1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د کابل د موټرو گوانتانامو

د کابل اوسیدونکو د دې ښار په څنډو کې یوې سیمې ته د «ګوانتانامو» نوم ورکړی. په دې سیمه کې چې د څلورو لوړو دیوالونو په واسطه احاطه شوې ده انسانان نه، بلکه موټر د اوږدې مودې او په ځینو مواردو کې ان د تل له پاره ساتل کیږي.

خالد له لسو ورځو راهیسې د «کابل ښار د موټرو گوانتانامو»، د دې ښار د ترافیکو د پولیسو بیلابیلو ادارو او نورو دولتي دفترونو ته تگ راتگ کوي. دی هڅه کوي چې خپل موټر له «گوانتانامو» څخه آزاد کړي، خو دا اسانه کار نه دی. هغه وایي: «دلته چې یو ځل موتړ راوستل شو نو بیا یې بیرته ایستل ‌ډیر ګران کار دی.»

د کابل ښار د ترافیک پولیسو هغه وخت پریکړه وکړه چې د خالد موټر «ګوانتانامو» ته ولیږدوي، چې هغه و نه شوای کولای پولیسو ته د خپل موټر اسناد ښکاره کړي.

د «کابل ګوانتانامو» په اصل کې د پولیسو د موټرو تمځای یا «پارکینګ» دی، خو اوس هغه د هغو موټرو په یوې ادیرې باندې بدل شوی چې د ترافیکو پولیس یې د ښار له بیلابیلو سیمو څخه د قانون د ماتولو له کبله دې ځای ته راوړي. دې ځای خپل نوم د کیوبا په ټاپووزمه کې د امریکایي ځواکونو له زندان څخه اخیستی دی. که څه هم د «کابل ګوانتانامو» له اصلي «ګوانتانامو زندان» سره ډیر توپیر لري، خو د دغو دواړو ګونتاناموګانو ګډ خاصیت دا دی، چې یو ځل ورته زنداني ننوت، نو بیا یې بیرته وتل اسانه کار نه دی.

د کابل ښار په اصل کې د ۳۰۰۰۰ موتړو له پاره جوړو شوی وو خو اوس په دې ښار کې له ۵۰۰۰۰۰ څخه زیات موتړ موجود دي. د موټرو له زیاتیدو او د ترافیکي قوانینو د نه شتون له کبله په دې ښار کې د موټر چلول په یوه ډیر ستونزمن کار باندې بدل شوی دی.

د کابل ښار د ترافیکو پولیس کولای شي چې یو موټر د بیلا بیلو لاملونو له مخې «ګوانتانامو» ته واستوي. په دغو لاملونو کې په نامناسب ځای کې د موټر له درولو نیولې بیا تر له اسنادو پرته د موټرو چلول شامل دي. د کابل ښار د ترافیک پولیسو د ادارې مشر اسدالله، ټینګار کوي چې په قصدي ډول یې له «ګونتانامو» څخه د موټر بیرته ایستل ستونزمن کړي دي. هغه روښانوي: «موږ اړ یو چې له خلګو [قانون ماتوونکو] سره سخت چلند وکړو او موتړ یې بیرته په آسانۍ سره ور نه کړو. که موږ داسې چلند و نه کړو، نو دوی خپلې تیروتنې بیا تکراروي او د ترافیکو قانون نه مراعتوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار اوسیدونکي د ترافیکو پر پولیسو باندې د اداري فساد تور لګوي او وایي چې په ځینو مواردو کې هغوی خپله د قانون ماتیدو او د ترافیکو د نظم خرابیدو ته لاره هواري. خالد هم دغه خبره تاییدوي او وایي چې که د پولیسو له خوا د هغه د موټر د دورول کیدو پر مهال یې هغوی ته پېسې ورکړې وای نو هیڅ کله به یې موټر «ګوانتانامو» ته نه وای راوړل شوی: «همدا پولیس دي چې اداري فساد ډیروي. کله چې دوی زما موتړ ودراوه نو له ما څخه یې ۱۰۰۰ اففانۍ وغوښتې. ما پیسې نه لرلې نو ځکه زما موتړ دلته [ګونتانامو] راوړل شو.»

خالد له «ګوانتانامو» څخه د خپل موټر د راایستلو له پاره باید د قانون له مخې یوازې ۵۰۰ افغانۍ جریمه ورکړې وای، خو هغه په پای کې د څه نا څه ۳۵۰۰۰ افغانیو په مصرفولو سره له دې ځایه د خپل موټر په راایستلو وتوانید.

که څه هم خالد د خپل موټر د راایستلو له پاره د اصلي جریمې په پرتله اویا وارې ډیرې پېسې مصرف کړې خو هغه بیا هم ځان بختور ګڼي ځکه «ګوانتانامو» ته راوړل شوي ډیر شمیر موټر تر دوو کلونو وروسته د پولیسو په مالکیت اوړي، چې برخلیک یې دولتي لیلامونو ته رسیږي.

نور لینکونه