1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د کيوبا د انقلاب شپېتمه کاليزه

کيوبا د تفريحي ځايونو په خاطر د سيلانيانو له پاره په زړه پوري ده. دغه هيواد ته ځيني د سوسيالستي عدالت ستره نمونه خو ځيني بيا ورته د دريمي نړۍ ديکتاتوري وايي. خو په واقعيت کي نننۍ کيوبا له دواړو انځورونو سره سمون نه خوري.

http://www.flickr.com/photos/80465909@N00/8402955911/in/photolist-dNxm3c-5dKNze-5fUCyy-24Ai9c-4vu1M6-cMRMrS-jeqKa-6efsY4-5jc4sk-8nJHmK *** Aufgenommen am 28. Januar 2012 Santiago de Cuba, Santiago de Cuba, Kuba Canon EOS Digital Rebel XSi

Heroica siempre Schild Santiago de Cuba

د فيدل کاسترو کيوبا له ډيري پخوا څخه د کيڼ اړخو ياغيانو د خوب او خيال ټاټوبی دی. د هغه انقلاب د ۱۹۵۳ کال د جولای په ۲۶ نېټه د «سنتياګو دي کيوبا» په ښار کي د مونکادا پر عسکري قشله باندي په يرغل سره پيل شو. د ۱۹۵۹ کال د جنورۍ پر لومړۍ نيټه د کيوبا د هغه وخت ديکتاتور، فولګينسيو باتيستا، وتښتيد. تر هغه وروسته فيدل کاسترو او چيګووارا له خپلو جنګيالو سره قدرت په لاس کي ونيو.

د «باتيستا» د رژيم پر ضد بغاوت په ۱۹۶۰ لسيزه کي په متحده ايالاتو کي د لوېديځ ضد نظام د يوه غورځنګ په توګه وګڼل شو. د ټولن پوهي روزا بربند هورست، په نظر کمونستي کيوبا چي د متحده ايالاتو د پانګوال سيستم په ګاوڼد کي سر را پورته کړ، ډير ژر د اروپا د هغه وخت د «اوسپنيزو ديوالونو» په دواړو خواوو کي زيات خواخوږي پيدا کړل:

«په امريکا متحده ايالاتو کي چپيانو، د لويديځ آلمان کين اړخو او تر ټولو زيات د هغه وخت ديموکراتيک يا ختيځ آلمان وګړو چي له خپل حاکم سوسيالتي نظام څخه ناراضه ول، په کيوبا کي د امپريالستي ضد آزادي بخښوونکي غورځنګ ته د خپلو نظامونو له پاره د يوه بديل په توګه کتل.»

د آلمان د ګوتينګن له پوهنتون څخه نوموړي استاده چي د کيوبا د چارو څيړندويه ده، يادون کوي چي د جنوبي امريکا د روښانفکرانو له پاره هم کيوبا يو ستر سرمشق ګرځېدلې ده.

ميرمن برندهورست وايي چي له کيوبا څخه دغه خيالي انځور د نړي د ډيرو چپيانو په ذهن کي تر نن ورځي پوري پاته دی. هغه وايي: «خو په حقيقت کي دغه خيالي انځور له نننۍ کيوبا سره ډير لږ اړيکه لري. له۱۹۹۰ لسيزي راهيسي په سوسيالستي کيوبا کي هم بدلون پيل شوی دی، که څه هم دا بدلون هسي ګړندی او تند نه دی لکه په روسيه او چين کي چي ليدل کيږي.

په اوسنۍ کيوبا کي د دي هيواد د مروجو پيسو تر څنګ امريکايي ډالر په ورځني کار و بار کي چليږي، هغه يو بدلون چي د کمونيزم او پانګوال نظامونو د نه پخلايني طلسم يې مات کړی دی. په دې سره کوچني متشبثيونو ته د آزاد کار و بار لاره هواره شوې ده. سر بيره پر دي د ۲۰۱۳ کال له پيل سره کيوبايانو ته د سفر آزادي هم ورکړه شوې ده. خو دغو ټولو بدلونو ته د آلمان په رسينو کي ډير لږ اهميت ورکړل شوی دی.

د تاريخ د څانګي محصل، مارسل کونزمن، چي د سوسيالستي او له دغو نظامونو څخه د ژغورل شوو دولتونو په هکله څېړنه کوي د کيوبا په هکله د آلماني رسنيو د رپوټ ورکولو نيمګړتياو ته اشاره کوي او وايي: «د کيوبا د بدلونو په هکله په آلماني رسنيو کي تر زياتي کچي يو اړخيز رپوټونه خپريږي. د «نننۍ کيوبا» تر نامه لاندي هغه په خپله ويب پاڼي کي هڅه کوي چي سم معلومات راټول کړي او منظم يي کړي:

«زه فکر کوم چي په دي معلوماتو سره کيدای شي چي د هر ډول ناوړه قضاوت مخه ونيوله وشي.» هغه يادونه کوي چي په رسنيو کي داسي يو انځور ښکاره کيږي چي د کيوبا له روان واقعيت سره په ټکر کي دی.

د دغه محصل په نظر، د بيلګي په توګه کيوبايي بازارونه له موادو او اجناسو څخه خالي دي، خلک څه پيدا کولای نه شي چي را يې نيسي، د ژوند سطح حتی تر ځينو افريقايي هيوادونو هم تېټه ده او سربيره پر دې خلک تر فشار لاندي دي او نه شي کولاي چي خپل نظريات په آزاده توګه بيان کړي.

ټولنه پوهه براندهورست، که څه هم له نوموړي محصل سره هم نظر نه ده، خو دا مني چي د کيوبا د بدلونونو د منفي اړخونو په هکله معلومات ډير لږ خپريږي. هغه وايي: « ټولنيز بې عدالتي، د ټولنيزي هوسايي سيستم له منځه تلل او د بېکارۍ د معاشونو کمول او هغه هم يواځي په يوه کال پوري محدودول، د تيرو دوو لسيزو د بدلونونو پايلي دي.»

برندهورست وايي: «په اروپا کي غوره ګڼل کيږي چي د پخوانۍ کيوبا حالات بيرته خپل پخواني حالت ته راشي. د کيوبا په تفريحي ځايونو کي د ښايته نجونو نڅاوي او يا د نارينه وو راټوليدل چي د تفريح، عيش او نوش ترڅنګ د خپلو تجارتي معاملو بازار تود ساتي، د کيوبا تر انقلاب مخکي د وضعيت ويندويي کوي.»

په حقيقت کي له ۱۹۹۰ لسيزي راهيسي بيرته د سيګارو «روم او رومبا» يا «کيوبايي شراب او کيوبايي موسيقۍ» کلتور بيرته راژوندي شوی دی. ښايي وجه يي دا ويي چي د شوروي اتحاد تر ړنگېدو وروسته د کيوبا رژيم هڅه کوي چي د سيلانيانو د راجلبولو له لاري خپل ويجاړ اقتصاد يو څه پر پښو ودروي او د شوروي اتحاد د مالي مرستو خلاء ډکه کړي.