1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د «کاسا ۱۰۰۰» پروژې وروستۍ تړون لاسلیکیږي

د «بریښنا» تجارتي شرکت وایي په پام کې ده چې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې د «کاسا ۱۰۰۰» په نوم د پروژې وروستۍ تړون لاسلیک شي. له دې سره به د افغانستان له لارې پاکستان او د افغانستان سویلي ولایتونو ته بریښنا ولیږدول شي.

دغه قرارداد د قرغیزستان، تاجیکستان، افغانستان او پاکستان تر منځ لاسلیک کیږي. د بریښنا شرکت مسوولین وایي چې له تجارتي موافقنامو سره یو ځای، د دغې پروژې پر تدارکاتي مسایلو باندې هم بحث کیږي. د دې پروژې بشپړیدل به دوه کاله وخت ونیسي.

افغانستان د دغه پروژې د تطبیقیدو له پاره ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. د بريښنا شرکت مسوولین وایي چې دغه پیسې د نړیوال بانک له لوري د افغانستان په اختیار کې ورکړل شوي دي او په وینا یې افغانستان د دغه پروژې د تطبیق له پاره د پیسو له کمښت سره نه دی مخامخ.

په پام کې ده چې د کاسا ۱۰۰۰، مزی د سالنگ له لارې تیر شي او بیا له کابل سره وصل شي. د بريښنا شرکت مشر میرویس عالمي له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «په پام کې ده چې د مارچ میاشتې په نیمایي کې چې په واشنگټن کې کومه غونډه جوړیږي، دغه تړونونه په کې نهایي شي. په تیرو دوو کلونو کې دغه اسناد ارزول شوي دي او په ۲۰۱۵م کال کې به موږ د دغې پروژې د عملي کیدو شاهدان واوسو.»

د ښاغلي عالمي د څرگندونو له مخې د تاجیکستان، قرغیزستان او پاکستان په هیوادونو کې د بودجې کموالی د دې سبب شوی دی چې د دغې پروژې نهایي قرارداد وځنډیږي. هغه هیله څرگنده کړه چې دغه هیوادونه د کاسا زر د پروژې د تطبیق د لگښتونو په برابرولو وتوانیږي.

کوم ولایتونه به له دغې بریښنا گټه واخلي؟

په پام کې ده چې د کاسا ۱۰۰۰، د پروژې په بشپړیدو سره د افغانستان سویلي ولایتونو ته ۳۰۰ میگاواټه بریښنا ورکړل شي. میدان وردک، غزني او لوگر ولایتونه او همداشان د گردیز ښار به د دغې پروژې په تکملیدو بریښنا تر لاسه کړي. د عالمي په وینا سویلي ولایتونو ته د بریښنا د لیږدولو چارې پیل شوي دي: «د دغه پروژې عملي کار له کابله تر ارغنده پیل شوی دی او د سیمونو غځول جریان لري. د غزني قراداد هم لاسلیک شوی دی او په غزني کې یو سب سټیشن هم جوړ شوی دی. د پسرلي د موسم په پیل کې د سب سټیشن او د غزني پر لور د مزو د غځیدو کار هم پیلیږي.»

همداسې د کندهار پر لور د دغې پروژې غځیدل هم په پام کې دي. اوسمهال یوازې د کابل، هرات، مزارشریف او کندز ښارونه له وارداتي بریښنا څخه استفاده کوي. خو د افغانستان ډیری خلک اوس هم د بریښنا له انرژۍ څخه محروم دي.

خو وارداتي برق بیا خپلې ستونزې هم لري. د بریښنا شرکت وایي چې په تیرو اوونیو کې د هر کیلو واټ په بیه کې ازبکستان یو سېنټ او ایران بیا دوه سېنټه لوړوالی رواستی دی. د هغه په وینا د بیو لوړیدل به د انرژۍ لگښت هم لوړ کړي او هر هغه افغانه کورنۍ چې له وارداتي انرژۍ څخه استفاده کوي، د برق د مصرف له پاره باید ډیرې پیسې ورکړي. هغه زیاتوي چې افغانستان د برق د بیو د لوړیدو په برابر کې هیڅ کوم بل انتخاب نه لري.

د سالنگ که د بامیان لارې؟

د کابل او پروان ولایتونه چې د ازبکستان له وارداتي بریښنا څخه استفاده کوي، نن سبا په تیاره کې ډوب دي. د سالنگ په لوړو کې توفانونه او د واورې ښویدنې پیښې د بریښنا د قطع کیدو سبب شوي دي او د بریښنا، شرکت وایي تر هغه وخته چې ورښتونه و نه دریږي، د برق د لاینونو بیا وصلول ناممکن دي.

یو شمیر هغو مرسته کوونکو او شرکتونو چې په پام کې ده د کاسا ۱۰۰۰، پروژه تطبیق کړي او همداشان په پارلمان کې د بامیان ولایت استازو ویلي دي چې د سالنگ د مسیر په پرتله د بامیان له لارې د دغه پروژې انتقال کم خطر لري او په وینا یې که چیرې دغه پروژې د بامیانو له لارې تیره شي نو له یوه اړخه به د برق د قطع کیدو خطر کم وي او له بل پلوه به د بامیان ښار هم روښانه شي.

خو د بریښنا، شرکت مشر وایي چې ټول تړونونه بشپړ شوي دي او د دغې پروژې د مسیر بدلون ډیر لگښت او وخت ته اړتیا لري. خو عالمي وایي دوی مکلف دی چې له برق څخه محرومو سیمو لکه بامیان او دایکندي له پاره هم لاس په کار شي.

اوسمهال افغان حکومت د بریښنا د بندونو د جوړولو پر ځای دې ته ترجیح ورکړې ده چې له خپلو گاونډیو هیوادونو څخه بریښنا راونیسي. د حکومتي مسوولینو په آند وارداتي بریښنا د برق د داخلي تولید په پرتله ارزانه پریوځي. له بل اړخه افغانستان د بریښنا د سترو بندونو د جوړولو مالي توان نه لري او مرستنه کوونکي هیوادنو هم د دغو بندونو جوړولو ته کوم تمایل نه دی ښوولی او دغسې پروژې نه تمویلوي.

DW.COM