1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د کابل او د ممبۍ د بريدونو تر منځ متوازيتوبونه پلټل کيږي

د پاکستان او د متحده ايالتونو تر منځ په تيرو اونيو کي اړيکي ډيري ترينگلي سوي دي. د امريکا د لوی درستيز په مستقيمه توگه آی اېس آی د امريکا پر ضد په جگړه تورن کړی. اوس د کابل او د ممبۍ د بريدونو د تړاو خبره راپورته سوې

کابل د سپتامبر په 13 مه

کابل د سپتامبر په 13 مه

د سپټامبر ديارلسمه د کابل په وزير اکبرخان سيمه کي چيري چي د امريکا سفارت هم واقع دی وسله وال بريدونه تر سره سول. يو شمېر وسله والو تر شلو ساعتو پوري د يوې لوړي وانۍ څخه د امريکا پر سفارت او يو شمېر نورو مهمه دفترونو بريدونه وکړل.


په کابل کي د امريکا سفير د دغو بريدونو وروسته سمدلاسه وويل چي د دغو بريدونو تر شا د حقاني د ډلې لاس دی. د نوموړي د خبرو وروسته د امريکا د دفاعي چارو وزير پنېټا هم و حقاني ډلې ته گوته ونيوله او پر پاکستان يې ږغ وکړی چي د دغي ډلي په وړاندي دي عمليات پېل کړي.

 

وسله والو د کابل د يوې لوړي ودانۍ څخه د امريکا پر سفارت ډزي کولې

وسله والو د کابل د يوې لوړي ودانۍ څخه د امريکا پر سفارت ډزي کولې


د سه شبنې په ورځ د امريکا لوی درستيز امير البحر مايک کولن په عام محضر کي وويل:


« د پاکستان استخباراتي اداره آی اېس آي دي د حقاني د ډلې سره خپلي اړيکي وشلوي او پدې توگه دي د امريکا پر ضد خپلي پټي جگړې ته د پای ټکی کښيږدي.»


د هغه وروسته اوس راپورونه ورکول سوي دي چي د امريکا استخباراتي او امنيتي ادارې پدې هکله پلټني کوي چي ايا په کابل کي د امريکا پر سفارت وروستي بريدونه د 2008م مېلادي کال په نوامبر کي د هندوستان پر ممبۍ د تر سره سوؤ بريدونو سره ورته والی لري که څنگه.

 

اجمل قصاب د ممبۍ د بريد کوؤنکو څخه يو ؤ

اجمل قصاب د ممبۍ د بريد کوؤنکو څخه يو ؤ


 

د رائيټرز خبري آژانس وايي چي د تره گرۍ ضد نوؤ او پخوانيو امريکايي چارواکو ورته ويلي دي چي د تره گرو او د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی تر منځ د ممکنه ټليفوني خبرو پلټنې کوي. خبري آژانس د سي آی اې د يوه پخواني کارپوه بروس ريډل له وينا ليکي دي چي د کابل او د ممبۍ د بريدونو تر منځ موازيتوبونه موجوده دي.


نوموړي اټکل کړی چي د اېس په نوم د آی اېس آی يوې جگي مخفي ډلې دغه دواړه بريدونه تنظيم کړي ول. د دې څخه تر مخه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د مايک مولن تورونه رد کړي ول چي ای اېس آی د حقاني د ډلې په مرسته په افغانستان کي د امريکايي عسکرو پر ضد پټه جگړه پر مخ بيايي. پاکستان ويلي ول چي که امريکا داسي تورونو لگولو ته د پای ټکی کښېنږدي نو به پاکستان د يوه ټلوالي په توگه د لاسه ورکړي.


آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: محمد قاسم نوري

DW.COM