1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

روسې پر لیبیا نیوکي کړي دي

روسیې د لیبیا پر حکومت تور لګولی دﺉ چي دوی د سوریې له پاڅون کوونکو څخه ملاتړ کوي. په ملګرو ملتونو کي د روسیې سفیر ویتالي چورکین، د ملي امنیت د شورا په مخکي وویل چي د ده هیواد داسي معلومات تر لاسه کړي دي چي د سوریې د انقلابیونو له خوا د روزنې مرکزونه جوړ سوي دي. ده زیاته کړې ده چې مسکو همدارنګه په سیمه کي د لیبیايي وسلو د زیاتوالي څخه هم اندېښنه لري. خو په خپله د لیبیا صدراعظم په دې اړه تر اوسه پوري څه نه دي ویلي.