1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د ۱۹۸۹ کال د نومبر نهمه یوه نه هیریدونکي ورځ

د ۱۹۸۹ کال د نومبر نهمه په حقیقت کې د آلمانانو او د تیرې پیړۍ بې سارې ورځ ده. نه یوازې د پخواني دیموکراتیک آلمان د وګړو، بلکه د آلمان د فدرالي جمهوریت او د اروپا له پاره هم.

دا چې څرنګه؟: د دویچه ویله سرلیکوال یا د خپرونو مسوول مدیر الکساندر کوداشېف دې پوښتنې ته په خپله تبصره کې ځواب وايي:

د ۱۹۸۹ کال د نومبر نهمه له سحر ډکه شیبه وه. د پخواني ختیځ آلمان د واکمن رژیم د سیاسي بیرو د یوه غړي د نوموړې ورځې په ماښام دې غیر ارادي او د رژیم د واکمنانو په نظر دې بدمرغې جملې «سره له اوسه د سفر د آزادۍ مقررات نافذ دي»، د برلین د دیوال د ړنګیدو زیری ورکړ. له دغه اعلان څخه لا ساعتونه تیر نه وو چې د آلمانانو او اروپایانو په ژوند کې بدلون راغې. تاریخ خپل رقم وواهه. «د آلمان دیموکراتیک جمهوریت» یا DDR چې په پخواني ختیځ آلمان کې یې خپله کمونستي واکمنې ټیینګه کړې وه، د مظاهره کوونکو او له خپلو ټاټوبوڅخه د تېښتې په حال کې خلکو د فشار له کبله له دننه څخه انفجار وکړ. د دیوال ړنګیدل د DDR د پای شیبه وه، که څه هم د آلمان یووالي کابو یوکال وروسته تحقیق وموند. یو DDR چې خپلو وګړو ته يې د سفر آزادي ورکړه، پرته له دیوال او پرته له اغزي لرونکو کټارو او پر ختیځ بلاک او د وارسا پر پکت باندې له تکیې یې پرته نور د ژوند بقا نه درلوده.

خو د ګوربا چوف تر لارښوونې لاندې پخواني شوروي اتحاد له قوت څخه د کار اخیستو څخه ډډه وکړه او د ختیځ برلین کمونست واکدارانو هم بله چاره نه درلوده. هغوی «چينايي ډوله حل» ته (د پیکینګ د آسماني سولې په میدان کې د دیموکراسۍ غورځنګ په خونړي توګه ټکول) ته زړه ښه نه کړ. د ۱۹۸۹ کال د نومبر د نهمې د آزادۍ غورځنګ په DDR کې د ۱۹۵۳، په هنګري کې د ۱۹۵۶ او په چکوسلواکیا کې د ۱۹۶۸ کال د پاڅونونو په څیر په وحشیانه توګه ونه ټکول شو. د برلین د دیوال ړنګیدل د ختیځ آلمان سوله ییز انقلاب بشپړ کړ.

نومبر نهمه د نیکمرغۍ او د خوښۍ د اوښکو د بهیدو شپه او ورځ وه. دا د آلمانانو د احساساتو او ولولې ورځ وه. دغې ورځې په دواړو خواوو ـ ختیځ او لویدیځ کې د یووالي هیر شوي احساسات او غوښتنې بیرته ژوندۍ کړې او دغه راز په ختیځ کې یې د آزادۍ غږ بیرته پورته کړ. دا په حقیقت کې یو ناڅاپي شور او هل هله وه چې د آلمانانو او برلینیانو ور په برخه شو: د نیکمرغۍ یو احساس چې موږ ټول یې هک پک حیران کړي وو.‍‍

د هغو بې سارو احساساتو یوه ورځ او یوه شپه چې پر دې واقعیت یې شهادت ورکاوه چې ۴۰ کلونو بیلتون د یو بل سره د تړاو احساس له مینځه وړی نه وو. دا ورځ زموږ پر ډیرو ناڅاپي راغله. او دې ورځې د ویلي برانت د یوې وینا هغه یوه جمله په تاریخ کې تل پاتې کړه چې ویلي یې دي: «اوس هغه څه سره یو ځای وده کوي، چې یوبل سره تړاو لري.» هو ! دا هغه یوه ګډه وده وه چې هیچا ته یې ګواښ نه کاوه، په خاصه توکه ګاونډیانو ته. سوله ییز انقلاب آلمان ته د اروپا په زړه کې ځای ورکړ.

د ختیځ آلمانانو پاڅون د کمونستي دیکتاتورۍ او د هغه یو دولت پرضد وو چې په هغه وخت کې په یو منع شوي، خو په DDR کې ډیر لوستل شوي کتاب کې هغه ته د «ټولواک او ټول اختیار دولت» نوم ورکړل شوی وو. دا د هغه یو پرانیستي او آزاد هیواد له پاره پاڅون وو چې هغه کې نور زیاتي انسان د بندیتوب احساس و نه کړي. په همدې وجه د پاڅون غټ شعار د «سفر آزادي» وو، نه دا چې دولت دې پیاړوی نه وي. او دا هم ښايي د حیرانتیا وړ وي چې د بیرته یوځای شوي آلمان په ګډه سیاسي DNA (وراثت خصوصیات) کې د آلمانانوـ که په ختیځ اوکه په لویدیځ کې دي، د یو «پیاوړي غمخور دولت» له پاره لیوالتیا زیاته ده. د «دولت پرضد» پاڅون د هغه چا پر ضد وو چې «پاس په سر» کې د قدرت انحصار یې په لاس کې نیولی وو، نه د یوې پرانیستې ټولنې له پاره.

د نومبر له نهمې څخه وروسته آلمان د احتجاجتوب، ختیځتوب او ایدولوژیک توب له لحاظه نرم هیواد ګرځیدلی او حتې سړی کولای شي چې ووايي زیات کیڼ اړخه شوی دی. او اوس هغه څوک چې له دې هیواد څخه استازیتوب کوی اوهغه څوک چې اوس دلته حکومت کوي، دواړه د ختیخ آلمان څخه دي: ولسمشر یواخیم ګاوک او صدراعظمه انګلا مېرکل. پرته له شکه چې هغوی په پخواني ختیځ آلمان کې ستر شوي او د هغه وخت له تجربو څخه اغیزمن شوي دي او دا هغه څه دي چې کله نا کله تر انتقاد لاندې پریوځي. خو سره له دې هم دلته عادي سیاسي ورځنی ژوند روان دی، چې لویدځ له ختیځ څخه نه بیلوي. کورنی یووالی له هغه څه څخه هم ډیر وړاندې او مضبوط دی چې ډیرو یې ګمان کاوه. او دا یووالی د ۱۹۸۹ کال د نومبر د نهمې د نیکمرغۍ له ګډ احساس سره پیل شوی دی.