1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

کلتور او هنر

د کابل عامه کتابتون ته ولي څوک نه ورځي؟

د کابل عامه کتابتون چې یو وخت د کتاب مشهور مرکز وو، په دې ورځو کې په ښه وضعیت کې قرار نه لري. یوازې څو محدود کسان چې د خپلو تیزسونو د بشپړولو له پاره د یوې منبع په لټه کې وي، دغه کتابتون ته سر ورښکاره کوي.

په کتابتون کې د چوپتیا فضا حاکمه ده. د دغه چوپتیا دلیل د مطالعې د چاپیریال رعایتول نه، بلکې دلته څوک نه شته چې کتاب لوستلو ته ورشي.

د دغه کتابتون کتابونه او اسناد د ټوکرانو پوښونه لري او ځیني یې داسې زاړه شوي دي، چې له کلونو راهیسي لاس ور وړه سوی نه دی. دغه راز د دغه کتابونو د بیا چاپیدو له پاره هیڅ کوم اقدام شوی نه دی.

عامه کتابتون د کتابونو له کمښت سره مخامخ دی او هغه کتابونه چې وکولای شي د نني نسل اړتیا پوره کړي، ډېر لږ دي. خو دغه کتابتون اوس داسې معتبري منابع او تاریخي کتابونه لري، چې په شخصي کتابتونونو کې د هغه پیدا کیدل ممکن نه دي.

د عامه کتابتون یو مسوول عبدالرحمان نصرتي، وایي چې د دولت نه پاملرنه د دغه فرهنگي مرکز د هیرولو اصلي دلیل دی. هغه زیاتوي: «له بده مرغه تر اوسه دولت له عامه کتابتون سره هیڅ ډول مرسته کړې نه ده، تر څو هغه کتابونه چې چاپیږي رانيسو.»

د دغه کتابتون مسوولان وایي چې په تیرو دولسو کلونو کې له افغانستان سره د ډېرو مرستو سره سره، د کتابتون ونډه پکښې هیڅ نه ده او یوازي په وروستیو میاشتو کې یو شمیر مؤسساتو د عامه کتابتون د بډای کولو له پاره مرسته کړې ده.

په کابل کي عامه کتابتون

په کابل کي عامه کتابتون

عامه کتابتون د کورنیو جگړو تر مخه په ښه وضعیت کي وو او د کابل په بېلابېلو برخو کې يې څانگې فعاله وې. هره ورځ به د عامه کتابتون موټر په ښار کې تگ راتگ کاوه او د یوه گرځنده کتابتون په توگه به یې فعالیت کاوه. د عامه کتابتون مسؤلین وایي چې د دغه کتابتون زیاتره څانگي د جگړې په ترڅ کې ویجاړې شوي دي او اوس یې یوازي په مکروریانو او خیرخانه کې څانگې فعالې دي.

په دغه کتابتون کي د بېلگې په توگ سراج التواریخ او تاریخ کهزاد په شان کتابونه سړی کولای شي پیدا کړي. په دغه کتابتون کې د پخوانیو چاپي رسنیو نسخې او د ولسي جرگې د غونډو رپوټونه موجود دي او دغه اسناد د څېړونکو له پاره یوه ښه منبع گرځیدای شي.

ښاغلی نصرتي، وایي چې انټرنیټ ته نه لاس رسی دغه کتابتون ته د خلکو د نه ورتگ یو دلیل دی: «یو زده کوونکی انټرنیټ ته مراجعه کوي، خپل مواد کاپي کوي او خپله ستونزه حلوي. زما په آند اساسي علت به یې همدا وي. زه چې له تیرو ۳۷ کلونو راهیسې په دغه کتابتون کې یم، په وروستیو کلونو کې د مراجعینو شمیر تر بل هر وخته لږ شوی دی.»

په عین حال کې هغه مراجعه کوونکي چې د کتابونو د لوستلو او یا د سرچينو د موندلو په موخه دغه کتابتون ته ورځي، د کتابونو له کمښت څخه شکایت کوي.

یو تن محصل نسیم حکیمي، چې د خپلي خوښي کتاب موندلو په موخه دغه کتابتون ته ورغلی دی وایي: «عامه کتابتون تر۱۹۹۰ کلونو بوري زاړه کتابونه لري، خو نوي کتابونه نه لري. دغه کتابتون عاید نه لري او کولای نه شي چې پرمختگ وکړي.»

د عامه کتابتون مسوولان وایي یوازې هغه محصلین چې اقتصادي وضعيت يې ښه نه وي د منابعو د موندلو په موخه عامه کتابتون ته ورځي.

سوځول شوي کتابونه

عامه کتابتون د کورنیو جگړو په ترڅ کې ډیر زیان ولید. ویل کیږي چې طالبانو ټول هغه کتابونه چې انځورونه یې درلودل وسوځول. په دغه کتابتون کې د ماشومانو د څانگې مسووله بریا نویر، وایي: «د طالبانو په وخت کې زیات کتابونه له منځه ولاړل. په ځانگړې توگه هغوی د ماشومانو کتابونه په بخاریو کې وسوځول. په داسې حال کې چې ماشومان هغه کتابونه خوښوي، چې انځورونه ولري.»

د عامه کتابتون د مسوولانو په وینا کله نا کله له مراجعینو سره د کتابتون د کارکوونکو نا سم چلند هم د دې سبب شوی چي دغه کتابتون ته وګړي نه ورځي.