1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

د 1371 ل هجري کال د غوايي يا ثور د مياشتې 8 نېټه

د مقاومت تر ١٤ کالونو سختې جگړې وروسته د ١٣٧١ لمريز هجري کال د غوايي يا ثور د مياشتې په ٨ نېټه هغه اسلامي ځواکونه په افغانستان کې قدرت ته ورسېدل، چې په ٦٠ لسيزې کې د مجاهدينو په نامه مشهور وو.

default

صبغت الله مجددي د دوو مياشتو لپاره په ارګ کې پاتي شو

خو د هغوی د فتحې او برياليتوب شعارونه د پخوانيو افغاني مجاهدينو د بېلو بېلو ډلو تر منځ پر سړکونو او کوڅوکې د بې هدفه او پوچو جگړو سره يوځای وو.

له جمهور رئيس نجيب اله نه، چې د وطن د گوند مشر وو، اسلامي ځواکونو ته د قدرت په لاس ته ورتگ سره، هغه صلح افغانستان ته رانغله، چې له ډېرو کالونو راهيسې په دغه جگړه وهلي هېواد کې انتظار ورته ايستل کېده. په افغانستان کې سياسي او ټولنيز بحران ورځ په ورځ لويېده، داس چې د دغه بحران لويوالی د هغو کسانو د حيرانتيا سبب شو چې، پخپله په افغانستان کې د سياسي صحنې شاهدان وو.

که د خلک دموکراتيک گوند، چې وروسته د وطن د گوند نوم پرې کېښول شو، د پخواني شوروي اتحاد په مستقيم ملاتړ د افغانستان برلاسې دوديزې اړيکې تخريب کړې او په دې توگه د شلمې پېړۍ د غميزې يا تراژيدۍ سبب شو، خو مجاهدينو په ډېر لنډ وخت کې موجود بحران لا سخت کړ او په دې توگه سره يې د افغاني غميزې دوهم گام اوچت کړ.

د وطن گوند د حکومت نسکورېدو ته د ١٣٦٧ لمريز هجري کال د دلوې حوت په مياشتو کې انتظار ايستل کېده. هغه وخت چې د روسيې اشغالگرو پوځي ځواکونو ١١٥٠٠٠تنه سرتيري چې د ١٣٥٨ لمريز هجري کال د جدې د مياشتې راهيسې په افغانستان کې وو، له افغانستان نه ووتل، خو هغه څه چې د گڼ شمېر ناظرينو د حيرانتيا سبب شول دا وو، چې د کابل رژيم او په دې توگه جمهوررئيس نجيب اله وکړی شول چې پر قدرت پاتې شي.

د دغه واقعيت اصلي دليل، که څه هم ښايي مسخره وبريښي، پخپله د مقاومت گوندونو رامنځ ته کړ. د افغانستان د مقاومت جبهې له سياسي لحاظه بې اتفاقه او له عملياتي پلوه غير مطمئنې. تازه هغه وخت چې، د افغانستان د شمال د ازبکانو ټوليو جبهه بدله کړه، کوم چې د عبدالرشيد دوستم تر قوماندې لاندې وو او د شورای عالي نظار له ځواکونو سره ، چې د جمعيت اسلامي قوماندان احمد شاه مسعود يې مشري پرغاړه درلوده، صرف د يوه ټاکلي هدف د پاره سره يو ځای شول. د دې غم وخوړل شو، چې د کابل د رژيم د حاکميت جوړښت منحل شي . د ١٣٧١ کال د وري د مياشتي په ٢٧ نېټه بيا د دولت او گوند مشر نجيب اله استعفی وکوله.

Mohammed Najibullah

د ١٣٧١ کال د وري د مياشتي په ٢٧ نېټه د دولت او گوند مشر نجيب اله استعفی وکوله

وروسته تر دې چې د کابل په نړيوال هوايي ډگر کې د مخالفينو لخوا د نجيب اله د تېښتې مخنيوی وشو، په کابل کې يې د ملگرو ملتونو دفتر ته پناه وروړه. تر يوې برخې په تنهايۍ او تر يوې برخې هم د وطن د پخواني گوند له بېلابيلو فرکسيونونو سره په گډه د مجاهدينو سياسي ډلې د قدرت هغې خلا ته ننوزي، چې اوس په کابل کې منځ ته راغله.
برعکس د افغانستان د اسلامي گوندونو مشران چې د پاکستان په سرحدي ښار کې مېشته وو، په افغانستان کې د چارو د واگو په لاس اخيستو کې ځنډ کوي. هغوی د پېښو ډېر گړندي پرمختگ ته هک حيران پاتې وو. له يوه سياسي پلان پرته د قدرت په لاس کې اخيستلو ته اصلا هېڅ تيار نه وو، او په پای کې يې يو او بل ته لاره بندوله.

له يوې خوا د سعودي عربستان او پاکستان تر سخت فشار لاندې وو او له بلې خوا د افغانستان په پلازمېنې کابل کې د زورزياتي د ډېرښت د گواښ له کبله، د جمعې د ورځې په تېر ماښام د ١٣٧١ لمريز هجري کال د غوايي يا ثور د مياشتې په څلورمه نېټه د افغانستان د اسلامي گوندونو مشرانو تر منځ چې په پېښور کې مېشته وه، يوه روغه جوړه وشوه، کومه چې له سره لا په ناکامۍ محکومه وه.
دغه روغه جوړه په هېڅ صورت سره د اسلامي گوندونو د نسبي قدرت ښوونکې نه وه. هغه ځواکونه چې په پېښور کې نه وو، مگر مقاومت کې يې برخه درلوده، اصلا مشورو ته ورونه غوښتل شول.

د پاکستان د پېښور په ښار کې د يوې ٥٠ کسيزې موقتي شورا جوړېدل اعلان شول. د دغې شورا د مشر په توگه د جبهه نجات ملي لارښوود سبقت اله مجددي وټاکل شو. تر دوو موقتي مياشتو وروسته بايد شورای قيادت ته قدرت انتقال شوی وای. د دغې لارښوونکې شورا مشري، چې د افغانستان د لسو گوندونو له استازو نه جوړه وه، بايد د جمعيت اسلامي لارښوود برهان الدين رباني درلودی.

په دې توگه به برهان الدين رباني د پېښور له روغې جوړې سره سم، په عين وخت کې د افغانستان د اسلامي دولت د جمهور رئيس په توگه دنده سر ته رسوي، په داسې حال کې چې د لومړي وزير څوکۍ به د حزب اسلامي گوند يوه غړي ته ورکړل شي، خو حکمتيار له رباني سره د مخالفت لاره غوره کړه. دغه مخالفت په راتلونکو کالونو کې د افغانستان سياسي صحنه په ټاکونکې ډول سره اغېزمنه کړه.

د اسلامي گوند په برخليک جوړوونکو شخړو کې دا واقعيت د پاملرنې وړ گرزي، چې هغوی له خپلو سيالانو څخه ځانونه جدا کوي او ځانونه پخپله حقيقي مسلمانان گڼي. خو په دې برخه کې هېڅکله هم د يوه گوند لخوا د اسلام په برخه کې يو نظري بحث نه دئ شوی. له بل سره په يوه جوړوونکي بحث کې د په اصطلاح رښتينې لارې معلومول يې نه پېژندل. اصلاً د لوبې هر برخوال پر اسلام تکته کوله، بې له دې چې دقيقاً ووايي چې د ده د تفصير له مخې اسلام څه شی دئ. د دې کار د پاره ځينو د اسلام په هکله فني وړتيا نه درلوده او نورو د بېلو لو د پاره جرئت.

په واقعيت کې د پخوانيو جهادي گوندونو يو اړخيزتوب په دې کې ښکاري چې، که څه هم چې هغوی ته په يوې اوږدې وسله والې جگړې کې برياليتوب ورپه برخه شو، اما په سياسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې کوم تصور منځ ته رانه وستل شو، چې د افغانستان گڼ مليتي هېواد چې له ټولنيز، کلتوري او اقتصادي لحاظه ډېر تضادونه لري، څه ډول جوړ کړي. بې له دې چې د نظم يو ثبات تصور ولري او يا هم د هېواد د بيا ودانولو د پاره يو پلان.

د مجاهدينو مشران پر دې بخت وو، چې خپل سياسي او ځمکنی حاکميت پراخه کړي. د مجاهدينو خپل سري حاکميت چې د خلک او پرچم فرکسيونونو يې په مختلفو اتحاديو کې ملگرتيا کوله، په افغانستان کې گډوډي منځ ته راوسته، او په دې کار پخپل وار سره د طالبانو د ظالم حکومت د جوړېدو لپاره لاره پرانسته، هغه څه چې د افغانستان له هېواد نه يې د نړيوال تروريزم ، تر ټولو مخکې بيا د القاعدې د ترورستي شبکې ځاله جوړه کړه.

د مجاهدينو لخوا د افغانستان د غميزې دوهم گام د ١٣٨٠ لميريز هجري کال د مرغومي په مياشت کې د حامدکرزي د موقتي حکومت په منځ ته راوستو سره ، چې د نړيوالې ټولنې لخوا يې پراخ ملاتړ کيږي او د دموکراتيکي صلحې يوه پروسه ده، پای ته ورسېده. خو د ثابت حالت د جوړېدو لپاره خطر له منځه نه دئ تللی.

دکتور موسی صميمی
کتونکی: يحيی وردک