1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

رباني: پاکستان ټول افغان بنديان د کابل حکومت ته سپاري

د سولي عالي شورا پلاوی چي اسلام آباد ته د خبرو لپاره تللی وو له پاکستان چارواکو سره د خپلو ليدو کتو رپوټ له خبريالانو سره شريک کړ.

د سولي د عالي شورا مشر برهان الدین رباني

د سولي د عالي شورا مشر برهان الدین رباني

د دغي شورا مشر برهان الدين رباني او د شورا اجرايوي مشر محمد معصوم ستانکزي د دوشنبې په ورځ په کابل کي خبريالانو ته وويل چي له پاکستاني لوري سره يي خبري ډيري ګټوري وې او هيله يې وښوده چي اسلام آباد به له طآلبانو سره د افغان دولت د سولي له بهير سره پوره همکاري وکړي.

د سولي د عالي شورا يوه جرګه ګۍ چي له څورلسو کسانو جوړه وه د يوه څلور ورځني سفر لپاره تيره اونۍ اسلام آباد ته رسيدلي وه.

برهان الدين رباني په ټول کي اسلام آباد ته د شورا د يو شميرغړو سفر مهم وباله او زياته يي کړه چي له اسلام آباد څخه يې دا ځل په افغانستان کي د سولي د راتګ لپاره مهمي ژمني تر لاسه کړي دي.

رباني وايي دوی په خپل دغه څلور ورځني سفر کي د پاکستان له ولسمشر آصف علي زرداري، لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني، د کابيني له يو شمير غړو، د پوځ له لوي درستيز جنرال پرويز اشفاق کياني او د پاکستان د نورو گوندونو او سازمانونو له مشرانو سره کتلي دي.

د سولي د عالي شورا د مشر په وينا، ددوی سره د پاکستاني لوري په خبرو کي پوره اخلاص موجود وو او په ورته وخت کي له هغوی څخه غوښتنه وسوه چي په پاکستان کي بندي ټول افغان وګړي د کابل حکومت ته وسپاري.

رباني وايي چي کابل او اسلام آباد دواړو پر دې ټينګار کاوه چي د يو بل له همکاريو پرته په سيمه کي تل پاته امنيت او ټيکاو نسي راتلای اوله همدې امله بايد دواړه ملکونه په ګډه سره د دغي لانجې لپاره مناسبه حل لاره ولټوي.

په دغه کتنه کي پر دي هم هوکړه سوې چي د سولي د مشورتي جرګي د غونډو په دوام يوه کميټه جوړه کړای سي تر څو د سولي د رواني پروسې د چټکولو بهير له نږدي وڅاري.

د رباني په وينا، له پاکستان څخه يې په دغه ليدنه کي غوښتي چي ټول افغان بنديان هم ژر تر ژره دوی ته وسپاري او اسلام آباد دغه غوښتنه منلې ده.

د سولي د عالي شورا د مشر په خبره چي، پاکستاني لوري ته يي د سيمي د اقتصادي ودي لپاره يو شمير وړانديزونه وړاندي کړي.

اسلام آباد په دغه برخه کي د افغانستان له لاري هند ته د ترکمنستان د ګازو د نل ليکي د پروسي تر څنګ د افغانستان او پاکستان تر منځ د نړيوال ترانزيت له هوکړي خپل پوره ملاتړ څرګند کړ.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل