د کنړ ولایت د سولې د شورا مشر ووژل شو | افغانستان | DW | 06.04.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د کنړ ولایت د سولې د شورا مشر ووژل شو

یوه ځانمرګي برید کوونکي د جمعې په ورځ د کنړ ولایت د سولې د شورا مشر او د هغه زوی وواژه. پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د نوموړی چارواکی د جمعې له لمانځه وروسته خپل کور ته روان وو.

د کنړ د د ولایت د سولې د شورا مشر محمد هاشم منیب، د پخوانیو جهادي قوماندانانو له جملې څخه وو. د کنړ د امنیې قوماندان ویلي دي چې د برید اصلي هدف هم پخپله محمد هاشم وو. هغه زیاته کړې ده: «هغه د جمعې له لمانځه څخه د کور په لور روان وو چې ورباندې برید وشو.»

له دویچه ویله (المان غږ) سره په یوه ځانګړې مرکه کې د کنړ ولایت والي سید فضل الله واحدي، وویل چې د برید پر مهال له مولوي منیب سره د هغه دوه ساتونکي هم موجود ول. هغه زیاته کړه چې د مولوي منیب دواړه ساتونکي لومړۍ ټپیان شول او بیا ئې له ډلې څخه یو تن ومړ چې د منیب زوی وو.

د ښاغلي واحدي په خبره مولوي منیب له کوم وگړي سره شخصي دښمني نه درلوده. هغه وویل چې ډیر وخت په داسي بریدونو کې د بهرنیو لاس وي ځکه چې د هغه په خبره ډیر کسان د افغانستان د سولې له بهیر سره مخالف دي.

د پېښې یوه عینې شاهد د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې برید کوونکی او پخپله منیب د چاودنې په پایله کې ټوټه ټوټه شوې ول.

د کنړ ولایت له پاکستان سره ګډه پوله لري چې وخت نا وخته پکښې د وسلوالو فعالیتونه او بریدونه تر سترګو کیږي. د افغانستان د سولي د شورا پخوانۍ مشر برهان الدین رباني، هم تیر کال د یوه ځانمرګي برید کوونکي له خوا د هغه په کور کې ووژل شو. منیب پخپله هم د حزب اسلامي یو پخوانی قوماندان وو.

د سولې د عالې شورا یوه غړی محمد موسی ستانکزي، هم پېښه منلې ده. هغه ویلي دي: «هغه يو ډیر با نفوذه وګړی وو. هغه ډیر مخالفین د سولې له بهیر سره یو ځای کړي ول. هغه د سولې د دښمنانو له خوا وژل شوی دﺉ.»

سید فضل الله واحدي دویچه ویله ته وویل چې اوس د کنړ په ولایت کې حالات عادي دي. هغه زیاته کړه چې د کنړ ولایت به سولې ته د رسیدو له هدف سره تر دې پېښې وروسته هم متعهد پاته شي او په دې لار کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دویچه ویله، اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم