1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان بيا رغاونه

د کندهار موزيم نن او پرون

د کندهار موزيم د پرانيستلو نېټه او بنسټګر معلوم نه دى، خو ويل کيږي هغه وخت چي وزير محمد گل خان مومند په کندهار کي تنظيمه رئيس وو، د ښاروالۍ تحويلدار د نورو توکو ترڅنګ د وزير محمد اکبر خان يوه جوړه کالي هم ساتلي ول.

د تاريخي رواياتو له مخي دا کالي وزير محمد اکبر خان په هغه ورځ اغوستي ول، چي ميکناټن يې وواژه.

تر ۱۳۳۴هجري لمريز کاله پوري د کندهار موزيم يوشمير اثار د ښاروالۍ په تحويلخانه کي همداسي ګډوډ پراته ول، چي يوکال وروسته د وخت نائب الحکومه عبدالغني خان په سپارښتنه د موزيم او ښاروالۍ له پاره ادارې بېلي سوې.

په دې کال کي موزيم ته يو څه وده ورکړله سوه، خو يو کال وروسته کندهار موزيم د ښووني او روزني وزارت په وړانديز د هيواد د نورو موزيمونو په شان په دغه وزارت پوري وتړل سو.

په دغه وخت کي ځينو قومي مشرانو او قلموالو٣٠ قلمه اثار کندهار موزيم ته وسپارل.

د قبر ډبري

د قبر ډبري

په١٣٥١ کال کي يو شمير تاريخي اثار له بازار څخه دغه موزيم ته رانيول سول او ١٧ قلمه د يو شمير کسانو له خوا په کندهار کي مرسته وسوه.

په ١٣٥٣ کال کي د اطلاعاتو کلتور وزارت له خوا سپارښتنه وسوه، چي د کندهار موزيم ته دي ځانګړې ودانۍ جوړه او اثار دې په هغه ودانۍ کي د نندارې له پاره کښېښودل سي. خو له بده مرغه پرله پسې انقلابونو د کندهار موزيم هم څو ځله چور او د اور په لمبو کي وسوځاوه.

د دويم وار له پاره په ١٣٨٣ کال کي د کندهار د اطلاعاتو کلتور رئيس مرحوم عبدالمجيد بابي له خوا يو وار بيا د کندهار موزيم د فعالولو له پاره هڅي پيل سوې.

اوس کندهار موزيم ځانګړې ودانۍ لري، چي ٥٠٠ قلمه بېلا بېلا اثار د نندارچيانو مخ ته ايښوول سوي دي.

د کندهار د تاريخي ابداتو امر عزيز احمد عزيز وايي، چي په ياد موزيم کي داسي اثار سته، چي تر دوه نيم زره کاله قدامت لري او ان د کابل په موزيم کي لا هم داسي اثار نه سته:

«هغه مهال، چي وزير سيد مخدوم رهين کندهار ته راغلى وو، نو د موزيم د ليدني پرمهال يې يادونه وکړه، چي کندهار موزيم د ولايتي موزيمونو په چوکاټ کي لومړى مقام لري او داسي اثار پکښي سته، چي په کابل موزيم کي لا هم نه سته. دغه اثار موږ ته د منډيګک له پنځه زره کلني او د سکندري مقدوني له جوړي سوي نارنج ماڼۍ څخه په لاس راغلي دي. خلک هم راسره مرسته کوي او ځيني د قاچاق پر وخت، چي نيول کيږي، هم موږ ته سپارل کيږي.»

د هغه په قول، په دې وروستيو کي ٢ داسي د قبر ډبرين پوښونه د قاچاق وړونکو څخه په لاس ورغلي دي چي خپل ځان ته ځانګړى ارزښت او جوړښت لري.

د عزيز په خبره، قاچاق وړونکو غوښتل دغه دوه مهم تاريخي اثار د کندهار له لاري ګاونډيو هيوادونو ته د خرڅلاو له پاره انتقال کړي:

«دغه د قبر ډبرين پوښونه دي، چي هر يو د قاچاق وړونکو له خوا د دروندوالي له امله پرمنځ پرې سوي او غوښتل يې پاکستان هيواد ته يې قاچاق کړي. دا نږدې زرکاله تاريخي ارزښت لري، چي په ډبره کي بېلا بيلي ليکني او مېناتورۍ انځور سوي دي.»

http://dw.de/p/1CsLi

خاورين لوښي او مجسيمه

عزيز زياتوي، وزارت ته يې رسمي مکتوب لېږلى دی، څو ځيني لرغونپوهان ورته راوليږي او دغه موجود اثار له نږدې وګوري، د تاريخ اصلي دوره يې معلومه او د پېژندني کارت ورکړي، چي په دې ډول به د کندهار په موزيم کي د پرتو اثارو درنښت نور هم زيات سي.

اوسمهال په کندهار موزيم کي لرغوني مجسمې، زړې وسلې، خاورين لوښي، د پسول ګاڼې، پخوانۍ سکې، د اغوستلو جامې، قلمي نسخې او ډېر نور بېلا بېل لرغوني اثار هغه څه دي، چي هره ورځ د پوهنتون په لسونو محصلان، د ښوونځيو زده کوونکي، ليکوالان او د لرغونو توکو مينه وال يې نندارې ته ورځي.