1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

مرکې

روتيگ: په امنيتي وضعيت کي بدلون نه دئ راغلی

کارپوهان په دې نظر دي چي د افغانستان په امنيتي وضعيت کي په ټوليزه توگه مثبت بدلون نه دئ راغلی او نه هم د دغه هيواد حکومت هغه شان دئ لکه افغانانو او نړیوالو چي ئې تمه لرله.

ايا په افغانستان کي سوله ټينگه سوې ده؟ او يا د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به د دې هيواد راتلونکې څرنگه وي؟ دغه پوښتونو ته په کابل کي د افغانستان د تحليلونکو د شبکې مرستيال المانی توماس روتيگ له دويچه ويله سره په ځانگړې مرکه کي جوابونه ويلي دي.

دويچه ويله: ښاغلی توماس روتيگ، په افغانستان کي د نړيوال پوځي ماموريت يوولس کلن فعاليتونه څرنگه تحليلوئ؟

روتيگ: ستاسو پوښتنه په افغانستان کي د نړيوالو د حضور په اړه ده، چي اوس له هغه څخه څه د پاسه لس کاله تير شوي دي. له پوځي لحاظه دغه بيلانس مثبت نه ښکاري. د ټولو هڅو او۱۴۰ زرو بهرنيو سرتيرو سره سره طالبان لا تراوسه عيني حضور لري او فعال دي. په امنيتي وضعيت کي په ټوليزه توگه مثبت بدلون نه دئ راغلي. ولسي خلک په پوځي عملياتو کي سخت تاواني شوي دي. په لومړي سر کي اکثريت افغانان د هغوی له حضور سره خوښ وه ، په دي هيله چي ښايي د هغوی په امنيتي او ټولنيز وضعيت کي بدلون راشي، خو په دي موده کي د مخالفت لمن پراخه شوي ده او دا هغه ستر تاوان دئ چي ډيري برياوي ئې تاواني کړي دي.

دويچه ويله: که تير کلونه د امنيتي سياست او ټولنيز لحاظه په افغانستان کي د شاتگ په توگه وگڼل شي، نو دغه جنگ چي په اصطلاح د «ښې جگړې» نوم ورکړل شوی وو، اوس به په يوه «بده جگړه» بدله شوې وي؟

روتيگ: د«ښې جگړې» اصطلاح د اوباما اصلطلاح وه، چي په عراق کي ئې د امريکا متحده ايالاتو له جگړې څخه توپير وشي. زموږ حکومت او زموږ عامو خلکو هم همداسي نظر درلود. د المان ولس د عراق د جگړې ملاتړ ونه کړ. هلته سر تيري وا نه ستول شول. خو افغانستان ته دا کار وشو. په لومړي سر کي خبره د جنگ نه وه. خبره د سپتمبر د يولسمي او پر امريکا متحده ايالاتو باندي له تروريستي حملو وروسته را پيدا شوه. د بوش حکومت په شمول په ټول سر کي ټول په دي فکر کي ول، چي په افغانستان کي بيرته د کار وړ يو دولت جوړ شي او دا هيواد بيرته د نړيوالي ټولني يوه برخه وگرځي. خو که چيري سړی اوس تيرو څو کلونو ته نظر واچوي د افغانستان نوی دولت نه د کار وړ دئ او نه هم هسي چي انتظار کيده اغيزمن دئ، او نه هم سړی کولای شي چي هغه ته يو ديموکرات دولت ووايي. جگړه ماران پکښي لاس برتوب لري او ډير خلک احساس کوي چي هغوی په دې دولت کي برخه نه لري. سر بيره پر دې افغان حکومت او د هغه بېلابېل ارگانونه ډير زيات له زور زياتيو څخه کار اخلي او دا د دې عامل شوي چي خلک طالبانو ته مخ واړوي.

دويچه ويله: په ۲۰۱۴ کال کي نړيواله ټولنه له افغانستان څخه وځي. د افغانستان د راتلونکي په هکله تاسي څه فکر کوي؟

روتيگ: نړيواله ټولنه، کله چي سړی د هغې ويناو ته غوږ ونيسي، وايي چي هغه له افغانستان څخه د وتلو اراده نه لري. هغه څه چي کيږي هغه د لويديځ جنگي سرتيري له دغه هيواد څخه وځي. امريکايانو ديرش زره سرتيري وايستل. تر ۲۰۱۴ کال وروسته به د ايساف اوسنی ماموريت پاته نه شي. خو ناتو به يو نوی ماموريت ولري. دا ماموريت به تر زياتي کچي په خاصه توگه د افغان ملي پوليسو او د ملي پوځ او دغه راز د استخباراتي قوتونو روزلو ته ځير وي. د ناتو پوځي روزنکي به حتي د جنگي عملياتو په وخت کي حضور ولري. د شپيگل مجلي د يو رپوټ له مخي د المان د بهرني استخباراتواداره، BND، فکر کوي چي په دغه ماموريت کي به ښايي ۳۵ زره کسان برخه ولري چي د لويديځ والو له خوا به رهبري کيږي. دا شمير لږ نه دئ، نو په دې وجه څوک بايد ونه وايي چي د وتلو خبره مطرح ده.

دويچه ويله: تاسو دغه رپوټ تر کومي اندازې واقعيت ته نزدې بولي؟

روتيگ: د دې رپوټ له محتوي څخه زه خبر نه يم، د هغه په هکله يو څو لڼد خبرونه خپاره شوي دي. دا د افغانانو له پاره يو ويرونکی انځور دئ، چي له ۲۰۱۴ کال وروسته به جگړه دوام ولري، او بيا په ځانگړې توگه د المان د بهرنۍ استخباراتي ادارې په څير يوې مؤسسې څخه چي سړی د يوې ښې معلوماتي ادارې په توگه تمه ځني کولای شي، د جگړې د دوام تصديق کوي، د داسي يو انځور په درلودلو سره څوک نه شي کولای چي د راتلونکي په هکله خوشبينه وي.

مرکه کوونکې/ وصلت حسرت نظيمي/عبدالباري حکیم
کتونکی: نجيب الله زيارمل