1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د BP شرکت ۴،۵ میلیارده ډالر د تاوان په توگه منلي دي

دوه نیم کاله وروسته له هغې چې د مکسیکو په خلیج کې د نفتو د استخراج له یوه مرکز څخه چې د برټش پټرولیم، ملکیت وو اوبو ته د نفتو د بهیدو وروسته، دغه شرکت اوس ته دې چمتووالی ښودلی دی، چې د محکمې د پریکړې پر اساس بې سارې جریمه چې ۴،۵ میلیارده ډالره ده ورکړي.د اسوشيټډ پریس د خبري آژانس په وینا پر دې سربیره دغه شرکت په نوموړې پیښه کې د نفتو د یوولسو تنو کارکوونکو د وژل کیدو له امله هم گرم گڼل شوی دی.

زیاته شوې ده چې د نوموړي شرکت پر درېو تنو رهبري کوونکي کارکوونکو باندې عریضه شوې وه. دا په متحده ایالاتو کې تر ټولو لویه جریمه ده چې په یوه شرکت باندې لگول کیږي او پر دې سربیره یو شمیر نورې ادعا گانې هم چې پر دغه شرکت لگول شوي تر څیړنې لاندې دي. د ۲۰۱۰م کال د اپریل په میاشت کې د ژورو اوبو لاندې د نفتو په دغه پایپ کې چاودنه رامنځ ته شوې وه او په متحده ایالاتو کې یې په اوبو کې د نفتو د بهیدو ناورین رامنځ ته کړی وو.