1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

د کاپيسا د پېغلي قاتلين بايد ونيول سي

په کاپیسا ولایت کې د یوې تنکۍ نجلۍ د وژني پر خلاف د احتجاجونو لړۍ روانه ده. دغه ۱۵کلنه نجلۍ وړمه ورځ هغه مهال ووژل شوه چې د واکسیناسیون په یوه کمپاین کې یې په خپله سیمه کې په رضا کاره توګه فعالیت پیل کړ.

د کاپیسا د چارواکو په خبره په کومه سیمه کې چې دغه پېغله وژل شوې ده هلته تر دې دمخه هم د زورپالو د فعالیتونو په اړه اندیښني موجودي وي.

په کابل کې د ښځو چارو مدافع سازمانونو، مدني بنسټونو، او دیني عالمانو د دغي نجلۍ وژنه یو لوی جنایت بللی دی او د عاملینو محاکمه يې غوښتې ده.

د ښځو چارو یوې مدافع نورزیې اتمر د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر۶) په کابل کې له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د ښځو پر وړاندي د تیري کوونکو نه محاکمه د دې لامل شوې، چې زورپالي او نوري ډلي هره ورځ ښځي وګواښي او ویې وژني.

د مېرمن اتمر په خبره، دغو کسانو ته باید په عام محضر کي سخته سزا ورکړل شي: «د ښځو پر وړاندي تیري کوونکي په خاصه توګه وژونکو ته باید سخته جزا ورکړل شي. هغوی باید د خلکو په مخکي محاکمه شي چي نور پند ځني واخلي.»
روان ۲۰۱۲ کال چې په خپلو وروستیو اوونیو کې دی د افغان مېرمنو سره د زورزياتي په برخه کي تر ټولو خطرناکه کال ښودل شوی دی.

د ښځو چارو وزارت او بشري حقونو سازمان د شمیرو له مخي سږ کال له ښځو سره د زورزياتي۲۰۰ پيښي له دوی سره ثبت شوي دي.

د ښځو چارو یوې بلي فعالي مېرمن شاه جهان بیا له نړیوالي ټولني وغوښتل، چي پر افغان حکومت باندي فشار ډير کړي، چې د ښځو د حقونو خونديتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

هغې په کابل کې له دویچه ویله سره په خبرو کي وويل، چې که حکومت وغواړي هر څه کولای شي. د افغانستان د عامي روغتیا وزارت هم د پيښي په اړه سخت غبرگون ښودلی دئ.

د وزارت مرستيالي نورزیي طارق وویل، چې حکوت ژمنه کړې ده چې هرو مرو به د دغه برید عاملین پیژني او د کاپیسا والي ورته ویلي دي چې څو تنه یې د قتل په تور نیولي دي.

هغې د جګړې له ښکیلو غاړو وغوښتل، چي د رضا کارانو او خیریه روغتيايي مامورینو خونديتوب ته جدي پام وکړي.

په کاپیسا کې د روغیتا د برخي دغه رضا کاره په داسي حال کي وژل کیږي چې تر دي دمخه په کندوز کې یوه پېغله نجلۍ د ناڅرګندو کسانو له خوا ووژل سوه. تر هغه دمخه دغه ډول پیښي په غزني، بادغیس او بغلان کې هم ثبت شوي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل

DW.COM