1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

رابرت ګېټس کابل ته رسېدلی

ګېټس د خپل سفر په پيل کي خبرداری ورکړ، چي د طالبانو پر خلاف د ناټو تر مشرۍ لاندي د نړيوالو ځواکونو د يو وروستي برياليتوب سره سره ، لا تراوسه سختي جګړي په مخکي پرتي دي...

د امريکا ددفاع وزير رابرت ګېټس

د امريکا ددفاع وزير رابرت ګېټس

ګېټس په خپله الوتکه کي مخکي له دي چي په کابل کي راکښته سي، خبريالانو ته وويل:«په دې کي شک نه سته،چي مثبت پرمختګونه روان دي، خو زه غواړم چي ووايم چي لا تراوسه هم ډير وختي دی، چي سړی د يو بشپړ برياليتوب څخه خبري وکړي.»

ګېټس په ګاوندي هيواد پاکستان کي په دي وروستيو وختو کي د طالبانو د څو تنو مشرانو د نيولو له خبر څخه خوښي څرګنده کړه، خو وويل، لا تراوسه څه ويلي نه سي ،چي په افغانستان کي وضعيت د ايتلافي ځواکونو په ګټه بدل سوی دی.

ګېټس وروسته له هغي افغانستان ته سفر کوي چي د هلمند په ولايت کي د مارجه سيمه د طالانو له واکمني څخه وايستل شوه.

ګېټس وويل، چي هغه غواړي چي نه يواځي د مارجې د عملياتو د وروستيو پايلو په هکله معلومات تر لاسه کړي، بلکي د هغه د خپلي وينا له مخه غواړي چي « د راتلونکي پسرلي، دوبي او مني د پلانونو په هکله هم نظر واچوي.»

د دفاع وزير له جمهور ريس کرزي سره هم ګوري، هغه پرون مارجې ته تللي ؤ.

په عين وخت کي نن په پام کي ؤ چي د ايران جمهور رييس محمود احمدي نژاد هم افغانستان ته سفر کړی وای، خو د ايران خبري آژانس د رپوټ له مخه، احمد نژاد خپل ننی سفر بيرته فسخه کړ. دا په تيرو درو ورځو کي افغانستان ته د دريم لوړ پوړي بهرني چارواکو سفرونه دي چي کيږي.

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل