1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

راپور: د طالبانو سره د سولي د خبرو اترو په لاره کي د ښځو حقوق تر پښو لاندي کيږي

د بشري حقونو ټولني Human Rights Watchافغان حکومت ته خبر داری ورکړی چي د طالبانو سره د سولي د خبرو اترو د لاري د ښځو حقوق قرباني کيږي

افغاني مېرمني

افغاني مېرمني

دغه ۷۰ مخيز راپور چي د سه شبنې په ورځ په نيويارک کي خپور سوی پکښي راغلي دي چي: « افغاني مېرمني د کړکېچ پای ته رسېدل غواړي.»

په راپور کي راغلي دي چي افغاني مېرمني ددې څخه ډاريږي چي دوئ به د سولي په دغه ډول لاره کي تر ټولو لوړه بيه ورکوي.

HRW نيوکه کړې چي،طالبان د ښځو پر ضد سياست مخ ته وړي او پر ښځو باندي ظلم کوي.

راپور ليکي چي، د طالبانو تر ولکې لاندي سيمو کي ښځو ته قانوني حقوق نه ورکول کيږي او هغوئ د زده کړي او کار د حق څخه بې برخي دي.

د دغه ټولني د راپور د مخه ځکه نو اندېښنه داده چي ښايي د طالبانو سره د پخلايني په صورت کي دغه تر لاسه سوي حقوق او ازادۍ بيرته د لاسه ورکړي.

نوموړي ټولني دغه راز غوښتنه کړې چي د طالبانو مشران دي د پخوانيو جنايتونو له امله محکمې ته راکش سي.

د واشنگټن پوست ورځپاڼي د يو راپور د مخه د امریکا متحده ايالتونه د ولسمشر حامد کرزي د هغه هڅو ملاتړ کوي چي غواړي د طالبانو سره د سولي خبري اتري پيل کړي.

د راپور په خبره سولي ته د لاري د هوارۍ د پاره هڅي رواني دي تر څو د ملگرو ملتونو د تور ليست څخه د څو تنو طالب مشرانو نومونه ليري کړل سي.

ټاکل سوې ده پر دې موضوع باندي د کابل په نړيوال کنفرانس کي چي د رواني مياشتي پر شلمه نېټه په کابل کي جوړ سي خبري وسي.

ag/ زيارمل

کتونکی. ضياالحق فضلي