1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د کابل تر نړيوال کنفرانس د مخه سيمه ايز کنفرانس را بلل سوی و

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يوه ورځ د مخه تر هغه چي په کابل کي نړيوال کنفرانس جوړ سي يو سيمه ايز کنفرانس رابللی و.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت

په کنفرانس کي چي د ايران، پاکستان ، ازبکستان ، ترکمنستان، هند او ترکيې پر سفيرانو سربيره د سيمي لويو سازمانونو ايکو او سارک استازو هم ګډون کړی وی موخه يې په سيمه کي د همکاریو پراختيا او د مخدره موادو سره مبارزه ول.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي دغه کنفرانس په خپل ډول کي لومړی کنفرانس و چي په خبره يې تر اوسه پوري د ګاونډیو هيوادونو او سيمه ايزو سازمانونو تر منځ يوه ګډه ناسته نه وه تر سره سوې.

د ملګرو ملتونو خاص استازي ستيفن ډي ميستورا ويلي دي چي په افغانستان کي د سولي او امنيت د راتلو د پاره د ګاونډيو هيوادونو د استازو او سازمانونو تر منځ اړيکي ډيري مهمي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پدې لټه کي دی چي د کابل د نړيوال کنفرانس د مخه دا وښي چي د خپلو ګاونډيانو سره ډيري ښې اړيکي لري.

مګر په تيرو 9 کالونو کي د پاکستان سره د افغانستان اړيکي چنداني ښه نه وې.

افغان حکومت هر وخت پر پاکستان باندي دا تور لګوي چي پخپله خاوره کي يې تروريستانو ته ځای ورکړي او د هغه ځای په ازاد ډول په افغانستان کي خپل فعاليتونه کوي.

که څه هم د ايران سره د افغان حکومت اړيکي لږ ښې ښکاري ولي بيا هم د هيواد په جنوب کي ايران په دې تورن دی چي د دولت مخالفينو ته وسلې ورکوي.

حسين سيرت/ کابل

کتونکی. زيارمل