1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د کابل ښار د پاکولو هڅي بيا پيل سوي

د کابل پوليسو د لاس پلورونکو او ناقانونه دوکاندارانو او هغو سوداګرو او خپل سرو کسانو د راټولولو کمپاين پيل کړی، چي وايي پوځي جامي، د وسلو مرمۍ او هغه ښکاري بمونه جوړوي چي پکښي ټي ان ټي ډوله چاوديدونکي توکي کاورل کيږي.

پياده رو کراچيانو نيولی

پياده رو کراچيانو نيولی

په پلازمېنه کابل کي چي گويا شاوخوا شپږمليونه وګړي پکښي ژوند کوي اوس دا ګرانه ده چي د پينځو دقيقو د تګ واټن حتي په نيم ساعت کي ووهل شي.

پر دې سربيره امنيتي کانکريټي ديوالونه چي د يو شمېر وزارت خانو او مهمو بهرنيو او کورنيو ادارو مخ ته ايښودل شوي د هغو د ليري کولو او د تګ را تګ پر مخ د لارو د پرانيستلو کار هم پيل شوی دئ.

دا په تيرو څو کلونو کي لومړی ځل دئ چي د دغو خنډونو د ليري کولو له پاره پوليس، ملي امنيت او د ملي دفاع وزارت تر څنګ د ترافيکو مديريت هم په يو مياشتنی گډ کمپاين کي برخه اخلي.

نن د ښار له ډيرو برخو کانکريټي ديوالونه او لاس پلورونکي ټول، او له ښاره ليري شمال پلو يوې دښتي ته انتقال شول.

د مخابراتو وزارت مخ ته پر عام واټ ايښودل شوي په لسګونه کانکريټي ديوالونه نن د پوليسو په ځانګړو لاريو موټرو کي بار او له ښاره وايستل سول.

د کورنيو چارو وزير دغه ګام د ښار د پاکوالي او په ورته وخت کي د تګ را تګ له پاره د سهولتونو د رامنځ ته کولو په خاطر ډير مهمه وباله.

جنرال بسم الله محمدي وويل، چي دوئ به په ښار کي پس له دې ځانګړي تمځاينونه د موټرو له پاره ولري او پر دې سربيره هيڅ نه شي کولاي چي د پخوا په څير بې اسنادو موټر او يا هم موټرسايکل وچلوي.

د کابل د ترافيکو لوي ريس جنرال همدرد د وينا له مخي، دوئ دا وار په پوره قوت او د ولسمشر په دستور په لاس پلورونکو او خنډ جوړونکو پسي پښې لوڅي کړي او هيڅ يو ځواک به د دوئ د هڅو مخ ته د خنډ په جوړولو و نه توانيږي.

د کابل وروستيو حالاتو ته په کتو سره حکومت پر داسي مهال د ښار د تصفيه عمليات پيل کړي چي تيره سه شنبه په دغه ښار کي خونړۍ حمله وشوه چي ګڼه مرګ ژوبله يي واړوله.

د امنيتي ادارو مشران وايي که چيري ښاري نظم موجود وي ترهګر نه شي کولای ښار ته ننوزي ځکه هغوئ په ګڼه ګوڼه کي د پوليس ځواک له ډيري بوختيا څخه ناوړه ګټه اخلي او خپلو موخو ته ځانونه رسوي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

DW.COM