1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د کانونو وزارت: د کانونو داوطلبې کمپنۍ له خپلو ژمنو پر شا شوي

د افغانستان د کانونو وزیر داود شاه سبا ویلي دي چې تر اوسه پورې د عینک میسو د کان په اړه له کومې کمپنۍ سره تړون نه دی لاسلیک شوی. هغه زیاته کړې ده چې دواطلبه شرکتونه اوس له خپلو کړو ژمنو پر شا شوي دي.

وروسته له هغه چې د ملي ‌امنیت او پاکستان د ای اېس ای تر منځ د یوه تړون د لاسلیکیدو خبره رابرسېره شوه دا ګنګوسې هم رامنځته شوې چې ګواکي هندي کمپنې «سیل» د حاجیګک په کان کې له پانګونې پر شا شوې ده. خو د افغانستان د کانونو وزیر وايي چې تر اوسه یې د دغه کان په اړه له هیڅ کمپنۍ سره تړون نه دی لاسلیک کړی.

د حاجیګک د کان په اړه مالومات

افغانستان په ۲۰۱۰ کال کې د حاجيګک د اوسپنې د کان په اړه په ځینو نړیوالو رسنیو کې د داوطلبۍ اعلانونه خپاره کړل. تر دې مرحلې وروسته ۲۳ کمپنیو داوطلبۍ ته ځانونه ونوموه. افغان حکومت د دغو شرکتونو وړاندیزونه وڅیړل او یوازې شپږ کمپنۍ د شرایطو له پوره کولو سره په داوطلبۍ کې پاتې شوې.

د کانونو وزارت د حاجیګک کان په څلورو برخو وېشلی او د همدې ویش له مخې یې له دوو کمپنیو سره د هغه د استخراج په اړه خبرې کړې دي.

داود شاه سبا چې د چهار شبنې په ورځ ولسي جرګې ته د کانونو د تړونونو په اړه استجواب شوی وو، وویل چې د حاجیګک د A بلاک یې کاناډايي کمپنۍ «کیلو ګولډ ماین» ته په نظر کې نیولی او پاته درې برخې B،C او D یې په هندي کمپنۍ سیل پورې اړوندې بللي دي. هغه زیاته کړه چې د بحثونو په پایله کې دغه دوه کمپني د نورو په پرتله د حاجیګک د کان کیندنې له پاره غوره بللې شوې وې.

سبا روښانه کړه چې د حکومت او دوو کمپنیو تر منځ له هغه وخته تر اوسه خبرې اترې روانې دي. هغه وویل: «د ۲۰۱۱ کال د جولای پر ۸مه یعني څلور کاله مخکې یو شمیر کمپینو د داوطلبې له پاره د خپلو وړاندیزونو د تسلیمولو د وخت د غځولو غوښتنه کړې وه چې دا موده بیا ۲۰۱۱ کال تر سپټامبر میاشتې پورې وغځیده.»

د اوسپنۍ کیندنې ستونزې

د حاجیګک کان ته نزدې د لویو لارو او د اورګاډي د پټلۍ نه شتون هغه ستونزې دي چې د یاد کان کیندنه یې په ټپه درولې. هندي کمپنۍ سیل ویلي تر هغه وخته چې د اوسپنې او پولادو د خامو موادو ایستلو ته لاره جوړيږي دوی د پولادو د ویلې کېدو پر یوې وړې فابریکې فکر کوي.

صبا وویل چې هندي کمپنۍ له خپلو لمړنیو وړاندیزونو څخه چې د اوسپنو د ویلې کېدو فابریکو جوړول وو، صرف نظر کړی او هغه یې مشرط کړي کړي دي. سباه زیاته کړه: «وړاندیز شوی تر هغه وخته چې د اوسپنې د خامو موادو د صادراتو له پاره د اورګاډي پټلۍ جوړیږي د تولیداتو ظرفیت ته دې په متناسب ډول ارتقا ورکړل شي. له خپلو هغو ژمنو پر شا شوي ‌چې ګواکي د خامو موادو د ویلې کېدو لویې فابرېکې به جوړوي.»

ټاکل شوې وه چې چینايي «‌اېم سي سي«» ‌کمپنې د عینکو د میس کان ته د افغانستان له شمال څخه تر جلال آباد پورې د اورګاډي پټلۍ وغځوي خو له دې کبله چې هغه یې غیر اقتصادي بللې ده نو له دې وړاندیزه بېرته پر شا شوي دي.

هندي سیل کمپنۍ ویلي چې د اوسپنې د اووه میلیونه ټنو توليدي فابرېکې پر ځای په افغانستان کې د پولادو له پاره له کاله د ۱،۲ میلیونه ټنه فولادو د تولید فابریکه جوړوي چې افغان حکومت هم ورسره منلې ده. د سیل کمپنۍ بل شرط دا بلل شوی چې ګواکي افغانستان د کانونو له پاره نوی قانون رامنځ کړي چې هغه هم په ۲۰۱۴ کال کې تصویب شو.

په عین وخت کې کاناډايي «کیلو ګولډ ماین» کمپنۍ هم د حاجي ګک د اوسپنې کان په اړوند یو لړ شرطونه لري. دې کمپنۍ ویلي له حاجيګک څخه تر پېښوره د اوسپنې د خامو مواد وړل ورته اقتصادي نه تمامیږي. یاده کمپنۍ دلیل وړاندې کوي چې ګواکي په نړیوال بازار کې د اوسپنې بیه ټیټه شوې. سباه وايي په نړیوال بازار کې د اوسپنې د بیې په ټيټېدو سره کاناډايي کمپنۍ بیا هېڅ اړیکه نه ده ورسره نیولې او کېدی شي پر شا شوې وي.

وزیر زیاته کړې ده چې د حاجیګک کان اوس مهال افغانستان ته ګټه نه شي ورکولی ځکه کمپنۍ د لارو د نه شتون او نورې بهاني کوي. هغه وویل: «هغوی بېلابېلې بهانې لري. وايي اوبه نشته، برېښنا نشته، د اورګاډي پتلۍ نشته او افغان دولت هم پېسې نه لري چې ورسره شریک شي.»

د کانونو وزیر وايي افغانستان ته په کار نه ده چې اوس مهال د لویو کانونو کیندنه وکړي بلکه د لمړي ځل له ‌پاره دې پر وړو کانونو کار پیل کړي تر څو د تېر وتنې پر مهال لوی زیان ونه ویني.

د عینکو میس په صفري نقطه کې

د افغان حکومت د عینکو د میسو تړون له چینايي ‌کمپنۍ «ایم سي سي» سره کړی او یادې کمپنۍ د پنځه نیم کاله وړاندې د یوې وړاندې شوې مسودې غوښتنه کړې خو دولت نه ده منلې. سبا ټینګار کوي چې که یې آن ځان هم په کې له منځه ولاړ شي پر یاد تړون لاسلیک نه کوي.

په دې مسوده کې د چاپېریال ساتنې او د هغوی ټولنیزو اغېزونو ته پام نه دی شوی. له لمړني قرارداد څخه پر شا شوي او د ډبرو سکرو له لارې د برېښنا له تولیده یې هم انصراف کړی.

DW.COM