1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د کراچۍ په ښار کې د م.م. یو تن کار کوونکی په برید کې ټپي شوی دی

د پاکستان په لوی ښار کراچۍ کې تیره ورځ د ملگرو ملتونو د ماشومانو د څانگې Unicef یو تن کار کوونکی د وسله والو په برید کې ټپي شوی دی. زیاته شوې ده چې دغه تن هغه وخت ټپي شو، کله چې وسله واله کسانو د هغه په موټر ډزې وکړې. ټپي شوی تن د مصر تابعیت لري. لا تر اوسه د نوموړي برید موخه نه ده واضحه شوي خو پولیس وایي چې ښایي دا د شوکي یوه هڅه وي.