1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان بيا رغاونه

د کيوتو تړون به ډير ژير افغانستان کي پلي سي

افغانستان په رسمي توگه د کيوتو تړون (د گلخانه يي گازونو د ډيريدو د مخنيوی تړون)غړی شو. په پلان کي ده چي دغه تړون به د جون د مياشتي پر ۲۳ نېټه په دغه هيواد کي پلی سي.

(120104) KABUL, Jan. 4, 2012 () Smokes rise from a brick factory in Kabul, Afghanistan, on Jan. 3, 2012. Air pollution is becoming a serious problem in Afghanistan. (/Ahmad Massoud)(dtf)

Afghanistan Luftverschmutzung

د کيوتو تړون د انسانانو پر ژوند باندي د اقليمي بدلونونو د منفي تاثيراتو په پايله کي په ۱۹۹۷ کال کي د جاپان په کيوتو ښار کي رامنځ شو او په ۱۹۹۸ کال کي تصويب شو. تر دغه وروسته د نړی ډېر شمېر هيوادونه يې غړي شول او په ۲۰۰۵ کال کي نافذ شو.

د دغه تړون غړي هيوادونه موظف دي چي د گلخانه يي گازونو د ډيريدو خنډ وگرځي او د مضرو گازونو هغه دستگاوي له منځه يوسي چي د اوزون لايې ته زيان رسوي او د مځکي د گرمېدو سبب گرځي.

گلخانه يي گازونه لکه ميتان، کاربن دای اکسايډ او نايتروجن. د دې گازونو توليدونکي صنعتي هيوادونه دي. که څه هم افغانستان د پراختيا په حال کي هيوادنو له ډلي څخه دی چي لږ گلخانه يي گازونه توليدوي خو پر هغه سربيره يې دغه تړون لاسليک کړ.

د افغانستان د چاپيريال ساتني په ملي اداره کي د اقليم د بدلون څانگي رئيس وايي چي هيواد يې تر ډيره ځايه د صنعتي گاونډيانو له خوا د گلخانه يي گازونو د ډيروالي سره مخامخ دی.

په کابل کي د موټرو دود

په کابل کي د موټرو دود

هغه له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «افغانستان تر دې دمخه د دغه تړون په ټولو جلسو کي يې يوه استازي گډون کړی دی. خو سږ کال د چاپيريال ساتني د ادارې او پارلمان په مرسته يې دغه تړون لاسليک کړ.»

د افغانستان په سترو ښارونو کي د گلخانه يي ګازونو شتون څرګند. په کابل، جلال آباد، هرات، مزارشریف او نورو سترو ښارونو کي د دغو گازونو د توليد لاملونه د سړونکو دستګاه لکه کولر، يخچال او داسي نور دي.

د دغو گازونو د توليد يوه منبع هم د خښتو د پخولو داښونه يا کورې دي چې لوګيو یې د ښارونو فضا خړه کړې وي او يا هم ورته کارخانې، حمامونه دي.

په افغانستان کي د چاپيريال ساتني د ملي ادارې مسئول محمد حسن اميري وايي چي دغه گازونه يعنی گلخانه يي گازونه ډير تاوان رسوي. هغه له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل:

«دا ګازونه ډير مضر دي. کله چې په هوا کي خپريږي د اوزون لايې د تخریب سبب کیږی. د اوزون لايه د ځمکي اوسیدونکو له پاره د ساتني يو سپر دی چې له هوا څخه ساتنه او محافظت کوي. که چیري د اوزون لايه تخريب شي نو بيا د لمر د ایکس شعاع ځمکي ته را کښته کیږی او که د اوزون له محافظوي طبقې څخه تیره شي نو بيا د ځمکي پر سر د انسانانو او ټولو ژوندیو موجوداتو او نباتاتو ژوند ډير ستونزمن کيږي.»

د مضرو ګازونو د خپریدو په اړه وګړي اندیښنه لري،چې په څه ډول سره کیدای شي دا ګازونه لا نور هم خپاره نه شي او مخه یې ونیوله شي.

د هرات ولايت اوسېدونکي وايي، چي په دغه ولاي کي د ګلخانه یې ګازونو شتون په سړونکو د ستګاو کي د سون له موادو څخه کار اخیستل کيږي.

د دغه ولايت د چاپيريال ساتني ادارې مسئول عبدالوکیل حفيظي وایې:«زموږ اداره د ګل خانه یې ګازونو د مخنیوي له پاره څه په لاس کي نه لري. څلور کاله د مخه د آلمان هېواد د (GIZ) موسسې له خوا د دغه گازونو د مخنیوي له پاره کار اخیستونکو ته داسي دستګاوی په واک کي ورکړل شوې چې د دې مضرو ګازونو د خپريدو مخه ونیسي.»

په فضا کي د گله خانه يي گازونو راټولېدل

په فضا کي د گله خانه يي گازونو راټولېدل

د ننگرهار ولايت د چاپيريال ساتني ادارې مسئول انجینر شامحمود دويچه ويله ته وویل: «ارکندیشن کاران او يخچال جوړونکي درې کاله مخکي روزل شوي دي. دوی ته يو ډول ماشینونه ورکړل شوي دي، چې دا ماشينونه کولای شي د ګازو اچولو پرمهال مضر ګازونه په خپله په دستګاه کي تصفيه یا پاک کړي او نه پريږدي چې فضا ته خپاره شي.»

هغه زياته کړه: «يو شمېر ماشینونه یخچال جوړونکو ته په واک کي ورکړل شوي دي او دا د دې اداري فعالیت څرگندوي. هغه وسايط چې له دې ساحې څخه دباندي دي، نه شم ويلی چې دا ستونزه به پکې له منځه تللي وي او که نه.»

خو د چاپيرپال ساتني په اړه ډير وګړي په دې اند دي چې مخکي له مخکي باید د دغه سي مضرو ګازونو د مخنیوي له پاره يو لړ تدابير په پام کي ونیول شي.

د نړۍ دوه ستر صنعتي هيوادونه د امریکا متحده ايالات او چين چي د دغه گلخانه يي گازونو ډيره برخه هم توليدوي تر اوسه یې د کویتو تړون غړيتوب نه دی اخیستی او په د وروستیو کی کاناډا هم ځني وتلی دی.