1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

«د ښځو پرضد رواني زورزیاتی» پراخ شوی دی

د افغانستان د بشري حقونود خپلواک کمیسیون يوه نوې احصائیه څرگندوي چې په دغه هیواد کې ښځي له رواني زورزیاتیو څخه هسی رنځ وړي، لکه له جسمي زورزیاتیو څخه.

د ښځو د حقوقو فعالین

د ښځو د حقوقو فعالین

د دغې احصائې له مخې په ۱۳۹۳ کال کې د بشري حقونو د ساحوي دفترونو له خوا په ټولیزه توگه ۴۲۵۹ قضیې ثبت شوي دي. د بشري حقونو کمیسیون وايی: که څه هم رواني او لفظي زور زیاتي ظاهرا په سختې سره د اثبات وړ دي، خو بیلابیلو قضیو ښودلې ده چې ښځې له ډول زور زیاتي څخه سخت رنځ وړي او له رواني ناروغی سره لاس او گریوان دي. په ورځني ژوند کې ښځو ته سپکاوي، ښکنځلې او د هغو پر وړانې د ناوړه کلمو څخه کار اخیستل په رواني زور زیاتیو کی راځي. د بشری حقونو د کمیسیون له خوا په خپرې شوې احصائیه کې راغلي دي چې «په څپیړه وهل، ډبول، د ویښتانو شکول، پر بدن باندی د سرو اوبو تویول، د اندامونو پری کول، د لاس او پښو ماتول» هغه جسمی زور زیاتی دی چی په د ۱۳۹۳ کال په رامنځ ته شوو قضیو کې ثبت شوي دي.


د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ویاند، رفیع الله بیدار دویچه ویله ته په مرکه کې نن (شنبه د ۱۹۳ کال د سلواغۍ ۱۱مه) وویل: «په لومړي قدم کې د لفظي او رواني زورزیاتیو احصائیه لوړه ده. تیرکال د جسمی زورزیاتی کچه لوړه وه. خو سږکال يو څه بدلون لیدل کيږي، هغه دا چې د ښځو د تحقیق او سپکاوي لمن تر پخوا پراخه شوی ده.» هغه وویل د دغه ډول زور زیاتیو اثرات که څه هم ظاهرا پټ پاتی دي، خو د وخت په تیریدو سره ښځي ترې ځوریږي او روانی ناروغی ورته پیدا کوي.


د بشري حقونو د کمیسیون په نوی احصائیه کې د ښځو په وړاندی اقتصادي زورزیاتی په دریمه درجه کې راځي. د کمیسیون له خوا په راټول شوو معلوماتو کې څرگنديږي له «اقتصادي زوریاتي» څخه هم ښځي رنځ وړي. د بیلگې په توگه « هغوی ته نفقه نه ورکول، له شرعي مهر څخه د هغوی بی برخی کول، دندو پریښودو ته د ښځو مجبورل، له معاش څخه د هغوی بې برخې کول، د ښځو د شخصي ملکیت غصبول» دا ټول په اقتصادي زورزیاتیو کې راځي.

د ولایاتو پر بنسټ د ښځو په وړاندی زور زیاتی


د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د احصائې له مخې د افغانستان پلازمینه کابل کې چې په اوسني وخت کې دير زیات نفوس لري، د ښځو په وړاندې د زور زیاتی کچه ډيره لوړه ده. دا چې په دغه ولایت کې د نورو ولایاتو په پرتله ښځي دولتي او غیر دولتي بنسټونو ته د شکایت او عریضو د وړاندې کولو امکانات زیات لري، ښايي یو دلیل همدا وي چی د زور زیاتیو د قضیو احصائیه په آسانې سره ثبت کیدای شي.

د ښځو پر ضد د زور زیاتی یوه نمونه

د ښځو پر ضد د زور زیاتی یوه نمونه


کمیسیون وايی چې ننگرهار، بلخ، هرات، قندهار او هلمند هغه ولایتونه دي چې وروسته له کابل څخه د زورزیاتیو کچه په کې لوړه ثبت شوی ده. په دغو ولایتو کې هم د پیښو د ثبت لپاره امکانات زیات دي. د کمیسیون د څيړنو له مخې ، خو په اطرافي سیمو، کلیو او بانډو کې چی د شکایت کولو مراجع یا کمی دي او یا هیڅ وجود نه لري، د زور زیاتیو په هکله ډير زیات معلومات نه شته. خو دا د دی معنی نه لري چې هلته وضعیت تر ښارونو ښه دي.


د بشری حقونو د کمیسیون ویاند وايی چې د ښځو په وړاندې د زور زیاتيو په یوه بله برخه کې بیا بدلون لیدل کیږي. رفیع الله بیدار وویل: «د تیرو کلونو په پرتله د ښځو د ځان وژنې کچه راتیټه شوی ده. د بیلگي په توگه په هرات کې چې پخوا د ښځو د ځان وژنې احصائیه لوړه وه، اوس تر یوې کچې راټیټه شوی ده.»


د راتلونکې په هکله انديښنې


د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې د ښځو په وړاندې د زورزیاتیو د منع قانون یوه ستره لاس ته راوړنه ده. دغه قانون تر یوی کچې توانیدلی دی چې زورزیاتي تعریف کړي او د افغانستان قضايي یې ارگان مکلف کړي چی هغه تطبیق کړي.


دغه قانون د پخواني ولسمشر حامد کرزی له خوا د تقنینی فرمان په توگه توشیح شو، خو پارلمان تر اوسه پوری تصویب کړی نه دی. د ښځو په وړاندې د زورزیاتي د منع قانون د افغانستان له ډيرو لانجمنو قوانینو څخه شمیرل کیږي. دینی علما او د ولسې جرگی محافظه پال د دغه قانون د تصویب مخالفت کوي او هغه د شریعت سره په تنقاض کی گڼي.
د بشری حقونو د خپلواک کمیسیون ویاند، بیدار وویل که چیری دا قانون تصوسب نه شی، د ښځو په وړاندې د زورزیاتی کچه به نوره هم پراخه شی: «دغه قانون یو ستره لاس ته راوړنه وه او کولای شی چی د ښځو په وړاندی د تیریو مخه ونیسی. مونږ غواړو چې دغه قانون تصویب شی.»


د بشری حقونو کمیسیون وايی چې د ښځو په وضعیت کې د بدلون لپاره پکار ده چې هیڅوک د قانوني تعقیب څخه معافیت پیدا نه کړي، هر هغه څوک چې د ښځو په وړاندې زورزیاتي کوي، هغه باید له قانون سره سم سزا وویني.

DW.COM