1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

د کوچنيانو حقوق اوس هم نه مراعت کيږي

د1949 د بشر د حقوقو په اعلاميه کښي راغلي دي،چه ټول انسانان مساوي حقوق او آزادي ګاني لري . يعني دوی د نژاد،قوم ،ژبي،مذهب او نورو د لحاظه سره مساوي دي ،نو آيا د کوچنيانو په باب هم دغه اعلاميه صدق کوي

په فليپين کښي بندي کوچنيان

په فليپين کښي بندي کوچنيان

د ملګرو ملتو د کوچنيانود مرستندويه سازمان يونيسف مطبوعاتي ويانده هيلګا ددې دليل چه ولي د کوچنيانو د حقوقو په باب دغه تړون بايد تصويب سوی وای ،داسي بيانوي ،

« کوچنيان بالغ ندي ،اودوی ټول هغه کارونه نسي کولای چه لويان يې کوي . دوی خاصي حمايې ته ضرورت لري . او ځکه نو دوی يوه خاص داسي ماحول ته هم ضرورت لري ،چه دوی وساتي . اوددې دپاره لويان مسؤله دي چه دا کار وکي . ځکه نو دا ضروري ده ،چه کوچنيان خپل حقوق ولري ،تر څو بيا ددې غم وخوړلای سي ،چه هغه عملي هم کي . »

د تړون 54 مادې د اولي پلا دپاره د کوچنيانو سياسي - ولسي ،کلتوري ، اقتصادي او اجتماعي حقوق د يوه بين امللي تړون سره ضميمه کړل .

د کوچنيانو ددغي حقوقي معاهدې پر اساس د مځکي د کرې ټولو تر 18 کلو کښتو اوسيدونکو ،د ژوندي پاته کيدلو ،پرمختګ او حمايې ليکلي حقوق پلاس راوړل .

د ملګرو ملتو د پيدايښت ،يعني 1945 کال راهيسي د ډيرو بين امللي قراردادو تر څنګ چه تصويب سوي دي ، د کوچنيانو د حقوقو په باب تړون لږ تر لږه د کاغذ پر مخ تر ټولو په لوړ موقعيت کښي قرار لري . د يونيسف مطبوعاتي ويانده په دې باب وايي،

«د ملګرو ملتو د کوچنيانو د حقوقو تړون هغه تړون دی ،چه تر ټولو ژر او د اکثريت هيوادو لخوا تصويب سو . د امريکا د متحده ايالاتو څخه نيولې تر سوماليا پوري ټولو دغه معاهده امضأ کړيده ،او دا په دې معنی چه تړون هلته اعتبار لري . »

دا وايي چه د تړون عملي کول بيا په ټولو هيوادو کښي يو ډول ندي ،

«د يوه طرفه د کوچنيانو د حقوقو د مراعتولو دپاره شعور لوړ سوی دی . په دې منځ کښي داچه کوچنيان دي عسکرۍ ته وليږل ،يا ورباندي تيری وسي ،او يا سخت کارونه دي ورباندي وسي ، ورته د جرم په حيث کتل کيږي . خو دا طبعأ هغه پرابلمونه دي ،چه تر اوسه پوري لا هم ندي حل سوي ، او موږ بايد نور هم په دغه لار کښي ډير کار وکو . »

د کوچنيانو د حقوقود نقضولو او د هغوي د استثماريدو سره د مبارزې په خاطر په دې منځ کښي د کوچنيانو پر تړون دوې نوري ضميمې هم وراضافه سوي دي ،چه يو يې د عسکري خدمت ته د هغوی د جذبولو او بله يې د انسانانو د قاچاق او فحشا ته د مجبوره کولو پر ضد ده .

خو دغه ضميمې تر اوسه پوري د ټولو دولتو فقط دريمي حصې امضأ کړي دي .
د لويانو په نسبت کوچنيان خاصتأ د ايدس د مرض سره د مبارزې په لار کښي ډير متضرر دي . دا خبره د هغه مشترک رپوټ څخه ښکاريږي چه د 2009 عيسوي کال په سپتامبر کښي د يونيسف، د جهاني روغتيايي سازمان او د ملګرو ملتو د ايدس د پروګرام لخوا نشر سو .

د رپوټ پر اساس هغه کوچنيان چه په دغه مرض اخته دي ،په ټوله دنيا کښي نسبت لويانو ته لږ طبي مرسته پلاس راوړي . او دا هم پداسي حال کښي چه ددوا جوړولو فابريکو د يونيسف او نورو سازمانو د فشار له کبله د هغوی دپاره د ايدس مخصوصي دواوي توليد کړي هم دي . نو دا دا معنی چه د کوچنيانو حقوق 20 کاله ددوی د حقوقو په باب د تړون تر امضآ کولو وروسته لا هم سم ندي تطبيق سوي ؟ نود يونيسف مطبوعاتي ويانده هغه پدې دليل چه ډير شيان پلاس راغلي دي ،داسي نه بولي ،خو بيا هم وايي :

«د هر دوهم کوچني سره په دنيا کښي ناحقي کيږي . ډيريو ته لا ضروري شيان لکه پاکي اوبه ،سرپناه ،مکتب او يا پوره غذا نه رسيږي . »

يونيسف بيره لري چه دغه خراب حالت کيدلای سي ، د بين امللي اقتصادي بحران پواسطه نور هم خراب سي . او په همدې خاطر بايد د کوچنيانو څخه اوس په خاص ډول حمايه او ملاتړ وسي .

په هندوستان کښي د کوچنيانو حقونه څومره مراعت کيږي

د ماشوم د حقونواعلاميه حکم کوی چې ټول ماشومان بايد آزاد وی څو طبيعی ژوند، پوره خواړو، ښووني او روزني او سولي ته ورسيږی . هندوستان لکه نورو هيوادونو دغه اعلاميه يا منشور په 1992 کال کې تصويب کړی دی . د هند اساسی قانون هم د ماشومانو له حقونو څخه ساتنه کوی . خو د ماشومانو له حقونو څخه سرغړوني لاهم په دغه هيواد کې ډيري دی . ديباراتی موکرجی په دې اړه يو رپوټ لری :

سنديپ پنځه کلن وو چې هر سهار د کلی د ولډينګ کارۍ دوکان ته تله . هغه د ورځې 30 روپيې ترلاسه کولې .

په هندوستان کښي په کوچنيانو باندي کار کول

په هندوستان کښي په کوچنيانو باندي کار کول

خپله سنديپ وايی : « زه د سهار په نهو بجو کار ته تلم او د ماښام په اوو بجو بيرته کورته راتلم . کله مو چې اوسپنه په بياطی غوڅوله لاسونو او پښو مو وينه غوټه کړې وه او شنه شوی وه. د ولډينګ کارۍ رڼا مو د سترګو وړلې . کله چې مو دوکان نه وو پاک کړی، خليفه مو موږ وهلو. »

په هند او ګاونډيو هيوادونو کې ډير سنديپان سته . دا د دې لپاره چې د دغو ماشومانو پلرونه او ميندي ډير بې وزلي دي او ډير ماشومان مجبوريږی په داسې عمر چې د زده کړي وخت يې دی، د نوکری کارونه پيل کړی .

د حکومتی ارقامو له مخي د پنځو څخه تر پنځلسو کلونو د عمر خاوند 21 مليونه، ماشومان دا ډول کارونو ته مخه کوی . غير دولتی سازمانونه بيا د دا ډول ماشومانو شمير تر دې لا ډير بولی .

«کيلاش ساتی يارتی»، د « بچپن بچو اندولان» يا « د ماشومانو څخه د ساتنې غورځنګ» ريس دی . دا په هند کې د ماشومانو د ساتني له اهمو بنسټونو څخه دی .

دی وايي : «هندوستان د څو ښو قوانينو او په اساسی قانون کې د ماشومانو د حقونو او کرامت د ساتني درلودونکی دی، خو په تأسف سره د دغو قوانينو ډيری يوازي د کاغذ پر مخ دی . دغه قوانين نافذ نه دی ځکه د نافذيدو لپاره يې کومه پياوړې پريکړه نسته. او د نافذ کولو لپاره يې کوم پياوړی غورځنګ هم نسته.»

په ډيرو برخو کې اقتصادی - ټولنيز شرايط د ماشومانو له حقونو څخه د سرغړونو مسؤل دي .

«روپسن» چې د فرانسوي غير دولتی مؤسسې « ديولوپمنت» مدير دی وايي :

« په دې سيمه کې د ارزانه بيلابيلو او د ډول ډول هدفونوکارو ته غوښتنه ډيره ده . د غير رسمی کارونو يوه زياته برخه په کورونو کې کار کول، په نامنظمه سکتورونو کې د جواهراتو يا ګاڼو جوړولو او نورو داسي دايرو کې دی . او په پای کې فحشا هم په دا ډول کارونو کې راځی .»

داسې جنايتکاره بانډونه هم سته چې دا ماشومان راټولوی ، دلاري يې باسی او مجبوروی يې چې په سړکونو کې درويزه وکړی . دا ډول شيان په ډهلی، مومبيی، کلکته او د هند په نورو لويو ښارونو کې موجوددي .

خرافات او ځينی وخت هم دينی انګيرني کيدای شی چې د ماشومانو د حقونو د تر پښو لاندې کولو سبب شی . پرديپ سن اوس پنځلس کلن دی . دﺉ په راجستان کې د يوې غير دولتی مؤسسې لخوا ژغورل شويدی . دﺉ د يوې ويروونکي پيښي څخه کيسه کوی چې هلته ورته پيښه شوې وه .

په هندوستان کښي د کوچنيانو او لږ سن باندي واده کول

په هندوستان کښي د کوچنيانو او لږ سن باندي واده کول

سن وايي : «کله چې زه کوچنی وم ماته د شوم په سترګه کتل کيدل، چې کلي او کور ته بدمرغی راوړم . چا مې مور ته وويل چې ما د خدای په لار کې قربانی کړۍ . په يوه مذهبی ورځ يې زه يوه معبد ته بوتلم . زه ډير وړوکی وم چې څه وويلی شم . زما سترګې يې وتړلې . په دغه معبد کې چې روحانی وو، څو دعاوې يې ولوستلې . دوی زما تندی او نور څو ځايونه پرې کړل . دوی ته يو احساس پيدا شو او ويل يې، حتی خدای هم حاضر نه دی چې ما ومنی . له دې امله يې هماغسي له پرهارونو سره پريښودم . په بله ورځ يې زه روغتون ته بوتلم . زه له روغتون څخه وتښتيدم او اجمير ته راغلم او په هوټل کې مي په کار پيل وکړ. او په دې ډول وژغورل شوم .»

په ډيرو برخو کې يوازي اقتصاد نه دی چې هرڅه ته بدلون ورکولای شی، خو لږ تر لږه په هند کې د ماشومانو د حقونو د ساتني لپاره ټولنه هم بدلون ته اړتيا لری .

اندرياس/ديباراتی موکرجی/ سهيلا حسرت نظيمی

کتونکي : محمد قاسم نوري