځېده، چې دې وخت کې د کور ور وټکېد.

پوسته رسان و؛ پارسل یې راوړی و. د پارسل په کارتن کې د المان د فوټبال نومیالي ګولکیپر «اولیورکان» د فوټبال دستکلي احمد ته تحفه رالېږلي وې. ملالۍ چې کیسه تېره کړه، نو را چاپېرو نجونو وویل کاشکي دوی ته هم د فوټبال او نورو سیالیو چانس برابر شي. ملالۍ ووېل خېر دی، دا خبره به له پلرونو سره وکړو! له دې سره ټولې خوشاله کورونو ته ستنې شوې، چې شپې ته د تلویزیون پر پرده د احمد د تازه سیالۍ راپورتاژ وویني.

ليکونکی: انور وفا
کتونکی: نسيم صابر