1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان بيا رغاونه

د گازو د نل ليکي د تيريدو موضوع بيا ولي سړه سوې؟

د روان کال په سر کي، د افغانستان او ټولي مرکزي او جنوبي اسيا لپاره يو ښه خبردا و، چي د افغانستان له لاري هند او پاکستان ته د ګازو د ليږد پر سرهوکړه وسوه. خو اوس خبري نوري دي.

د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان مشران او هند د تيلو وزير

د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان مشران او هند د تيلو وزير

دغه هوکړه په ترکمنستان کي د افغان او ترکمن چارواکو تر منځ وسوه چي د اقتصادي چاروکارپوهانو او عامو خلکو له هرکلي سره مله وه.

له موافقي سره سم د ترکمنستان له دولت اباده به د افغانستان هرات او کندهار ته پايپ لاين وغځيږي او بيا به د کويټي له لاري ملتان ته ورسي. له ملتانه به پايپ لاين د هند فازلکه ښار ته ورسيږي.

په دي پروژه، چي په انګليسي کي په ټرانس- افغانستان پايپلاين مشهوره ده، له ۱۹۹۵ کاله راهيسي کار پيل سوی دی، چي اوس ورته د آسيا پراختيايي بانک د اوه مليارده او شپږ سوه مليونه امريکايي ډالرو د ورکړي ټټر وهلی.

ويل کيږي چي د ګازد ليږد په سلو کي اته ګټه به افغانستان ته ورکول کيږي. د دي موافقي د پيل تاريخچه پنځلس کاله پخوا ته رسيږي، د ۱۹۹۵ کال په مارچ کي پاکستان او ترکمنستان د ګازو د انتقال په اړه يو تفاهم ليک امضا کړ.

پر هغه مهال د طالبانو له حکومت سره هم خبري وسوي چي د دغه  دوه زره کيلومتره پايپ لين له لاري به ورته ستره اقتصادي  ګټه هم رسول کيږي او ويل کيږي چي طالبانو يي هم له تيريدو سره هوکړه کړي وه.

ويل کيږي، مخکي تردي، چي طالبان په نړيواله کچه ډير بدنامه سي، ايران هم دغو کمپنيو ته اجازه نه ورکوله، چي د مرکزي اسيا ګازدي د افغانستان له لاري هند او پاکستان ته وليږدي.

ايران له روسيي وروسته د نړۍ د ګازو د زيرمو دوهم درجه لوی هيواد دی، خو له لويديځ څخه د لري والي او په تيره بيا له لويديځي دنيا سره د خرابو روابطو په وجه يي دا اميد چندان نه درلود، چي لويديځ ته په لويه پيمانه ګاز واستوي. اروپا د ګازو د اخيستلو په برخه کي روسيي ته ترجيح ورکوله.

د ايران سره ددې ويره ده چي که د مرکزي اسيا څخه د افغانستان له لاري پاکستان او هند ته ګاز وليږدي، نو ګاز به يي په دنيا کي بل لوي خريدار پيدا نه کړي.

د طالبانو د حکومت په لومړيو کلونو کي، چي لا په دنيا کي دې رژيم ته څه نا څه اميدوارۍ وې، نو خارجي کمپنيو په دې پروژه کي د سرمايه ګذارۍ لپاره هڅي کولي، خو په هغه اوله مرحله کي ايران کوښښ وکړی، چي دغه پروژه وځنډوي.

وروسته، چي طالبانو امنيت ټينګ کړ، د دوي بدنامي ددې سبب سوه، چي خارجيانو په نوموړي پروژه کي پانګوني ته زړه ښه نه کړي.

په دې ډول کلونه واوښتل او دوه زره دوهم کال راغی. ددې کال د دسمبر په اووه ويشتمه نيټه د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان د مشرانو ترمنځ د ګازو د پايپ لاين د جوړولو موافقه لاسليک سوه.

په دي موافقه باندي امريکا هم خوشحالي څرګنده کړه، ځکه له يوې خوا له افغانستان سره مرسته کيدله او له بلي خوا مرکزي اسيا د خپلو ګازو د صادرولو لپاره له روسيي او ايرانه پرته بله لاره موندله.

خو اوس د کانونو وزارت وايي چي د امنيتي ستونزو اوپه خا صه توګه په جنوب کي نا امني له امله تر ډيره بريده د دغي پروژي د ځنډ لامل سوي.

د دغه وزارت د ويندوي دفتر په وينا، که چيري دغه پروژه پلي سي نو له اقتصادي اړخه به يي افغانستان ته خورا ډيره ګټه متوجه وي.

بله خوا اوس روسيه وايي چي د مرکزي اسياد بريښنا د انتقال په برخه کي هر ډول پانگوني ته تياره ده.

د اقتصادي چارو کارپوهان په دې نظر دي، چي ددې پروژي عملي کول د افغانستان د اقتصاد لپاره ډيرښه زيری دی، خو لکه څنګه، چي د افغانستان يو شمير ګاونډيانو د طالبانو د حکومت په لومړيو کلونو کي د طالبانو په لاس ددې پروژې په تخريب کي برخه واخيسته، اوس دا امکان سته، چي د طالبانو په ذريعه د پروژي د تخريب لپاره بيا هم  اقدامات وکړي.

د افغانستان په جنوب او جنوب غرب کي به ماينونه او چاودني ددې پروژې په وړاندي د افغانانود دښمنانو واضح دسيسه  بلل کيږي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

DW.COM