1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د کابل ژوبڼ؛ د میلو د ګوتو په شمار ځایونو په ډلې کې یو

د کابل د ژوبڼ ټپي زمری مرجان، په دې هیواد کې د جګړو یوه بیلګه وه. اوس د مرجان له مرګه شاوخوا یوه لسیزه وروسته، افغانستان لا هم د جګړې په لمبو کې سوځي. د کابل ژوبڼ یو ځل بیا د خلکو د ګڼې ګوڼې پر ځای د بدلیدو په حال کې دی.

په نورو هیوادونو کې ژوبڼ کیدای شي یوه عادي خبره وي خو په کابل کې چې له جګړې کړیږي او هره شیبه د یاغیانو له بریدونو سره مخامخ دی، داسې ځای ښاریانو ته د تفریح له پاره یو په زړه پورې ځای دی.

محمد علي اکبري له خپلو ماشومانو او میرمنې سره چې شنه چادري یې اغوستي د کابل ژوبن ته د تفریح له پاره روان دي. هغه د غزني ولایت چې د طالبانو له سختو بریدونو سره مخامخ دی، دلته راغلی او وایي: «زه او میرمن مې دلته راغلي یو چې له غمونو او دردونو څخه لیرې یو څو شیبې تیرې کړو.»

په داسې وخت کې چې د هغه میرمن له پنجرې خرس ته ګوري، محمد علي وايي: «زما میرمن لږ ناروغه ده. هغه مې دلته راوسته چې له تازه هوا او له ژوند څخه خوند واخلي.»

ماشومان اوسپنیزې پنجرې ته نږدې ولاړ دي او د هغې بیزو ننداره کوي چې له یوې شاخچې بلې ته خیز وهي. په ژوبڼ کې له یوه کانتین څخه په لوړ غږ موسیقي خپریږي او کورنۍ ورڅخه چپس، اوبه او نور خوراکي توکي رانیسي. بلې خوا ته نورې کورنۍ لیدل کیږي چې د ګرمۍ له امله د ونو سیوري ته ناستې دي او له خټکیو، هندوانو او میوو څخه خوند اخلي.

ځوان هلکان او نجونې د هوسۍ د قفس مخامخ په چوکیو ناست دي او د ښار له آزاره ‌ډکو سترګو څخه یې دلته پناه رواړې ځکه په ښار کې زیاتره میرمنې د خلکو له خوا په بدو خبرو زورول کیږي.

د کابل ژوبڼ په ټول هیواد کې یوازینی ژوبڼ دی. د کابل په زړه کې پروت دغه ژوبڼ له خټو جوړو شویو کورونو په منځ کې جوړ شوی.

په افغانستان کې د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵ په منځ کې تر کورنیو جګړو مخکې د کابل ژوبڼ له بیلا بیلو څارویو ډک وو. د کورنۍ جګړو له امله د دغه ژوبڼ زیاتره څاروي ووژل او یا هم ټپي شول. یو شمیر نور څاروي بیا په ژوبڼ کې د لګیدلو توغندیو له کبله له دې ځایه وتښتیدل. له جګړې وروسته یوازې یو خرس چې پوزه يې ټپي شوې وه او ماشومانو به په لرګي وهه، څو بیزوګانې، یو څو مرغان او مرجان زمری چې په ۱۹۹۳م کال کښې د یوه لاسي بم د چاودنې له امله په یوه سترګه ړوند وو، په ژوبڼ کې پاتې وو.

ګڼ شمیر نور کوچني څاروي لکه وري او وزې خلکو له ژوبن ویوړې او ویې خوړلې. نور بهرني او کم یابه مرغان بیا په تور بازار کې یا وپلورل شول او یا هم له هیواد څخه بیرون قاچاق شول.

دغه ژوبڼ له جګړو وروسته د رغیدو په حال کښې دی او اوس د شاوخوا ۶۰۰ څارویو، چې زیاتره یې د هندوستان او چین له خوا مرسته شوي دي، کور دی.

عزیز ګل ثاقب، چې د څو لسیزو له پاره د دې ژوبڼ مسول دي، وايي: «اوس دا یوازې ژوبڼ نه دی. کورنۍ دلته د خوندیتوب احساس کوي او خلک دلته یو له بل سره ښې شیبې تیروي.»

هغه د فرانسې خبري اژآنس ته وویل چې تیر کال د ۵۰ زره زده کوونکو ترڅنګ له ۷۰۰ زره څخه ډیر کسان دلته راغلي وو. دغه ژوبڼ د ټکټونو او نورو خدمتونو له خرڅلاو څخه تیر کال ۱۷ میلیونه افغانۍ عاید وکړ او اوس په خپلو پښو ولاړ دی.

د کابل ژوبڼ په لوډسپیکرونو او د څار په کمرو سمبال دی چې ډیر وخت هغو کسانو ته د خبرداري ورکولو په موخه کارول کیږي چې د ژوبڼ څاروي آزاروي. ثاقب وویل: «د افغانستان خلکو له پاره د ځنګلي څارویو په هکله پوهاوي ډیره مهمه ده ځکه په افغانستان کې بهرني ګڼ شمیر څاروي مخ په ورکیدو دی.»

مرجان چې د یوه لاسي بم چاودندې له امله یې یوه سترګه ړنده شوه، په افغانستان کې د کودتا، کورنۍ جګړو، بهرني یرغل، په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو د رژيم د ړنګیدو او نورو پیښو څخه د ژوندي پاتې کیدو یو سمبول وو.

په ۲۰۰۲م کال کې مرجان مړ شو او اوس هغه په همدې ژوبڼ کښې خښ شوی دی خو د هغه اوسپنیزه مجسمه د ژوبڼ په دروازه کښې خلکو ته ښه راغلاست وايي او ګڼ شمیر خلک ورسره انځورونه اخلي.

د فرانسې خبري آژانس په ۲۰۱۴م کال کې د کابل په تایمني سیمه کې د یوه د بام پر سر یو زمری وموند او له دې سره یو بل مرجان د خبرونو په سرټکو کې څرګند شو. دولتي چارواکو زمری د هغه له صاحبه واخیست او ژوبڼ ته یې راوست. خو دغه ناروغه زمری ډیر وخت ژوندی پاتې نه شو.

اوس پخپله د کابل ژوبڼ د جګړو پر وړاندې د بقا او ځواک پر یوه سمبول بدل شوی دی.

DW.COM