1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د کابل په ګاوندي ولایت لوګر کی امنیت څرنګه دی

اوسيدونکی آرين:«امنيت بيا رغاوني پوري تړلي دي. د بيارغاوني له بهير څخه خلک خوښ نه دي، اداري فساد د پل علم په اداره کی بل دليل دي چي نا امنيو ته لمن وهي. لوګر د کابل په خوله کي پروت دي. امنيت بايد خوندي وساتل شي.»

يو امريکايي سرتيري د کابل لوګر په لاره کي يو افغان موټر سايکل چلونکي تلاشي کوي

يو امريکايي سرتيري د کابل لوګر په لاره کي يو افغان موټر سايکل چلونکي تلاشي کوي

د لوګر ولايت يوشمير او سيدونکي په دغه ولايت کې د ناامنيو له زياتيد څخه خبرې کوي او په دي اړه سخته انديښنه ښودلي ده. دا په داسي حال کي ده چي له کابو يو کال څخه را په دي خوا د امرکيا متحده ايالاتو په مشري نړيوال ځواکونه په دغه ولايت کي د اورپکو پر ضد وخت په وخت په عملياتو بوخت دي.

د لوګر ولايت په څرخ ولسوالۍ کې د ملي امنيت يو کار کونکي د وسله والو طالبانو له لورې وژل شوي دي.

د لوګر ولايت يو چارواکي چې دخپل نوم له اخيستلو څخه ډډه کوي دا خبر مني او وايي دغه کس تيره ورځ غرمه مهال د يادې ولسوالۍ په بازار کې د وسله والو طالبانو له لورې په ډزو سره ووژل شو. ويل کيږي چې دغه کس په يادې ولسوالۍ کې له دريو کلونو راهيسي د ملي امنيت د کار کونکي په توګه دنده ترسره کوله.

د لوګر ولایت یو امینتی چاروکی د آلمان غږ راډویو ته وویل: « دغه د ملي امنيت کارکونکۍ د یکشنبی په ورځ د څرخ په بازار کې د طالبانو لخوا د کلشينکوف په ډزو کې وويستل شو

د لوګر ولايت يوشمير او سيدونکي په دغه ولايت کې د ناامنيو له زياتيد څخه خبرې کوي او په دی اړه سخته انديښنه ښودلی ده. یواوسيدونکی چی خپل نوم یی محمد الله آرين معرفی کړ وویل:« لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده د تيرو کلونو په پرتله په ټول افغانستان کې امنيتي وضعه خرابه شوې دې ، د لوګر ولايت امنيتي وضع هم مخکې ښه و ه خو اوس او خصوصا په روان کال کې امنيتي وضع ډيره خرابه شوې ده

دا چی ولی امنیتی وضعیت خراب شوی دی دغه اوسيدونکي بيلابيل لامولونه تو اشاره وکړه.« د خلکو هيلي په ناهيلي بدله شوې ده د بيلګي په توګه بيارغونه هيڅ نده شوي په لوګر ولايت کې او بله خبره چې ډيره مهمه ده په دولتي دفاترو کې اداري فساد دي

په دې وروستيو کې د ولسمشر حامد کرزي لخوا د سولې عالي شورا جوړه شوه ترڅو مخالفو وسوالو او دولت ترمنځ روغه جوړه وکړي.

د لوګر ولايت اوسيدونکي هم ، له دغې شورا څخه غواړي تر څو په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره جدي هڅې وکړي

د لوګر يو شمير اوسيدونکي د سولې د لوړې شورا د جوړيدو په اړه خوښي ښيي او د دولت له وسله والو مخالفانو څخه غواړي چې د سولې د راوستو لپاره د سولې له عالي شورا سره خبرې اترې وکړی.

که څه هم په لوګر ولايت کې د امنيتي ځواکونو شمير په دقيقه توګه ندي څرګنده خو د دې ولايت د چارواکو په وينا په لوګرکې کابو څلور زره سرتيري ديره دي چې شاوخوا درې زره يې بهرنيان دي

د دغو ځواکونو له شتون سره سره بيا هم کله ناکله د دې ولايت له ګوډ ګوډ او په ځانګړې ډول له څرخ ، خروار ازر او برکي برک ولسواليو څخه چې لرې پرتې دي رسنيو ته د نا امنيو خبرونه رارسيږي.

احمد فرها د

کتونکی: عبدالباري حکيم