1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ټاکني

د کرزي د ولسمشرۍ دورو ته لنډه کتنه

له حامد کرزي سره په لومړي سر کي د نړيوالو زياتي هيلي تړلي وې. خو هغه په اخر کي د هغوی د ناهيليو سبب سو. ليکن کرزي د افغانستان له پاره برياوي لرلې.

کرزی د ۲۰۰۱مېلادي کال په دسمبر مياشت کي د آلمان د بون په کانفرانس کي د افغانستان د انتقالي ادارې د رئيس په توګه وټاکل سو. د طالبانو رژيم تر راپرځول کېدو او په کابل کي د نوي حکومت په راتلو سره د افغانستان د بيارغوني په اړه زياتي هيلي پيدا سوې. خو د کرزي د ولسمشرۍ په وروستيو وختونو کي د بهرنيانو او افغانانو يو شمېر هغه هيلي چي له ده سره تړلي وې، پوره نه سوې. اداري فساد او له پاکستان سره اړيکي د هغو موضوعاتو دوې بېلګي دي چي کرزي پکښي پرمختګ ونه کړای سوای.

کرزی، د يووالي او ادغام ضامن؟

په افغانستان کي د آلماني بنسټ فريډريش اېبرټ مشره آډرينه ولټرسډورف، وايي چي کرزي ته يوه ډېره ستونزمنه سياسي دنده سپارل سوې وه. نوموړې زياتوي: «هغه (کرزی) په دې وتوانېد چي تر لسو کلونو زيات وخت پر قدرت پاته سي. دا ښايي په نړۍ کي تر ټولو مشکله سياسي دنده وي.»

ولټرسډورف وايي چي په داسي يوه هيواد لکه افغانستان، چي د دسيسو په برخه کي مشهوره دی پر واک پاته کېدل يوه لويه خبره ده. هغه زياتوي:

«کرزی په حقيقت کي د تاکتيک نابغه دی» ځکه چي وتوانېد، د ټولو ډلو د واک غوښتنيو سره سره بيا هم هغه توازن وساتلای سوای چي ده ته متمرکز وو. کرزي د بېلګي په توګه اسمعيل خان هغه وخت چي په هرات کي خپلسره کارونه پيل کړل، هغه يې د خپلي کابيني غړی کړ او له هرات څخه يې وايست.

د کرزي په ولسمشرۍ کي د قدرت پر سر د دلچسپيو د احساس توازن ساتل کېدل د دې لامل سو چي په دغه هيواد کي د بيارغونې يو شمېر کارونه تر سره سي. د بېلګي په توګه په تيرو لسو کلنو کي ګڼ شمېر نجونو وکولای سول چي ښونځيو ته ولاړي سي. په دغو کلنو کي په افغانستان کي پوهنتونونه تأسيس سول او د رسنيو په برخه کي هم ډېر پرمختګ وسو.

هيلي په ناهيليو بدلي سوې

د کرزي په دوره کي پر يو شمېر برياليتوبونو سربيره په لومړي سره کي په هغه پوري تړلي هيلي په ناهيليو بدلي سوې. د وخت په تېرېدو سره افغانانو هغه ته د امريکا د يوه ګوډاګي په سترگه کتل پېل کړل. حامد کرزی د ۲۰۰۴مېلادي کال په ټاکنو کي په لوی اکثريت سره بريالی سو.

خو د ۲۰۰۹مېلادي کال په ټاکنو کي هغه یوازي د ادعا سوو پراخو درغليو له کبله وتوانېد چي رايي تر لاسه کړي. کله چي ټاکني دوهم پړاو ته وغځېدلې نو د کرزي سيال کانديد عبدالله عبدالله له ټاکنو څخه احتجاجاً لاس پر سر سو او په دې توګه ولسمشر کرزی د دوهم وار له پاره د افغانستان ولسمشر سو. په دغه وخت کي د افغانستان امنيتي وضعه لا کړکېچنه سوې وه، طالبان بيا منظم سوي او پر کرزي د امريکايانو اعتماد راکم سوی وو.

کرزی په ۲۰۰۲ کال کي

کرزی په ۲۰۰۲ کال کي

کله چي له بهرنيو ځواکونو څخه افغانانو ته د واک د انتقال پروسه پېل سوه نو د کرزي په چلن کي خودسرۍ را څرگندي سوې. د هغه چلن نور اټکل کېدلای نه سوای، چي له دې امله په يو شان انزوا کي واقع سو. د ډيرو افغانانو د کرزي دا خبره نه خوښېدله چي طالبانو ته به يې د ورونو خطاب کاوه. کرزي پر طالبانو د سولي ږغ کاوه خو هڅو يې کومه نتيجه ور نه کړه.

د لوېديځ تېروتنه

د سولي او جګړې کارپوه او د آلمان د زرغون ګوند پخوانی سياستوال وينفريډ ناختوای، وايي چي کرزی په ټولو ناکاميو کي يوازي پړ نه دی. نوموړی زياتوي: «هميشه دا هڅه کيږي چي د دغو (ناکاميو) د زياتي برخي پړه پر افغان اړخ او په زياته بيا پر افغان ولسمشر واچول سي. خو په دې کي دا خبره له پامه غورځول کيږي چي په لومړيو کلنو کي لوېديځ په زياتو موضوعاتو کي ولسمشر کرزی يوازي پرې ايښی وو.»

د دغه کارپوه په خبره د کرزي تر زياتو هلو ځلو او غوښتنو وروسته ناټو په ۲۰۰۶مېلادي کال کي دې ته چمتو سول چي د افغانستان په سويل کي د امنيت ساتنې دنده پر غاړه واخلي. د ناختوای په وينا هغه وخت ډېر ناوخته سوی وو او طالبان په بېرته منظم کېدو کي ترمخه لا بريالي سوي ول. دا يو له هغو وجوهاتو څخه ول چي کرزی يې په خپل دريځ کي و بدلون ته اړ ايستی.

حامد کرزی چي په هکله يې فکر کيږي، د امريکا متحده ايالاتو په مرسته پر قدرت راغلی، په آخر وخت کي يې تر زياتي کچي واشنګټن ناراضه کړ. هغه په دې دليل چي حامد کرزي نه غوښتل له واشنګټن سره دوه اړخيزه امنیتي تړون لاسليک کړي. دا چي کرزي ولي دغه دريځ خپل کړ په هکله يې بېلابېل نظرونه سته.

په افغانستان کي د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون رئيسه سيما سمر وايي: «د کرزي دا چل ډېر ښه زده دی چي په مخفي توګه غچ واخلي.»

ډيری افغانان او دغه راز لوېديځوال د افغانستان د راتلونکي ولسمشر په هکله زياتي هيلي لري. ټاکل سوې ده چي د اپريل مياشتي پر پنځمه نېټّ به په افغانستان کي د ولسمشرۍ ټاکني ترسره او په نتيجه کي به يې د ولسمشر کرزی ځای ناستی وټاکل سي.

هغه درې کانديدان چي په هکله يې فکر کيږي چي د بريا زیات چانسونه لري، درې سره وايي چي له امريکا سره به امنيتي تړون لاسليک کړي. خو دغه کانديدان دا هم وايي چي له طالبانو سره به د سولي د خبرو اترو له پاره هلي ځلي هم وکړي.

سيما سمر وايي چي د کرزي یوه پياوړتيا دا وه چي هغه د مختلفو نظرونو خاوندان پر يوه ميز باندي سره کښېنولای سوای او مځګړيتوب يې کولای سوای.

په کابل کي د آلماني بنسټ فريډريش اېبرت مشره آدرينه ولټرسډورف بيا وايي: «دا چي کرزی د يوه يووالي رامنځ ته کوونکي په توګه څومره مهم کس وو، زما په فکر په آينده کي به روښانه سي.»