1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د ۱۳۹۱ کال امنيتي او سياسي پيښو ته کتنه

افغانستان په ۱۳۹۱لمريز کال کې په سياسي او نظامي برخو کې د پرمختګونو او شاتګونو شاهد وو. د ناټو له غړيو هېوادونو سره د تړونو امضا کول افغانان راتلونکي ته هيله من کړل، خو ناامنيو همداراز د دغه هېواد له خلکو قرباني وغوښتله.

Afghan man walks in a street in Kabul, Tuesday, Nov. 13, 1991. Life in the Afghan capital appears normal as Soviet-sponsored negotiations between the Kabul government and opposition Mujahideen guerrillas get underway in Moscow. (AP Photo/Jerome Delay)

Afghanistan - Land und Leute

طالبانو له خپل نفوذ څخه په استفادې سره د اردو، پوليسو او بهرنيو ځواکونو په منځ کې خلک په نخښه کړل چې دا د دغو ځواکونو په منځ کې د بې اعتمادۍ سبب وګرځېد. د افغانستان د امنيتي ځواکونو تلفات هم په دغه کال کې ډېر شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، چې له ستونزو سره سره د پوليسو د مسلکي کولو تلاښونه روان دي: «تر ټولو زياتې هلې ځلې د پوليسو د ظرفيتونو په لوړولو کې کوو. دا د دې له پاره چې د پوليسو کړه وړه د افغانستان خلکو ته د منلو وړ وي.»

دغه وزارت وايي په دې کال کې نزدې۱۸۰۰ پوليس وژل شوي دي، شاوخوا ۳۰۰۰ تنه ټپيان شوي دي او د ۱۳۹۰ کال په پرتله د پوليسو تلفات ۱۵ سلنه زيات شوي دي. د تلفاتو د ډېرښت اصلي لامل د سړک غاړې بمونه بلل کيږي.

د تجهيزاتو کمی

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې په ۱۳۹۱ کال کې د ځواکونو په مسلکي روزنه کې د ښه توب راوستلو په موخه هلو ځلو ته ادامه ورکړل شوې ده. خو د هوايي ځواکونو کمی، د کشف او استخاباراتو په برخه کې ضعف او درنو وسلو ته نه لاسرسی، هغه ننګونې دي چې لا پاته دي.

د دفاع وزير بسم الله محمدي وايي: «هوايي ځواک زموږ اصلي ستونزه ده. موږ د هغې په رفع کې هڅه کوو چې اوس هم په سوو تنه په داخل او دباندي کې په پيلوټي او تخنيکي برخو کې په زده کړو بوخت دي.»

د امريکا متحده آيالاتو تر اوسه د افغانستان امنيتي ځواکونو ته جنګي جټ الوتکې او درنې وسلې نه دي ورکړې. د افغانستان حکومت ويلي دي چې د افغانستان د ملي اردو د هوايي ځواک سمبالښت د نظامي همکارۍ په سند پورې تړلې خبره ده چې ټاکل شوې په راتلونکو څو مياشتو کې به لاسليک شي.

د طالبانو نوي تکتيکونه

د «دوست-دښمن» په نوم بريدونه د افغانستان د امنيتي ځواکونو له پاره يوه بله ننګونه ده. په دغو بريدونو کې په لسګونو د ناتو سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او د افغان او بهرنيو امنيتي ځواکونو تر منځ يې د بې اعتمادۍ فضا ډېره کړې ده.

شنونکي وايي چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د وسله والو پاڅون کوونکو نفوذ او درنو وسلو ته نه لاسرسی، د افغانستان امنيت ته اصلي ننګونې دي.

سياسي پېښې

افغانستان په ۱۳۹۱ کال کې له اروپايي هېوادونو، امريکا او استراليا سره ستراتيژيک تړونونه لاسليک کړل.

شنونکي وايي چې دغو تړونو افغانان مطمين کړل چې افغانستان به بيا يوازې نه پرې ښودل کيږي.

د ولسي جرگې استازی شاه عبدالاحد افضلي وايي، چې نړيواله ټولنه به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستان سره وي: «سره له دې چې ځيني وايي چې نړیواله ټولنه به افغانستان يوازي پرېږدي، خو دا سمه نه ده. هغوی موږ يوازې نه پرېږدي. ځکه چې بهرنيو ځواکونو په افغانستان کې وينه ورکړې او پانګونه يې کړې ده.»

د سولې د بهير ادامه

د سولې له پاره او له طالبانو سره د خبرو هڅو په ۱۳۹۱ کال کې تر بل هر وخت ډېر زور اخيستی دی. د سولي د عالي شورا يوه پلاوي پاکستان ته سفر وکړ چې په پايله کې يې پاکستان ځيني بندي طالبان آزاد کړل.

خو کارپوهان وايي چې د سولې هڅو کومه نتيجه نه ده ورکړې. اسدالله سعادتي، چې د پارلمان استازی دی، وايي: «سوله هغه مهال معنی پيدا کوي چې دواړه خواوې خبرو ته چمتو شي. د څو کلنو هلو ځلو او پانګې تر مصرف وروسته، طالبان په دې ټينګار کوي چې خبرو ته حاضر نه دي.»

د پاکستان د عالمانو د شورا د رئيس څرګندونې چې ويل يې په افغانستان کې جګړه جهاد او روا ده، دغه دواړه هېوادونه يو ځل بيا سره مخامخ کړل. د افغانستان د دولت هڅه چې غوښتل يې د افغانستان او پاکستان د ديني عالمانو يوه لويه غونډه جوړه کړي، ناکامه شوه.

د افغانستان او امريکا تر منځ ترينګلتيا

د ۱۳۹۱ کال په وروستيو ورځو کې ولسمشر کرزي، امريکا او طالبان په افغانستان کې د جګړې پر اوږدولو تورن کړل. کرزي وويل چې امريکايي ځانګړي ځواکونه دې د ميدان وردگو ولايت پرېږدي او د بګرام د زندان مسئوليت دي د افغانستان حکومت ته وسپاري.

د نظر دغي څرګندونې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکي بيا خړ پړ کړل. شنونکي وايي چې داسې کړه وړه افغانستان انزوا ته راکش کوي او د افغانستان انزوا په هيڅ پلمه د دغه هېواد په ګټه نه ده.

افغانستان به په نوي لمريز کال کې د امنيتي مسئوليتونو د بشپړ لېږد شاهد وي او ولسمشريزو ټاکنو ته هم په همدغه کال کې چمتووالی نيول کيږي.