1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

روسيې او اسرايلو د پوځي همکاريو تړون لاسليک کړی

اسرايلو او روسيي موافقه وکړه چي په پوځي برخو کي يو د بل سره نژدې همکاري وکړي.

روسيې د روان کال په پيل کي د 12 اسراييلي بې پيلوته الوتکو فرمايش ورکړ او د لومړي ځل لپاره يي له اسراييلو څخه پوځي تجهيزات واخيستل

روسيې د روان کال په پيل کي د 12 اسراييلي بې پيلوته الوتکو فرمايش ورکړ او د لومړي ځل لپاره يي له اسراييلو څخه پوځي تجهيزات واخيستل

د روسيې د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخه دغسي يوه موافقه پرون په مسکو کي د روسيې د دفاع وزير، اناتولي سرديوکوف او د هغه د اسرايلي همتا ايهود بارک له خوا لاس ليک سوه.

سرديوکوف د موافقې ترلاسليک کولو وروسته وويل:«د روانو ننګونو په هکله زموږ نظر او ديد سره ورته يا سره يو شان دی». هغه زياته کړه په دې اړه تروريزم اود ډله ايزو وژنو وسلي د يادوني وړ موضوعات دي.

د روسيې د دفاع وزير وويل چي روسيه په اوسني وخت کي د خپل پوځ عصري کول « په جديت او پوره ځيرتيا سره» تعقيبوي او په دې برخه کي د اسرايلو د پوځ تجربو ته اړتيا لري.

روسيې د روان کال په پيل کي د 12 اسراييلي بې پيلوته الوتکو فرمايش ورکړ او د لومړي ځل لپاره يي له اسراييلو څخه پوځي تجهيزات واخيستل.

د اسراييلو د دفاع وزير، بارک، وويل چي له دې مخکي اسرايلو له روسيې سره د تروريزم او د امنيتي مسايلو په برخه کي يوبل سره خپلي تجربې شريکي کړي دي. په دې اړه د بې پيلوټه الوتکو څخه د کار اخيستو لاري چاري هم د يادوني وړدي.

د اسراييلو او روسيې ترمنځ د پلان سوو پوځي همکاريو په هکله نورجزييات تر اوسه پوري بربڼد سوي نه دي.

پخوا له سوريې او ايران سره چي د اسراييلو سرسخت دښمنان ګڼل کيږي، د روسيي د پوځي تجهيزاتو تجارتي معاملي د مسکو او تل ابيب ترمنځ د اړيکو د خړپړتيا سبب سوي دي.

روسيه غواړي چي پر سوريې باندي پر نورو تجهيزاتو سربيره جنګي الوتکي او زرهدار نقليه وسيلي وپلوري او په اوسني وخت کي د ليري واټن ويشتونکو توغنديو د سوداګرۍ په هکله سره خبري کوي.

څو کاله د مخه روسيې او ايران د توغندۍ دفاعي سيستمونو د رانيولو يو موافقه لاس ليک کړي وه، خو تر اوسه پوري دغه وسلي ايران ته نه دي استولي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل