1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د کونړ نجوني: د لوړو زده کړو په ارمان يو

د کونړ نجوني شکايت کوي، چي د ځينو ستونزو له کبله خپلي زده کړي تر شپږم ټولگی پوري هم نشي رسولای. دوی وايي، هغه چا چي بيا ښوونځی بشپړ کړی وي د لوړو زده کړو زمينه نه ورته برابريږي.

Women peer out of a window to look at the scene after a suicide attack in Kabul, Afghanistan, Friday Aug. 31, 2007. A suicide attacker detonated his vehicle close to the airport in the Afghanistan capital on Friday, killing at least one solider and wounding six others, officials and witnesses said. (AP Photo/Saurabh Das)

Frauen schauen aus einem Fenster in Kabul

د کونړ په کلیوالي سیمو کې نجوني خپلې زده کړې تر شپږم ټولگی پوري هم نشي رسولای، خو په مرکز اسداباد کې بيا د فاطمې په نوم د نجونو په لیسه کې ډيري داسي دي چې زده کړې يې تر دولسمه رسولي دي.

په دغه لیسه کې د یوولسم ټولگی زده کوونکې سمیه وايي، چي ډيرو همزولو يې ښوونځی ناتمامه پرې ايښی دی او دا په دې کار ډیره زوریږي او په خپله هم دومره باور نه لري، چې دا دوه کاله به ورته کورنۍ تر دولسمه د زده کړو اجازه ورکړي.

هغه وايي: «اکثره خويندي، ځيني يې په لسم کي پرېږدي ځني يې په يوولسم کي، او هغه څوک چي خلاص يې هم کړی په کورونو کي ناستي وي. د لوړو زده کړو زمينه نه ورته برابريږي.»

د فاطمې لیسې د مسئولينو په وینا اوس مهال په دغه لېسه کي په دوو وختونو کي تر څلور زره زياتي نجوني زده کړي کوي. دوی له دې ډیر رنځ وړي چې هلکانو ته د زده کړو زمینه برابریږي خو نجونې يې په ارمان په کورونو کې کښېنولي دي. د همدې لیسې یوه زده کوونکې تمنا وايي:

«دلته کورنۍ زامنو ته اجازه ورکوي چي لوړي زده کړي وکړي، خو لوڼو ته اجازه نه ورکول کيږي. دا ټول د ناپوهۍ لامل دی، چي خپلو لوڼو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کيږي.»

تمنا چې د روغتیا پالني دنده يې په زړه کې لوی ارمان دی، زياتوي چي که ښځینه ډاکتراني مو لرلای نو ولی به پردي سړي د ښځو درملنه کولای.

په کونړ ولايت کي نجونو ته د لوړو زده کړو په مخکي يو خنډ د ښځینه معليمينو نه شتون دی، چې کورنۍ نه غواړي چي نارينه دي د دوی نجونو ته صبق ووايي.

د کونړ ولايت د پوهني ادارې مسئولين وايي، چي د دغه ولايت له قومي مشرانو سره خبري پيل کړي دي، چي خپلي لوڼي ښوونځی ته ولېږي.

د دغه ولايت د پوهنې ریاست مرستیال عبد لقهار وايي، چي په ښوونځیو کې د ښځینه معلیمانو له پاره یې هڅې گړندۍ کړي دي، خو لاهم په ځیني مرکزي ښوونځیو کې نارينه نجونو ته درس ورکوي.

د یني عالمان وايي زده کړي پر ښځه او نارينه دواړو باندي فرض دي او کورنۍ باید د نجونو د زده کړو مخه ونه نیسي.

شمعه احمدزۍ/ ننگرهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل

DW.COM