1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د ۲۰۱۴ کال د بابس جايزه مصري عکاس ته ورکړل سوه

د دويچه ويلي د ژوري هئيت تر دوو ورځو سلا مشورو وروسته د ويبلاگ تر ټولو غوره يا د دويچه ويله د بابس په نامه جايزه د مصر د انځورونو يوه ويبلاگ ته ورکړه. د دغو تصويرونو عکاس يو ۲۳ کلن ځوان دی.

مصری عکاس موسي اب الشامي، تل د خپلي کمرې په واسطه له نژدې څخه د خطرناکو پيښو انځورونه اخلي، که هغه د قاهرې پر سړکونو باندي خونړۍ نښتي وي او که يوه راپاريدونکې مظاهره. دغه عکاس ډير ځوان يعني ۲۳ کلن دی.

کله چي د حسني مبارک رژيم رانسکوره سو نو هغه لا محصل وو. په اول سر کي د تحصيل تر څنگه عکاسي د ده له پاره يوازي يو شوق وو. خو د هغه دغه حالت د مصري انقلاب پر وخت بدلون وموند، يعنی کله چي الشامي احساس کړه چي په داسي يوه حساس وخت کي انځورونه څومره اغېزه درلودلای سي. ده د سکايپ له لاري له دويچه ويله سره د يوې مرکې په ترڅ کي وويل:

«په اول سر کي ما دا خپله وظيفه وبلله چي دغه انځورونه واخلم او بيا وروسته متوجه سوم چي خلک مخ په زياتيدونکي ډول علاقه لري چي زما دغه اخيستل سوي تصويرونه وگوري.»

بيا نو هغه وو چي ده خپل تحصيل پريښود او د عکاسۍ ژورناليزم په برخه کي يې زده کړي پيل کړې، چي بيا وروسته پکښې ډير بريالی هم سو. ډير ژر د هغه انځورونه په نړيوالو ورځپاڼو کي چاپ سول، د بېلگې په توگه په ټايم مجله، پاريس مچ، نيويارک ټايمز او همدارنگه په رولينگ ستانس موسيقۍ مجله کي.

ده له مشهورو نړيوالو آژانسونو سره هم کار کړی دی. ده ته څو واري جايزې هم ورکړل سوي او په دې ترڅ کي د نړۍ تر ټولو ښوو عکاسانو په ډله کي راځي، چي د ځوانۍ د عمر په سر کي د هغه دغه ډول پرمختگ د پاملرني او قدر وړ دی.

الشامي د فيس بوک، تويتر او طبعاً د خپل ويبلاگ له لاري خپل د سترگو ليدلی حال د انځور په ژبه له نورو سره شريکاوه. که له يوې خوا هغه د جنگ، غم، جبر او تعقيب انځورونه خپرول، له بلي خوا يې د عادي ژوندانه په اړه لکه د يوه کوچني خندا، يا د يوه کور پر بام باندي د کالو طناب، ښې صحنې هم عکاسي کړي دي.

د ده په ډيرو انځورونو کي انسانانو ته د هغه نژديوالی تر سترگو کيږي. دی د خلکو احساسات په رښتني ډول بيانوي، د هغه عکسونه هم هغه لحظه ښکاره کوي. الشامي په دې خبره پوهيږي چي د داسي انځورونو اخيستل کوم ساده کار نه دی. هغه وايي:

«د انځورونو اخيستلو پر وخت بايد زه ډير له احتياط څخه کار واخلم، زما کمره بايد په اول سر کي څوک نه وويني، او وروسته بيا د هغو کسانو انځورونه واخلم چي له دې کار سره موافق وي.»

د گډوډۍ او اله گولي پر وخت بايد الشامي کوښښ وکړي چي څوک ورته متوجه نه سي. دی په دې پوهيږي چي ځان يې په خطر کي لويږي. خو بيا هم د هغه کمره تل لکه د هغه سترگي د تيارسی په حال کي وي. کله کله په غير مترقبه ډول يوه خطرناکه صحنه عکاسي کيږي. د مثال په ډول دی په پرلپسې ډول د يوه کس انځورونه اخلي چي ناببره يې پر سر باندي يوه مرمۍ موښلي. ده د داسي پلرونو عکسونه اخيستي دي چي خپل وژل سوي کوچنيان له يوه ځايه څخه بل ځای ته انتقالوي او يا هم ښځي پر خپلو وژل سوو مړونو باندي ژاړي.

له ژوري هئيت څخه يو هم طارق اَمر دی چي الشامي يې د خپلو تصويرونو له امله د جايزې د گټونکي په حيث وټاکه. دی وايي چي د الشامي عکسونه داسي پيښي ترسيموي چي په نورو رسنيو کي نسته. د هغه تصويرونه هرڅه بيانوي او تشريح ته يې ضرورت نه سته.

په دې ډول نو د ژوري هئيت، دغه عکاس د باب جايزې د اصلي گټونکي په توگه وټاکه. د دغې جايزي گټل به دی نورهم وهڅوي چي خپل دغه کار ته په ښه ډول دوام ورکړي.