1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

کلتور او هنر

د «کیلاش» اوسیدونکي خپل حقوق غواړي

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په چترال سیمه کې د «کیلاش» قبیلي خلک له خپلو حقونو څخه بې برخي دي. دغه قبیله له نزدې دوو زرو کلونو راهیسې په دغه سيمه کې مېشته ده او شمیر یې شپږو زرو تنو ته رسیږي.

د کیلاش درې اوسیدونکي اوس هم له تعلیم، روغتیا او نورو بنسټیزو خدماتو څخه بې برخي دي. اوس هغوی غوښتنه کوي چې په ولسي جرگه او ایالاتي شورا کې دې یوه یوه چوکۍ ورکړل شي، څو دوی هم قانون جوړونکو ادارو ته لاس رسی ولري او د دوی د حقونو له پاره غږ پورته کړي.

د دغې سیمي یو اوسېدونکی زرین خان کیلاشي، وايي: «په خیبر پښتونخوا کې هندوانو، سکانو او مسیحانو ته په پارلمان کې استازيتوب ورکړل شوی. په دغو کې د ځینو شمیر يې تر موږ لږ دی. پخوا به زموږ خلک ویریدل او له خپلي سیمي څخه به وتل، خو اوس داسي نه ده.»

د هغه په وینا د دوی په سیمه کې ټولي پراختیايي پروژې د غیر دولتي سازمانونو له خوا پلي کيږي او وايي چې ایالتي او مرکزي حکومت له دوی سره هیڅ هم نه کوي. د زرین خان کیلاشي په وینا یوازي د خیبر پښتونخوا د سیاحت څانگې له دوی سره د ځینو مراسمو په برخه کې مرسته کوي.

په کيلاش کي مېله

په کيلاش کي مېله



د کیلاش اوسیدونکو په درو سیمو بمبوریت، بربر او رامبور کې میشت دي. دغه سیمي چې له چترال په ۳۵ کیلومترۍ کې د افغانستان سرحد ته څیرمه پرتې دي، عام خلک یې کافرستان هم بولي. ویل کیږي چې دغسي یوه سیمه په افغانستان کې هم وه چې د کافرستان په نامه یادیده او اوس د نورستان په نوم نومول شوې ده.

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي دي چې طالبان به د کیلاش سیمې ته تلل او خلک به یې اسلام ته رابلل، خو تر دغو رپوټونو وروسته د پاکستان پوځ په دغه ځای کې امنیتي پوستې جوړي کړې.

داسي ويل کیږي چې د یونان ستر سکندر په دغه سیمه کې تیر شوی او د هغوی یو شمیر خلک په دغه ځای کې پاتې شول او کیلاشیان هم د هغوی له نسله دي.

د کیلاش خلک په دې عقیده دي، چې که د خپلو کالو او ژوند دود بدل کړي، نو د دوی په اصطلاح د دوی د خدای له خوا عذاب پر نازليږي.

دغه خلک د دې پرځای چې د کورنۍ غړی يې مړ سي دوی ماتم باندي وکړي، مړی په منځ کې ږدي او ورته رقصيږي. پخوا به دغو خلکو له مړي سره په تابوت کې خپل ټول سامان هم کښیوده، خو اوس داسي نه کوي.

د کیلاش دغه پخواني اوسیدونکي په کال کې درې وارې په بېلا بېلو نومونو جشنونه لمانځي او د ډيرو هیوادونو سیلانیان يې نندارې ته ورځي. د پسرلي په رارسیدو سره په می میاشت کې د «چلم چوست»، په جولای میاشت کې د غنمو او جوارو د لو په موسم کې «اچل» او په دسمبر کې د «چاو ماوس» په نوم د کال تر ټولو لوی جشن لمانځي او د نوي کال په خوشحالۍ کې دغه مېله یوه اوونۍ دوام کوي.

په لیرو پرتو غرونو کې پرته دغه سیمه له ټولو بنسټيزو حقوقو څخه بې برخي ده. د خیبر پښتونخوا په ایالتي شورا کې د چترال استازي سلیم خان له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «په زوره اسلام منلو ته دغه خلک له هیڅ رنگه گواښ سره نه دي مخامخ».

د کيلاش موزيم

د کيلاش موزيم



هغه ویلي دي چې «د کیلاش د خلکو له پاره د دوی تعلیمي نصاب هم نه شته، یو شمیر غیر دولتي ټولني د هغوی د تعلیم او روغتیا په برخو کې کار کوي، چې په نشت کې شمېرل کيږي.»

د سلیم خان په وینا که په پارلمان کې نه وي نو باید لږ تر لږه په ایالتي شورا کې دوی ته یوه چوکۍ بايد ورکړل شي، څو خپلي ستونزې بيان کړای شي.

په کیلاش دره کې مرستندويو ټولنو د کلتوري آثارو د خوندي ساتلو له پاره یو موزیم هم جوړ کړی دی. ویل کیږي چې کیلاشیان پر خپله عقيده ټینگ او له خپلو دودونو سره سخته مینه لري. دوی يو له بل سره په دغه لیري پرته غرنۍ سیمه کې په سوله ییز ډول ژوند کوي.