1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د کندوز د پيښي په اړه لا ډيري پوښتني تر اوسه بې ځوابه پاته دي

د بیلګي په توګه څه شی د دې تصميم لامل وګرځېد؟ یا څومره ولسي خلک د دې حملې قربانيان دي؟ او آیا ددې هوايي حملې پر ځای کومه بله لاره چاره هم وه که نه؟...

په کندوز کي بمبارد سوي ټانکر موټران

په کندوز کي بمبارد سوي ټانکر موټران

دغو پوښتونو ته ځواب ورکول ښایی څو ورځي وخت ونیسی. دغه انتظار په خپله ناوړه دی، ځکه په یوه خړه پړه فضا کی هغه تباه کونکی انګیرنی چی له دغی پیښی څخه را پیدا شوی دی نوری هم زیاتوی.

خو دا پیښه ځینی پیغامونه له ځان سره لری:

لومړی دا چی داسی ښکاری چی په افغانستان کی د ایتلاف تر منځ اختلاف له هغه څخه زیات ژور وی چی مخکی له دی ګمان کیده. په ښکاره توګه د آلمان پوځ په واشنګتن او لندن کی د خپلو متحدینو له خوا تر نیوکو لاندی نیول کیږی - او هغه هم مخکی له دی چی د پلټنی نتایج په رسمی توګه وړاندی شی. او همدا ډول د آلمان د پوځ له خوا دا تورونه شدت پیدا کوی چی د امریکا متحده ایالاتو پوځیان قصدا نادرسته معلومات خپروی تر څو په افغانستان کی د آلمان د ماموریت د خدمت اعتبار ته تاوان ورسوی.

دغه شخړه د ډله ایزو رسنیو له خوا خپریږی او سړی کولای شی چی په یقین سره ووایی چی له دی لاری په افغانستان کی عامه خلکو غوږ ته رسول کیږی، هغه شخړه چی عواقب یی روښانه دی: د دیموکراسی په پروسی باندی د افغانستان د خلکو باور کمزوری کیږی، هغه یو باور چی په دغه جګړه ځپلی هیواد کی د دیموکراسی د بریالیتوب لپاره یو اساسی شرط دی. کله چی طالبان دا اوری نو له خوښی او خوشحالی په جامو کی نه ځایږی، په حقیقت کی د ایتلاف د متحدیحنو تر منځ رامنځ ته شوی بحث د طالبانو د پروپاګند ژرندی کی د اوبو تندول دی.

د پیښی دوهم پیغام څه دی: د افغانستان په شمال کی چی تر یوه وخت له امن څخه برخه منه سیمه ګڼل کیده ، طالبانو شته والی پیدا کړی.

هغه ځواکونه چی د دغی سیمی د امنیت باید خوندی وساتی، داسی ښکاری چی په دی آند وی چی یواځي د سختو هوایی بریدونو له لاری کیدای شی چی هغه تأمین کړی. دا هغه یو تصور دی چی نه د آلمان د پوځ او نه د افغانستان د سیمه ایزو امینتی ځواکونو په نسبت باور پیاوړی کولای شی.

د پیښی دریم پیغام:

د بیا رغاونی د عسکرو په توګه د آلمان د پوځ حیثیت ته دی پیښی سخت تاوان واړاوه، هغه یو تاوان چی عواقب یی د وړاند وینی وړ نه دی. کیدای شی د آلمان د پوځ پر ضد بریدونه تند شی. په افغاسنتان او آلمان کی عامه ولس ښایی د یاغیانو پر ضد د مبارزی او د جګړی تر منځ سم توپیر ونه شی کړای. سر بیره پر دی، د آلمان د پارلمانی ټاکنو روانه مبارزه کی د افغانستان له موضوع خخه استفادی سره احساساتی بحثونه ښایی نور هم تند کړای شی.

دا ټول یاد شوی پیغامونه یوه څه ته د ذهر په څير تاوان رسوی او هغه د افغانستان پرمختیا ده. بی اتفاقه متحدین یوی خواته، د ولسی وګړو مخ پر زیاتیدو قرباني او له دی ویجاړ حالت څخه ګټه اخیستونکی طالبان بلی خواته: دا هغه یو حالت نه دی چی جمهور رییس حامد کرزی ته دی ښه زیری ورکړی چی د دوهم ځل لپاره دی د قدرت پر څوکی تکیه وکړی، حتی که ټاکنی هم وګټي.

د آلمان په انتخاباتی مبارزه کی د آلمان د افغانستان ماموریت پر سر شخړه د وړاندی وینی وړ ده، خو کومه ګته نه کوی. ځکه له دی شعار سره چی له «افغانستان څخه دی آلمانی سرتیری وایستل شی»، کیدای شی ځینی ګوندونه پری یوه څه رایی وګټی، خو دا د هندوکش د غرو په لمنه کی د پروت هیواد د راتلونکی لپاره په اوسنی وخت کی د ځغملو وړ پلان نه دی.

هغه څوک چی په افغانستان کی د طالبانو د یو نوی رژیم د جوړیدو خطر ځان باندی منی، هغه دی یو ځلی د هغوی د واکمنی دوره په یاد کړی. په راتلونکو څو ورځو کی د سپتمبر یولسمه د دی لپاره ښه موقع ده. د نهمی/يولسمی د نیټه ښایی د ایتلاف د متحدینو لپاره یو ځل بیا ښه پیغام وی چی په افغانستان کی اصلی دښمن څوک دی.

Golte, Sybille/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل