1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د کرزي د حکومت ۱۳ کاله، لاس ته راوړنې او نیمگړتیاوې

په پام کې ده چې د دوشنبې په ورځ افغان ولسمشر حامد کرزی، واک خپل ځای ناستي اشرف غني احمدزي ته وسپاري. په تیرو ۱۳ کلونو کې چې حامد کرزي د افغانستان رهبري کوله، په دغه هیواد کې ډیر بدلونونه رامنځ ته شوي دي.

د ولسمشر کرزي حکومت په کابل کې د مجاهدینو د جگړو پر پاته ویجاړیو او د طالبانو پر خرابیو پېل شو او افغانستان داسې یو استثنایي حالت تر لاسه کړ تر څو دغه خرابۍ آبادې کړي. د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ نړیوال ائتلاف د پوځي حضور تر څنگ، د حکومت د جوړولو له پاره د ولسمشر حامد کرزي له حکومت سره په میلیونونو ډالر مرسته وکړه.

په تیرو دیارلسو کلونو کې د پلازمېنې کابل او ولایتونو څیرو د بیا رغاونې له نظره تغیر وموند، خو د سیاسي چارو کارپوهان وایي، چې حامد کرزي و نه شو کړای چې له دغو مرستو څخه په اغیرمنه توگه استفاده وکړي.

په ولسي جرگه کې د کندز ولایت د خلکو استازې فاطمه عزیز په دې نظر ده چې د دغو مرستو په واسطه یو شمیر زورواکان لا پسې پياوړي شول: «د ښاغلي کرزي په حکومت کې د زرواکانو له پاره زمینه برابره وه چې چاق لا پسې چاق شي، خو هغه څه چې د خلکو له پاره ترې گټه واخیستل شوه ډیره کمه وه. تاسو وینئ چې زیاتره خلک په نا امنۍ کې ژوند کوي او د بې وزلۍ تر کرښې کښته قرار لري.»

په تیرو دیارلسو کلونو کې کابل او ولایتونو د بیا رغاونې له نظره بله څیره خپله کړې

په تیرو دیارلسو کلونو کې کابل او ولایتونو د بیا رغاونې له نظره بله څیره خپله کړې

امنیت، چې ټینگ نه شو

د حامد کرزي د ولسمشرۍ په لومړیو ورځو کې افغانستان نه پولیس درلودل او نه اردو. افغانستان د نړیوالو مرسته کوونکو متحدینو په مرسته وتوانید چې په تیرو دیارلسو کلونو کې خپله اردو او پولیس منظم کړي. اوس افغانستان شاوخوا ۳۵۰ زره امنیتي ځواکونه لري.

په تیرو دیارلسو کلونو کې د افغانستان د خلکو مهمه غوښتنه امنیت وو. افغانان د درو لسیزو له جگړو څخه ستړي شوي ول او هیله یې درلوده چې ولسمشر حامد کرزی به د امنیتي نهادونو په تقویه کولو سره پر دې وتوانیږي چې په دغه جنگ ځپلي هیواد کې ثبات ټینگ کړي.

خو د دیارلسو کلونو تر تیریدو وروسته هم امنیت او ثبات د خلکو غوښتنه ده او طالبان د حکومت پر وړاندې په یوه جدي گواښ باندې اوښتي دي. د افغانستان یو شمیر ولایتونه د طالبانو د حضور شاهدان دي، او دغې ډلې هڅه وکړه چې په سږني دوبي کې یو شمیر ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي.

د هرات د خلکو استازې ناهید احمدي فرید، په دې نظر ده چې د ولسمشر کرزي ناسم سیاست د دې سبب شو، چې طالبان یو ځل بیا د افغانستان د ثبات پر وړاندې پره یوه جدي گواښ واوړي. د میرمن فرید په وینا افغان امنیتي ځواکونه پر دې نه پوهیږي، چې د چا پر وړاندې جنگیږي: «مهمه دا ده چې په بنسټیزه توگه د دوست او دښمن پر وړاندې یو سیاست وجود ولري، تر څو امنیت تأمین شي. هغه څه چې څرگنده ده دا ده چې په تیرو دیارلسو کلونو کې پر دې نه یو توانیدلي چې ستونزي حل کړو.»

له فساد سره د مبارزي ناکامي

حکومتداري هغه یوه لاس ته راوړنه ده چې ولسمشر کرزي یې تل یادونه کړې ده. په دغه موده کې حکومتي نهادونه بیا ورغاول شول او افغانستان چې دیارلس کاله دمخه یې د حکومت په نوم څه نه لرل، د منظمو ادارو خاوند شو. خو اداري فساد له هماغه اوله د سالمې حکومتدارۍ پر وړاندې د یوه گواښ په توگه رامنځته شو.

کابل بانک، د اداري فساد یوه بېلگه گڼل کیږي

کابل بانک، د اداري فساد یوه بېلگه گڼل کیږي

ولسمشر حامد کرزي له فساد سره د مبارزې له پاره څو بنسټونه جوړ کړل تر څو په حکومت کې په کار کې د خنډ اچونې او بډو اخیستنې مخه ونیسي، خو دغه گامونه اغیزمن واقع نه شول او دغې پدیدي هر کال د حکومت او خلکو تر منځ واټن زیات کړ. میرمن فرید وایي چې له فساد سره د مبارزي پر وړاندې د ولسمشر کرزي نه جدیت، سالمې حکومتدارۍ ته لویه ضربه ورسوله.

د بشري حقوقو تأمین

داسې انتظار کیده چې د ولسمشر حامدکرزي د حکومت د کار د پېل سره به په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندي توب له پاره جدي گامونه واخیستل شي. هغه کورنۍ چې د تیرو درو لسیزو د جگړو قرباني شوي ول، په بې صبرۍ سره عدالت ته سترگې په لار وو. خو د قربانیانو په اړه عدالت تأمین نه شو. د حکومت استدلال دا وو چې سولې ته پر عدالت ترجیح ورکوي او د انتقالي عدالت په اجر کولو سره د افغانستان آرامي نه گډوډوي.

خو د بشري حقونو او مدني ټولنو په لسگونو بنسټونو په فعالیت پېل وکړ او اوس د تیرو دیارلسو کلونو یوه لاس ته راوړنه د دغو بنسټونو فعالیتونه گڼل کیږي. په اوسني وخت کې دغه بنسټونه د بشري حقوقو پر مدافعینو اوښتي دي او د هرې بې عدالتۍ پر وړاندې د اعتراض غږ پورته کوي.

د قربانیانو پاتې شوي کسان عدالت ته لاس رسی غواړي

د قربانیانو پاتې شوي کسان عدالت ته لاس رسی غواړي

خو میرمن عزیز وایي، هغه څه چې د افغانستان خلکو یې هیله درلوده په تیرو دیارلسو کلونو کې پوره نه شوه: «د خلکو پر کورونو، د خلکو پر مالونو تیری وشو، دا چې له زورواکانو یې سره تړاو درلود، عدالت تأمین نه شو. موږ او تاسې شاهدان یو چې په زرگونو بې گنا خلک په زندانونو کې پراته دي، خو داسې مجرمین شته چې آزاد شوي دي. دا نه شي کیدای چې د عدالت او بشري حقونو تأمین اوسي.»

د بشري حقونو مدافع بنسټونو په کراتو ویلي دي چې انتقالي عدالت باید تطبیق شي او نوی حکومت نه باید د مصوونیت کلتور ته په ادامې ورکولو سره، عدالت قرباني کړي.