1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د CIA او ISI مشرانو سره لیدلي دي

د امریکایي او پاکستاني چارواکو په وینا د دواړو هیوادونو د استخباراتي شبکو مشرانو په دي هوکړه کړي چی د وړاندي پرمختګ په لور به نوي ګامونه واخلي.

د امریکا د متحده ایالاتو استخباراتي شبکه CIA

د امریکا د متحده ایالاتو استخباراتي شبکه CIA

د پاکستان د استخباراتي شبکي ISI مشر جنرال شجاع پاشا په خپل دي لنډ سفر کی د امریکا د استخباراتي شبکي CIA له سرپرست مشر مایکل موریل سره لیدلي دي. د CIA یو لوړ پوړي چارواکي د نوم د نه بربنډولو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي:« د دواړم مشرانو تر منځ لیده کاته په ښه فضا کی تر سره شوي.»

دغه چارواکي زیاته کړي:« هغوي د ډیرو داسي پریکړو په سر هوکړي ته رسیدلي چی د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت په ښه کولو کي به مرسته وکړي.» خو پدي اړه یی نور جزیات ورنکړل.

په واشنګټن کی د پاکستان د سفارت یو لوړپوړي چارواکي ویلي چي دغه غونډه به د دواړو هیوادونو د استخباراتي شبکو د ملګرتیا تر منځ د انډول په ساتلو کی مرسته وکړي.

دغه چارواکي د نوم د نه څرګندولو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي:

«دواړو خواو په دي هو کړه کړي چی د استخباراتي شبکو د وړاندي پرمختګ په لور قدم کیښودل شي. دغه سفر د دواړو هیوادونو د استخباراتي شبکو تر منځ اړيکي په مکمل ډول لاري ته بیرته برابري کړي.»

د امنیتي څیړونکو په آند په دي خاص وخت کی د پاشا سفر اصلا د دواړو هیوادونو تر منځ د ترینګلتیا را ټیټول دي. د روان کال د می د میاشتي په دوهمه نیټه پلازمینی اسلام آباد ته څیرمه د امریکايي ځانګړو پوځونو په لاس د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته د دواړو هیوادونو اړیکي خورا ډیري ترینګلي شوي دي.

د پاشا دا سفر په داسی وخت کی تر سره کیږي چی امریکا متحده ایالاتو په پاکستان د ۸۰۰ ملیونو ډالرو پوځی مرسته پارچاو کړي. د ځینو څیړونکو په آند د پاشا د دي سفر اصلی موخه د پاکستان او د امریکا د متحده ایالاتو د لوړپوړو پوځی چارواکو تر منځ د ناندریو راټیټول دي.

په پام کی وه چی پاشا به د کانګرس د استخباراتي شبکي د مشر سره هم وګوري خو د وخت د کمي له امله دغه لیده کاته ونه شو.

اژانسونه / سید ریاض
کتونکي: عبدالباري حکیم

DW.COM