1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د کولمبيا حکومت او ياغيانو ترمنځ سوله

کولمبیا د تر ۲۲۰ زرو زياتو مړو او ميليونونو انسانانو تر شړل کېدو وروسته د خپل تاريخ نوی باب پرانيزي. د کولمبيا حکومت له فارک ياغيانو سره د سولي تاريخي تړون لاسليک کړ.

Kuba Raul Castro, Juan Manuel Santos und FARC-Rebellenführer Rodrigo Londono in Havanna (picture-alliance/dpa/EPA/A. Ernesto)

د کيوبا په پلازمېنه هوانا کي د کولمبيا حکومت او فارک څلور کاله خبري اتري وکړې

د لاتين امريکا تر ټولو زياته زړه لانجه ختمه سوه. تر تقريباً ۵۰ کلونو زيات تاوتريخوالي، خواريو او شړنو وروسته د کولمبيا حکومت او د «FARC» ياغيانو تر منځ د سولې تړون لاسليک سو.

د کولمبيا ولسمشر خوان مانويل سانتوس او د دغه هیواد د انقلابي جنګياليو يا (FARC) د مشر رودريګو لوندونو جيمنڅ چې په «تيموشېنکو» مشهور دی، په کارتاګېنا ښار کي د سولي پر تړون خپل لاسليکونه وکړل. د کولمبيا ولسمشر سانتوس د ځانګړو مراسمو پر وخت وويل چي د سړې جګړې اصلي پای د سولې دغه تړون دی.

۲۲۰ زره وژل سوي او ۶ ميليونه شړل سوي

ولسمشر سانتوس پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي: «زه نن تاسو ته ويلای سم چی موږ په کولمبيا کي د يوه نوي سهار د خوشالۍ شاهدان يو چي زموږ د تاريخ يو نوی باب او په دغه هيواد کي سوله ده.» د فارک ياغيانو بیا ليکلي: «جګړه پای ته رسېدلې، راځئ چي اوس موږ ټول د سولې له پاره کار وکړو.»

سانتوس له بي بي سي سره په مرکه کي ويلي دي: «يو داسي هيواد چي پکښي د تيرو ۵۰ کلونو په جريان کي جګړه روانه وي، هغه يو داسي هيواد دی چي خپل ارزښتونه، اصول او ټولنيز جوړښتونه يې تباه کړي وي.» ولسمشر وويل چي دا به څو کلونه ونيسي چي ټولنه له دغې جګړې وروسته بېرته راحت سي.

له۱۹۶۰مو کلونو راهيسي په کولمبیا کي د حکومت، يو شمېر چريکي ياغي ډلو او د ښې اړخو نيمه پوځي ملېشو تر منځ جګړه روانه وه. په دغه جګړه کي تر ۲۲۰ زره زيات انسانان ووژل سول او تقريباً شپږ ميليونه نور له خپلو ټاټوبو او سيمو څخه وشړل سول.

د فارک ياغي ډلې او د کولمبيا حکومت تر منځ د سولي تړون د رسمي لاسليک کېدو مراسمو ته ګڼ شمېر نړیوال مشران حاضر سوي ول. په راغلو مشرانو کي د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون ته هم انتظار کېدی. د دواړو اړخونو مرکچيانو د سولي تړون له پاره د کيوبا په منځګړيتوب څلور کاله خبري اتري وکړې. د دغه تړون له مخي به د فارک تقريبا ۸۰ زره ياغيان خپلې وسلې په ۲۸ زونونو کي تسليم کړي.

د سولې تړون له مخي د کولمبيا حکومت ځان مکلفوي چي په دغه هيواد کي به يو شمېر ژوري ستونزي اواروي. په دې ترڅ کي به حکومت و ميليونونو شړل سوو بزګرانو ته د هغوی مځکي او پټي بېرته ورکوي. د مځکې پر لانجه په ۱۹۶۴م کال د فارک ياغي ډلې د رامنځ ته کېدو لامل سوې وه.

ولسپوښتنه د اکتوبر پر دويمه

د کولمبيا وګړي د سولي تړون لاسليک کېدو ته د يوې تاريخي پيښي په سترګه ګوري. په دې ترڅ کي د سولي تړون د لاسلیک مراسم په ښارونو کي په ژوندۍ توګه پر لويو فلمي پردو وښودل سول. دا د دې له پاره چي د کولمبيا ټول ولس د دغو مراسمو شاهد او ګډونوال وي.

خو دغه تړون به يوازي په هغه صورت کي عملي کيږي چي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د اکتوبر دويمه نېټه) په ولسپوښتنه کي له هرو درو کولبيايانو څخه دوه يې په حق کي رايه واچوي. تر فارک وروسته د ياغيانو دوېمي ستري ډلي (ELN) هم د دغي ورځي له پاره د اوربند اعلان کړی دی. د دغي ډلي يو وياند ويلي دي چي له سولي پروسې سره د کومک په مقصد به د هغوی ډله «هيڅ تعرضي فعاليتونه» نه کوي.

له (ELN) سره هم خبري اتري

د فارک ياغيان غواړي چي په راتلونکي کي د يو سياسي غورځنګ په شکل خپل اهداف تعقيب کړي. په دغه تړون کي د ځانګړي قانون له مخي د تر سره سوو جنايتونو په ترڅ کي حد اکثر د ۸ کلونو بند سزا ټاکل سوې ده. ددې تر څنګ د مځکو د عادلانه وېش او د مخدره توکو پر ضد مبارزه هم د تفاهم برخه ده. اقتصاد پوهان اټکل کوي چي د سولي په تړون سره به د کولمبيا اقتصاد وده وکړي.

کيڼ اړخه ياغې ډلې (ELN) هم له حکومت سره د بې وسله کېدو په تړاو خبري اترې پېل کړي دي. دغه ډله تقريبا ۱۵۰۰ وسله وال لري. خو حکومت د ټولو يرغمل نيول سوو کسانو د خوشي کېدو شرط ايږدي، تر دې دمخه چي د سولي خبري اترې پېل سي.

د ترهګرو ډلو ليست

د فارک او کولمبيا حکومت تر منځ د سولي تړون تر لاسليک کېدو وروسته اروپايي اتحاديې د فارک ډله د ترهګرو ډلو له ليسته ايستلې ده. د بهرنيو چارو له پاره د اروپايي اتحاديې مسؤلې فېدریکا موگريني ويلي دي چي کولمبيا «نوري نړۍ ته د هيلي یو پيغام ورکوي.»

موگريني د دې تر څنګ وويل چي اروپايي اتحاديه د يو ځانګړي صندوق پر جوړېدو کار کوي چي تر ۶۰۰ ميليونو يورو پوري به پکښي راټولي کړل سي. د هغې په وينا د دغه صندوق په جوړېدو کي زيات غړي هيوادونو ونډه اخلي. هغې وويل چي د تړون د عملي کېدو په صورت کي به له دغه صندوق څخه مرستي وسي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم :

DW.COM